افغانستان

فاریاب: د قوماندان په ګډون ۱۳ عسکر طالبانو ته اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د یو قوماندان په ګډون دیارلس عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي دي، چې قوماندان میرزا د عبدالوهاب زوی له خپلو دوولسو عسکرو سره یو ځای په فاریاب کې د دوی لیکو ته ورغلی دی.

خبرپاڼه وايي ،چې دوی د جلب او جذب د هڅو په لړ کې توانیدلي دي، چې دغه قوماندان له خپلو ملګروسره د ځان ملګری کړي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ټولو ورسره يو ځای شويو عسکرو لنډ شهرت هم ذکر کړی دی.

یاده دې وي، چې له دې سره جوخت د یاد ولایت قیصار ولسوالي کې هم دوه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په دې وروستیو کې طالبان د هېواد له ګوټ ـ ګوټه د ګڼو نظامي ځواکونو د تسلیمۍ خبر ورکوي.

څو ورځې د بادغیس په غورماچ کې د قوماندان په ګډون د دېرشو عسکرو تسلیمي، د ننګرهار په خوږیاڼو کې د شپږڅلویښتو او په غني خېلو کې د پنځو تنو عسکرو یوځای کېدل او همدارنګه د پکتیکا په یحی خېل ولسوالي کې د دوه ویشتو اربکیانو ورسره یوځای کېدل هغه څه دي چې په پاتو نظامي ځواکونو يې بشپړه بې باوري رامنځ ته کړې ده.

تر اوسه دولتي مسوولینو د طالبانو د یادې خبرپاڼې اړوند څه نه دي ويلي.
یاده دې وي، چې طالبانو د خپل دعوتي کمیسیون د تېرې میلادي میاشتي په راپور کې د دوه سوه څوارلسو دولتي مسوولینو د ورسره یو ځای کېدو خبر ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x