
له عدوه شخصیت “جلال”؛ څخه پاتې مؤمنه میراثه!
جمال ایوبي
د روسي یرغلګرو پر وړاندې د لالهانده خو ګټلي جهاد افتخار د مولوي جلال الدین حقاني صاحب د تاریخ سازو معرکو غوښنه برخه تشکیلوي چې لیکل پرې د کتابونو خبره ده او بیا وروسته د تنظیمونو په ذات البیني جګړو، فساد، اخ و ډب او د بې رحمه راکټونو لاندې مرګ لېدونکي خو بېباکه مصلح جلال صاحب هغه مخلصانه هلې ځلې ترڅو دا زوموخت او ولس وژونکی پړاو د خپل ژوند په قیمت؛ په یوه هوسا افغانستان عوض او دا هرڅه میسر کړي.
په همدې مرحله کې د مهذب مولوي جلال صاحب دا او دېته ورته بلا کردارونه د تاریخ هغه تصویرونه دي چې افغانې پرګنې او ان د جهاد د وخت عربان پرې هم ګواه دي دا چې زموږ مقاله د غربي اشغال په وړاندې د مرحوم مولوي حقاني صاحب او د مؤمنو بچو په کردار راڅرخېږي نو د ماضي افتخاري کارنامو څخه یې صرفې نظر کوو.
پر افغانستان د غربي اشغال د وژونکې بړبوکۍ پیل د زور ازمایې له زاویې د وحشت یؤه چنګېزي صحنه وه چې ډېرو پکې د همدې فرعوني څپو له ډاره خپل ایمانونه او عزتونه مسخره کړل مګر په همدې محشري صحنه کې چې کابل د B-52 د مرګوني بمونو کوربه وو بیاهم مولوي جلال الدین حقاني صاحب پکې د انعطاف څخه د بېزارۍ فکرونه؛ له پیله د خپل راتلونکي مسیر برخه ګرځولې وه او د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد فیصلې ته د بې صبرۍ په انتها کې منتظر و او دا یې تصمیم نیولی و که مرحوم امیر ددې بربریت په وړاندې په ټاکلو ساحو”چهاراسیاب، وردګ” کې د دفاعي کرښو پر ځای په بېړه سره د عقب نشینۍ پرېکړه وکړي نو زما ملګرتیا به ورسره په همدې ځای کې ختمه وي او که د مقاومت پرېکړه یې وکړه نو د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به ورسره ملګری یم.
دا چې مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله په ماضي کې د حمیت، فکري ثبات او ایماني تدبیر یؤه شهکاره سیما او کردار سجل کړی وو نو د هماغې په امتداد یې مرحوم جلال الدین صاحب ته د هغه د فطرت او شان سره سم ځواب ورکړ او په مخابره کې یې ورته وویل:
( ټولو مجاهدینو او مسؤلینو! نن امریکا زموږ پر هېواد یرغل کړی او د کافرانو ددې یرغل مقابله پر موږ فرض عین دی، لهذا که تاسې یو یاست یا دوه، که یو میل وسله درسره وي او هغه هم یوه مرمۍ لري له یرغلګرو کفارو سره وجنګېږئ، زما درته امر دئ چې ورسره وجنګېږئ فرار حرام دی او پر شا ترې مه ځئ).
مرحوم جلال رحمه الله وایې چې کله مې دا خبرې واورېدلې نو په زړه مې سړې اوبه توی شوې.
مرحوم مولوي جلال الدین حقاني د عقیدې او ایمان په پلوشو او بیا ددې اصطلاحاتو په عمق او فلسفه باخبره مولوي جلال الدین صاحب په دې دشوار، متلاشي وضعیت او تنګه جغرافیه کې هغې بدغونې جګړې ته غېږه ورکړله چې نړۍ پکې د امپراتورې امریکې قوت په خدایې منلی وو نو ځکه یې دا پرېکړه د ډېرو د عقل له ادراک پورته او د سینو څخه وتلي ایمانونو دا هر څه د لیونتوب انتها او پایله یې یواځې د جسدونو ایره کېدل وبلل.
پای؛ مولوي جلال الدین صاحب له انحراف مبرا میسر انتخاب او د اهدافو د تحقق او مثمرې نتیجې لپاره یې د خپلې کورنۍ لسګونه ګلونه په دې ازمېښتونکي لاره کې نذرانه کړل.
دا چې ازادي له قربانیو ،زندان … او شکنجو څخه ترکیب شوې لاره ده د کورنۍ د نورو غړو تر څنګ مولوي جلال حقاني صاحب هم په خپله فزیکي وجود او د خپل بڼ څخه یې څلور دنګ قامتونه خزان او کارنامې یې د تاریخ پاڼو ته وسپارلې:
شهید نصیرالدین، شهید محمد، شهید عمر، سالار د استشهادیانو شهید بدرالدین او انس یې کلونه د بګرام په ولچکو کې بند او د وژونکو تدبیرونو، د دار له ټالیو څخه تقدیر؛ نن تر ارګَ راورسوه.
ددې بڼ د شهداوو په افتخاراتو لیکل ددې وړې مقالې تقاضا نده نو حیات خلیفه سراج الدین حقاني صاحب د مرحوم جلال صاحب هغه پتمنه میراثه ده چې د اشغالګرې امریکا+ناټو په وړاندې یې کلیدي رول ادا کړ، د” 1050″ استشهادیانو دا سالار د نورو معززو مشرانو ترڅنګ کافرې نړۍ ته مطلوب او د جدي څار لاندې وو.
د خلیفه سراج؛ په فعالیت او کردارونو کې د متدین او متواضع مرحوم جلال صاحب د تربیې او روزنې هر څه انځور کېږي.
مُربي شخصیت سراج الدین حقاني؛ د غمونو او ویرونو بلا امتحانونو سره لاس او ګریوان پاتې شوی په خپل کورني ماحول کې د بلا یتیمانو او کونډو مسؤل دی خو د والد صاحب څخه ورپاتې د فتحې کلیدي عادتونو لکه تحمل، عمیق تدبیر، متانت .. او مستحکم عزم هغه څه و چې خلیفه صاحب یې پای د کامیابۍ پر هغه کرښه ودراوه چې نن د ارګ په شاهانه محلونو کې قدمونه وهي او دا جغرافیه یې د ځان ویاړ او د سیالۍ هسک منار ته د لا پورته کېدو امیدونه ورسره غوټه کوي.
تاسې دېته فکر کړی دی؟! چې ټولې نړۍ زموږ په جامعه کې د مرحوم جلال الدین حقاني صاحب د کورنۍ په وړاندې او بالخصوص د خلیفه سراج الدین حقاني څخه د متنفر کېدو لپاره هغه ابزار چې په تبلیغاتي برخه کې مؤثر او ترزیق کېږي په کار واچول، میلیاردونه ډالر یې پرې مصرف کړل او سلګونه رسنۍ یې خلق او په کار واچولې؛ مګر نن د توقع خلاف ټولو افغانانو او مسلمانانو د خلیفه حقاني صاحب په دیدار سره مثبت تآثرات د قلم پر نوکه انځور کړل او دا یې د وقار څلی، د مینې جوړ انسان او د نورانیت نمونه وبلله، اخر د کفارو د دومره منفي تبلیغاتو باوجود نن ورسره د افغانانو د مینې په اوج کې اظهار، ولې؟ ددې لوی راز دا دی چې عزت او ذلت د رب ورکړه ده دا چې نن د شرافت او الګو تر مناره پورته شو دا په تېرو تصویرونو کې د تقوی، پرهېزګارۍ او د خدای سره د هغه تړونونو نتیجه ده چې پرون یې کافرې نړۍ سره په نشته امکاناتو ډغره ووهله او د خدای حکم ته یې سر ټیټ کړ چې نن یې ثمره د اعزاز برخه ګرځي او ابوالحسن ندوي رحمه الله هم د خلکو د محبت لپاره د همدې فارمولې یادؤنه کړېده.
له عدوه شخصیت “مرحوم جلال صاحب”څخه راپاتې مؤمنو میراثو پر کارنامو لیکل د مقالۍ په تنګه دائره کې یؤه ناممکنه هڅه ده ځکه چې د ازادۍ د اتلانو کړنې د کتابونو په صفحو کې، زرینو کرښو ته سپارل کېږي.
درنه پاتې ستر سراج او ځوان انس دی
له غـازي پـلاره به نـور څه پـاتې کېږي!
جمال ايوبي وروره په شخصيت پالنه کي دي مبالغه تر حد اوښتې ده. وايي: « مشک آنست که خود ببويد، نه آنکه عطار بګويد» اوس خو د دغي ډلي خلکو حکومتي ادارې بې اهليته اشغال کړي او عام ولس نفرت ځني کوي. او له دغو څخه دعام ولس کرکه د دښمنۍ له امله نه ده، که د دښمنۍ له امله وای نو د امير المومنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د اتل او زمري زوی مولوي محمد يعقوب څخه به يې هم کرکه کوله، خو برعکس د هغه سره بيا ولس مينه څرګندوني. نو ګرانه وروره ميړه هغه دی چي… نور لوستل »
همت صیب دې لیکوال به په خپله مقاله کې مبالغه آمیزه خبري کړي وي او یا به ئې نه وي کړي اما د یو سپین ږیري په صفت د داسې چټیاتو، تفرقه اندازه او شر اچوونکو خبرو په لیکلو درته شرم پکار ده. سراج الدین حقاني د افغانانو افتخار او اسد من اسود الاسلام ده، همدا حقاني وه چي امریکایي صلیبی اشغالګرو او د هغو ملګرو ته ئې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي وي ګنګس کړي وه روحي او رواني تکلیف وراچولي وه او لار ئې ترینه ورکه کړي وه. سراج الدین لکه ما او تا یوازي د… نور لوستل »
الله پاک د وکړی چه د دروند همت استاد نظر د سمت پر بنیاد نوی.
د خدای تعالی لپاره دا خبره کوم ، خلک د حقانیانو خخه سخت نفرت کوی په خدای تعالی باور وکری چی نفرت ورخخه کوی
جهادی کاروان د رنګارنګ ګلونو باغ مثال لری چه هر ګل یی څانګړی رنګ ، قد وقامت ، بوی او رنګارنګ ګټی او شکلا لری. که د یو ګل د رنګ ، بوی او شکلا په اړه څه لیکل کیږی دا د نورو ګلانو رنګ رنګ، بوی او شکلا منفی نه بلکه مثبته اغیزه لری. هو که د ګلونو د ټول باغ د ګلانو د نورو باغو سره مقایسه کیږی خامخا به څه توپیرونه سره ولری د هغه باغ ځینی ګلان به د دی باغ د ګلانو سره یو شان نه وی او په کمیت او کیفیت کی به هم… نور لوستل »
خیر یوسې مجاهد صېب.
د څارونکی ښاغلی خبره پر ځای ده څه جه لیکلی ده د کفری نړی او د هغو د غلامانو او کثیفو نوکرانو به مقابل د هر مومن جهاد د تاریخ زرینی پانی ده دا واقعیت دی جه هر جهادی مشر او د جهاد هر سالار په خپله برخه کی ستری قربانی ورکړی چه دلته د ټولو یادونه مشکل ده خو دبیلکی په دول مرحوم د جهاد سالار ستر عمر رح او مرحوم ستر جلال الدین دکفری نړی په مقابل کی د سنګر خلوند دواړه رهبرانو د وطن او سلام له پاره تر مرګه د الله ج رضا غوښته. پروردکار ټولو… نور لوستل »