ټکنالوژي

واټس اپ د «غږیز پیغام» لیږلو اسانتیا لپاره نوې ځانګړتیا وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۰ل): واټس اپ په پيغام استولو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ اپلیکیشن دی چې له ۲ ملیاردو زیات فعال کاروونکي لري، همدا لامل دی چې دغه شرکت هم د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره پر بېلا بېلو ځانګړتیاو کار کوي.

د واټس اپ کاروونکي به هرو مرو له داسې ستونزې سره مخ کیږي چې د غږیز پیغام ثبتولو پرمهال تېروتنه وکړي، ددې لپاره چې مناسب پيغام واستوي نو لومړی هغه لغوه کوي او دوهم ځل لپاره یې بیا له سره ثبت کړي.

اوس واټس واپ وایي چې د غږیز پیغام لیږلو پرمهال یې د (Pause وقفه) پر ځانګړتیا کار پېل کړی چې د غږیز پيغام ثبتولو پرمهال د وقفې کولو اسانتیا درکوي.

مثلا که تاسې یو غږیز پيغام ثبتوئ، د ثبتولو پرمهال درڅخه یوه تېروتنه کیږي یا مو خبره هیره شي، نو دغه پیغام نیمایي کې د Pause په کیکاږلو ودروئ، خپله خبره مو سمه دریاده کړئ او بیا خپل پیغام ثبتول له هماغه ځایه پېل کړئ، او له هغې وروسته یې ولیږئ.

د واټس اپ اپډيټ تعقیب کونکي سایټ WABetaInfo ویلي چې پورتنۍ ځانګړتیا د اندراید موبایلونو او ډیسکټاپ په بیټا نسخه کې زیاته شوې او ډیر ژر به د عامو کاروونکو پرمخ هم وړاندې شي.

په واټس اپ کې د خپل پيغام ثبتولو وروسته او له لیږلو وړاندې د هغې اورېدو ځانګړتیا شتون لري، خو دا چې پیغام په نیمه کې ودروئ او بیا یې بشپړ ثبت او ولیږئ د لومړي ځل لپاره وړاندې کیږي.

فوٹو بشکریہ WABetaInfo

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx