ادبي لیکني

د عربو شهيدانو د جنازو خاطره«۱ برخه»

م رضوان الله فيضاني

د ورځې اوله برخه په تېرېدو وه، مونږ ډېر ملګري سره راټول وو چې ډېری په نوي تشکيل راغلي وو، يو ناڅاپه خبر راغی چې په پلانکۍ سيمه … کې په عربو مېلمنو مجاهدينو د ډرون ناځوانه بريد تر سره شو، دې دردونکي خبر ډېر سخت ودرولو، يو طرفته خو دغه شهيدان مجاهدين وو او بل طرفته د ډېر لرې وطن څخه راغلي مېلمانه و، نو غم يې خورا دروند تمام شو.

مونږ چې په کومه سيمه کې قرار درلود دغه مېلمانه شهيدان همدلته راوړل کېدل او د جنازو مراسم يې هم همدلته تر سره کېدل؛ مونږ که له يوه اړخه سخت دردمن او خفه وو، خو له بل اړخه يو څه اندازه خوشحال هم وو، هغه ځکه چې د عربو مېلمنو شهيدانو په جنازو کې د ګډون ډېر لوی سعات راپه برخه کېدۀ.

ورځ په تېرېدو وه ماسپښين شو، فضا بنګنو الوتکو نيولې وه، مونږ له ورايه ليدې چې د يوې پر ځای درې څلور بنګنې الوتکې په دغه سيمه باندې ګرځېدې، دقيقه په دقيقه مو د بريد او بمبار انتظار کاوۀ، له غم او درد نه ډکه ورځ وه.

مازديګر شو د جنازو د اداکولو وخت راغی، مونږ يو يو يا دوه دوه ملګري بېل بېل ورروان شولو ځکه چې حالات ډېر اضطراري و، د جنازې ځای ته ورورسېدو، له لږ انتظار کولو وروسته يې شهيدان راوړل؛ سبحان الله ډېره عجيبه او خوندوره خوشبويي ورسره راغله، خلک لکه د غومبسو په څېر د شهيدانو په تابونو پسې نښتي و، خو متأسفانه چې شهيدان نه ليدل کېدل، شهيدان د باردو لمبو سوځلي وو، نو تابوتونه يې له پاسه مېخ کړای شوي و.

يو تن شهيد پکې ځايي کليوال و، هغه يې خپل کور ته د ليدو لپاره وروړ، زه هم له وروسته ورپسې روان وم، کور ته يې وردننه کړ، د زنانه وو او ماشومانو د مايوسۍ سختې دردونکې چيغې او فرياد مې واورېد، ځکه چې شهيد يې د ليدلو لپاره وروړی و او هغوی بېچاره ګانو نه شوای ليدلی ځکه چې تابوت يې مېخ کړای شوی و، زړه مې درد وکړ او سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، له لږ زنډ انتظار وروسته يې شهيد له کوره بېرته راووېست او د جنازه ګاه په لور يې روان کړ.

صفونه برابر شول او د جنازې لمونځ شروع شو، عجيب کيفيت، سکون او اطمنان خپور شو، په جنازه کې سلګونو خلکو برخه اخيستې وه چې په لسګونو تنه مجاهدين هم پکې و، له بره څو رنګه بنګنو الوتکو دورې وهلې، خلکو دم به دم د بمبار انتظار کاوۀ، خو د الله ﷻ خاص رحم او کرم و چې څه پېښه رامنځ ته نه شوه.

د جنازې لمونځ ادا شو او شهيدان يې يوې بلې لرې علاقې ته د تدفين لپاره يوړل، عام خلک او بالخصوص زمونږ ملګري ډېر غمجن، زړه ماتي روان او خوارۀ شول.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx