افغانستان

سعودي له افغانستان څخه پر مستقیم پروازونو بندیز لرې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۰ل): د سعودي حکومت شاوخوا ۸ میاشتې وروسته له افغانستان څخه پر مستقیم پروازونو بندیز لرې کړ.

د سعودي حکومت تېر کال جولای میاشت په لومړنۍ اونۍ کې له افغانستان څخه پر مستقیم پروازونو بندیز لګولی و.

هغه مهال په افغانستان کې د کرونا قضیې بې سارې توګه زیاتې شوې وې.

عربي رسنیو د راپورونو له مخې سعودی حکومت د کرونا ویروس له کبله وضع شوي ټول محدودیتونه لرې کړي دي او تر دې وروسته په حرمینو شریفینو کې لمونځ کوونکي مکلف نه دی چې اجتماعي فاصله مراعات کړي.

همدا راز سعودي ته تلونکي مسافر د کرونا تست کولو او قرنطین څخه معاف شوي دي خو د کرونا واکسین یې اړین ګرځولي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د تېرو څو میاشتو راهیسې سعودي ته پروازنه درلودل خو په دغه پروازونو کې یواځې هغه مسافر تللی شول چې په سعودی کې يې د کرونا دوه یا یو ډوز واکسین کړي وو.

افغان مسافر چې په سعودي کې کار کاوه، مکلف ول چې د ایران یا د پاکستان له لارې دغه هېواد ته ولاړ شي او هلته درې ورځې قرنطین هم تېر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx