افغانستان

۲زره ټنه نور هندي غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقالیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۰ل): د هند د حکومت له خوا د ۵۰زره میټریک ټنه غنمو دوهمه محموله پرون د هند اټاري سرحد څخه پاکستان ته داخله شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ۳۶ افغاني لارۍ چې ۲زره ټنه هندي غنم په کې بار و پرون د ګمرک مسوولینو او امنیتي ادارو افغانستان ته د انتقال اجاه ورکړې ده.

څو ورځې وړاندې د هندي مرسته شویو غنمو ۲۵۰۰ مټریک ټنو لومړۍ محموله د واګا-اټاري له لارې افغانستان ته په ۵۰ لاریو کې روان شوي وو او په جلال اباد کې افغان چارواکو ته تسلیم شوي وو.

یو پاکستاني چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پلان مطابق باید افغانستان دغه غنم په ۳۰ ورځو کې انتقال کړي خو تر دې دمه یې یواځې ۴۵۰۰ ټنه غنم انتقال کړي دي.

دوی زیاته کړې چې ۴۵۵۰۰ ټنه غنمو انتقال به په پاتې ورځو کې د افغانستان لپاره ډير ستونزمن وي.

د یادونې وړ ده چې، هند له تیرو څو میاشتو راهیسي له افغانستان سره د درملو، کرونا واکسین او نورې بشردوستانه مرستي هم کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پاکستان دی دا ګنده او وراسته غنم خپلو پنجابیانو ته ورکړی. د سیلو د ریس په حقیقت ویلو سره هغه بیچاره له دندی وشړل شو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx