نظــر

روسیې ته د عمران خان د سفر ممکنه موخي او پایله

ممتازالدین ممتاز

روسیې ته د عمران خان د سفر تر شا ډېر څه شته، چې ممکن د وخت په تېرېدو سره را څرګند شي. البته د ځینو مبصرینو په باور د عمران همدا سفر د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو سوړوالی ښيي؛ خو پاکستاني رسنیو د پاکستان د حکومت په حواله د دې سفر هدف د روسيې له حکومت سره د ګازو د پايپ لاین پر قرارداد بحث ښوولی دی. زما په باور د عمران خان سفر ځینې نور اهداف هم لري، چې زه يې دلته ځینو احتمالي اهدافو او ممکنه پایلو ته په لاندې ډول اشاره کوم.

د پاکستان ممکنه موخې:
دا چې پاکستان په دې نامناسب وخت کې روسیې ته د عمران خان د سفر تر شا کوم ممکنه اهداف لري، زما په باور په لاندې ډول دي:
1. د سیمي او نړۍ وضعیت ته په کتو د مناسب ملګري موندل:
پاکستانیان په دې پوهېږي، چې د امریکایانو په مشرۍ ایتلاف په افغانستان کې ماته خوړلې ده او په سبب يې امریکایانو خپل نړۍ وال موقف له لاسه ورکړی دی او لا يې هم ورځ تر بلې له لاسه ورکوي. د اوکراین بحران او په وړاندې يې د امریکا او ناټو پڅ دریځ نور هم په نړۍ واله سطحه د دوی موقف کمزوری وښوده او ممکن نور هیڅوک پر دوی اتکاء ونه کړي. په نړۍ واله سطحه د دوی د موقف کمزوری کېدل په نړۍ وال نظم کې د تغیر نښې ښيي او ډېر ژر به نړۍ څو قطبي شي، چې روسیه + چین به پکې احتمالاً د یوه قطب مشري په غاړه ولري. د امریکا راتلونکی زوال او راتلونکی نړۍ وال څو قطبي نظم ته په کتو پاکستان مخکې له مخکې هڅه کوي، ترڅو په سیمه او نړۍ کې نوي او مناسب متحدین پیدا کړي، ترڅو په راتلونکي نړۍ وال نظم کې ځان یوازې احساس نه کړي.

دا چې پاکستان په راتلونکي نړۍ وال نظم کې ولي د روسيې+چین بلاک کې غړیتوب اخلي؟ دلایل يې دا دي:
۱ – له چین سره ژورې اړیکي
۲ – له امریکا سره د روابطو سوړ والی
۳ – له هند سره اختلافات
او ۴ – د چین او روسیې سره د سیمې د اکثره هیوادونو ښې اړیکي.

2. پر امریکا د فشار راوستل:
امریکایان په افغانستان کې د خپلې شرمناکه ماتې یو دلیل د پاکستان نه همکاري (یا د دوی په اصطلاح د پاکستان منافقت) یادوي. امریکایان په دې باور دي، چې موږ ځکه په افغانستان کې ماته وخوړه، چې پاکستان په دې مبارزه له موږ سره صادق نه و او زموږ په ګټه يې د افغان طالبانو په وړاندې ښه مبارزه ونه کړه. همدا فکر ان د بارک اوباما له دورې څخه موجود و، خو دوی د خپلو اکمالاتو او نورو دلایلو په سبب کوم جدي عکس العمل نه ښوده. د ډونالډ ټرمپ په دوره کې د امریکا حکومت د پاکستان په وړاندې جدي شو او د افغانستان د ماتې پړه يې پر پاکستان واچوله. په دې توګه د ټرمپ د جمهوري ریاست په ټوله دوره کې له پاکستان سره د امریکا روابط یو څه ساړه وه.

کله چي جوبایډن واک ته ورسېده، نو په اوایلو کې عمران خان غوښتل، چې امریکا ته په رسمي سفر ولاړ شي، خو سپینې ماڼۍ يې غوښتنه رد کړه، حتی معید یوسف د پاکستان د ملي امنیت مشاور غوښتنه وکړه، چې د امریکا حکومت دې عمران خان ته له جوبایډن سره د ملاقات زمینه برابره کړي؛ خو بیا يې هم غوښتني ته چا مثبت جواب ونه وایه. په دې توګه د پاکستان او امریکا روابط نور هم ساړه شول او پاکستانیان وپوهېدل، چې نور امریکایان د دوی په ملګرتیا کې کومه ګټه نه ویني؛ نو ځکه اوس د پاکستان حکومت کوښښ کوي، چې د امریکا له رقیبو هیوادونو(چین او روسیې) سره روابط ښه کړي او په دې توګه امریکایانو ته دا وښيي، چي دوی د چینایانو په ګډون له روسانو سره هم ښې اړیکي جوړولای شي.

زما په باور، امریکایان په سیمه کې متحدینو ته اړتیا لري او یوازې پر هند اکتفاء نسي کولای او پاکستانیانو همدا اړتیا درک کړې ده. پاکستان کوښښ کوي، چې پر امریکا فشار راولي، ترڅو امریکایان بیرته د خپلو ګټو په خاطر له پاکستان سره روابط ښه کړي او پاکستان په دې توګه د دوی د ښو اړیکو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
خو زه فکر نه کوم، چې امریکایان دې له پاکستان سره روابط ښه کړي؛ ځکه یو خو پاکستان له چینایانو سره ښه روابط لري او له بلې خوا د چینایانو پوروړي دي، نو ځکه د امریکا په خاطر نسي کولای له چین سره روابط خراب کړي او که دا کېدلای سوای، نو د امریکا او پاکستان ترمنځ روابط دومره نه سړېدل. بل دا چې اوس په پاکستان کي د وضعیت خرابوالی د امریکا په ګټه ده. که په پاکستان کي وضعیت خراب شي، نو د چین د سرمایه ګذارۍ مخه به ډب شي او په دې توګه به سي پيک (CPEC) پروژه له ناکامۍ سره مخ شي، چې امریکایان هم په عمل کې دا غواړي.

3. له روسیې سره د هند روابطو ته په کتو د پاکستان روابط ښه کول:
هند له روسیې سره د پخوا څخه ښه روابط لري. هند د سړې جګړې په جریان کې د شوروي اتحاد متحد و او له هماغه وخته په سیمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې تر ډېره پورې دواړو هیوادونو ګډ اهداف تعقیبول. پر افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته هندوان امریکا ته هم نږدې شول، ځکه هند د اسلامي امارت د تېرې دورې په جریان کې د شمالي ټلوالې سره ښې اړیکې درلودې او هغوی يې تقویه کول. د سیمې او نړۍ د وضعیت بدلون او د چین اقتصادي ودې هند او امریکا نور هم سره نږدې کړل، خو دا نږدې والی هیڅکله د دې سبب نه شو، چې هند له روسیې سره خپلې اړیکې خرابې یا محدودې کړي. حتی تر دې چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په غونډه کې، چې د اوکراین د بحران په اړه دایره شوې وه، هند د روسيې پر ضد رایه ونه کاروله، سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال څخه غوښتي وه، چې د دوی په ګټه او د روسیې پر ضد د اوکراین په مسئله کې خپله رایه وکاروي.

په هر صورت، د پاکستان یو هدف ممکن دا وي، چې په دې حساس وخت کې، چې اکثره هیوادونه پر اوکراین د روسیې برید غندي، د روسيې اعتماد ترلاسه کړي او په دې توګه له روسیې سره په روابطو کې د هند په وړاندې د ځان په ګټه حد اقل موازنه برابره کړي.

په نامناسب وخت کې د عمران خان د سفر ممکنه پایله:
دا دوهم ځل دی، چې عمران خان پر نامناسب وخت نامناسب ځای ته سفر کوي. عمران مخکې په ۲۰۱۸م کال کې هغه مهال ریاض ته سفر درلود، چې د جمال خاشقجي پر وژنې د سعودي حکومت او خصوصاً د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د نړۍ والو له نیوکو سره مخامخ و. دا ځل بیا عمران خان په نامناسب وخت کي روسیې ته سفر درلود.
روسیې ته د عمران خان همدا سفر ممکن په نړۍ واله سطحه د پاکستان د نورې انزوا سبب شي. امریکا او ملګري يې چې له پخوا له چین سره د پاکستان پر ژورو اړیکو نیوکه درلوده‎، ممکن روسیې ته د عمران خان پر دې وروستي سفر توند عکس العمل وښيي او ممکن دوی دې ته وهڅوي، چې پر پاکستان ځینې بندیزونه ولګوي، یا پاکستان د تروریستانو د ملاتړ کوونکو په لیست کې شامل کړي او یا حد اقل خپلې مرستې پرې بندي کړي. پاکستان چې دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی نه پوهېږي څه وکړي، ځکه له یوې خوا د غربي هیوادونو له فشار سره مخامخ دی، ترڅو پر اوکراین د روسیې برید وغندي او له بلې خوا د خپلو راتلونکو موخو په پار د روسیې او چین پر خلاف کوم عکس العمل نسي ښوولای. په دې دوو انتخابونو کي هر انتخاب د پاکستان په زیان دی.

موږ ته څه په کار دي؟
پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د ستایلو ده. موږ ته لازمه ده، چې تر هغو د لویو قدرتونو ترمنځ دغه ډول بې طرفانه سیاستونه تعقیب کړو، ترڅو چې زموږ ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، استقلالیت او په مجموع کې ملي ګټې په خطر کې نه وي؛ خو که خدای مه کړه داسې څه پېښېږي، نو افغانستان مجبوراً باید د یو لوی قدرت طرف ونيسي.

د لوېدیځو قدرتونو ګټو ته په کتو زه په دې باور یم، چې امریکا او متحدین يې په سیمه کې یو داسې متحد ته ضرورت لري، چې هم چین او هم روسیې ته نږدې موقعیت ولري او په دې برخه کې دوی یوازې پر هند اکتفاء نشي کولای، ځکه که هند له چین سره سیالي لري، خو هم مهاله له روسیې سره بیا ښې اړیکې لري.
که نړۍ وال نظم تغیر شي او یوه نوې سړه جګړه راپیل شي، ممکن غربي نړۍ وغواړي له افغانستان سره روابط ښه کړي او په دې توګه هڅه وکړي، چې د افغانستان له قلمرو څخه د خېز د تختې کار واخلي. لکه څنګه چې د تېر شل کلن اشغال څخه يې یوه اساسي موخه هم دا وه، تر څو د افغانستان له خاورې څخه چین او روسیه دواړه تر خپل نظر لاندې وساتي. نو راتلونکي نړۍ وال نظم ته په کتو موږ اوس لا باید د نړۍ د ټولو هیوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره ښې او بې طرفانه اړیکي وپالو. که داسې وخت راشي چې موږ باید د لویو قدرتونو ترمنځ یو انتخاب کړو، نو زموږ ګټه دا ده، چې د نورو قطبونو په نسبت د چین او روسیې له بلاک سره ښې اړیکي وپالو؛ ځکه زموږ ټول ګاونډي هیوادونه د چین او روسیې سره ښې اړیکې لري او موږ نه شو کولای، د خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو برعکس له غربي قدرتونو سره ښې اړیکي وپالو. د روسیې او ګاونډيو هیوادونو سره د روابطو خرابوالی زموږ د سیاسي او اقتصادي انزوا سبب کېږي او له بلي خوا لوېدیځ قدرتونه یوازې د خپلو ګټو په خاطر موږ او زموږ خاوره استعمالوي او دې ته موږ باید بیداره و اوسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامدي

ډېر ښه معلومات!
خو یوه خبره شاید د لازیات بحث وړ وي، هغه د قطبي کېدو په صورت کي د شرقي بلاک طرف نيول؟
زما له نظره بې طرفانه سیاست او په ضمن کې قوي او مجهزو اصلحو سمبال پوځ( تر خپله وسه پورې) جوړول او خودکفا اقتصاد لپاره هڅه، به هغه څه وي چې ملي ګټي به خوندي کړي وي. نه طرف نیونه!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx