نظــر

عصري تعليمي نصاب مو بايد څنګه وي؟

میا نوراغا

که څه هم دا د لوړې ستحې ماهرینو په مشورې، تجربو شریکولو او د نصابونو له قوي مطالعې وروسته تفصیلي ترتیب سره جوړیږي, خو اجمالا باید دومره ذکر کړو چې نصاب د تعلیم په ترقۍ او انحطات کې مهم رول لري, لوړ او قوي نصاب د علمي ترقي سبب ګرځي, کمزوری نصاب د وخت ضایع کولو سره د تعلیمی کچې ولیدلو لامل ګرځي, همدا رنګه د ملک او معاشرې برمختګ او کمزوري له تعلیم پورې تړلې ده.

عموما د هر ملک عصري تعلیم له دریو امورو څخه مرکب وي:
1- اخلاقیات او نظریه.
2- خپل تاریخ او ثقافت.
3- ماده, ساینس او ټیکنالوجي.

1- زمونږ اخلاقیات او نظریه له ثوابتو څخه ده یعنې په وحي او شریعت سره جامع ثابته او محفوظ تر، مونږ رسیدلې ده, خالي د صنفونو او استعدادونو په اندازه باید د ماهرینو لخوا بغیر له افراطي او تفرطي تشریع څخه منظمه او ترتیب شي,  تر څو زمونږ محصل وروسته له فراغت څخه خپلو خلکو او اساساتو ته ژمن پاتې شي, په صدق او وجدان سره د خپلې ټولنې خیر خوا او خدمت ګار پاتې شي، له هر رنګ غلامۍ څخه ازاد مستقل او د خدمت جذبې څخه سرشاره وي, له اسلامي سپیڅلې نظرې څخه برخورداره وي, د قوی افاقي فکر او همت خاوند وي.

2- زمونږ د تاریخ لویه برخه اسلامي تاریخ جوړوي, له اسلامي تاریخ څخه باید د مراتبو په اندازه مهم او مستند دعوتي, جهادي, فلاحي, مواد د ماهرینو لخوا تالیف شي, له دې سره د خپل قوم او وطن علمي, اختراعي, ثقافتي, د تورې او قلم اشخاص ذکر شي تر څو نوی نسل د دوی کړنې همتونه د ځان لپاره د لارې مشال وګرځوي او په قوي جذبه او بصیرت سره پرمخ لاړ شي.

په ثقافت کې باید ملي افتخارات , اسلامي او قومي عنعنات, تاریخي او معیاري ښارونه او آبادۍ ذکر شي, ترڅو محصل له خپل ثقافت او ویاړنو سره اشنا شي, خپل اسلاف او ټولنه د رڼایي او ابادي معماره وګڼي, له هر پردي ثقافت او نظرې څخه متأثر نه شي، د جالي شهواني خام فکرونه او جعلي فلسفې یې بې لارې نه کړي, بلکې غیر له دوی څخه متأثر شي, او همیش په لوړ همت او وړ تیا د نورو امام وي, نه پردی کمزوری ړوند مقتدي.

3- مادي ساینسي علوم: په دې کې شک نشته چې زمونږ اسلاف د ساینسي علومو مخترعین او مبتکرین وو, دوی په خپل وخت کې قوي علمي تجریبوي لوې مدرسې او جامعات لرل, په اندلوس, بغداد, د مشق او مصر کې د ټولو علومو په شمول ساینسي او مادی علوم هم په پوره دقت او لوړتیا سره تدریس او تجربه کیدل, خو له صلیبي جنګونو او انګریزي ظالمې مستبدې امپراطورۍ د مسلمانانو علوم څه غلا او تخریب کړل.

له دې مخکې چنګیزي نابوده سیلاب د مسلمانانو لوې علمي خزانې په خړو اوبو لاهو کړې, له دې وروسته مسلمانان د یو قوي واحد منظم نظام به جوړولو قادر نشول, دوی په تفریقو ملکونو وویشل شول, دښمنانو یې ارامي وحدت ته نه پریښودل ، او نه یې په خپلو پښو دریدلو ته د دریدو موقع ور کړه , له دې امله مسلمانان عصري او مادي علومو کې پس پاتې شول.

غرب له مسلمانانو غلا شوي علوم وڅیړل او پراخې یې ورکړه چې په نتیجه کې د ساینسي اختراعاتو خاوندان شول, په اوس وخت کې مسلمانان په دي علومو کې د دوی په پس خورده شوخند وهي, بدبختي دا ده چې له مادي علمونه علاوه د دوی په لوېدلو اخلاقو او ثقافت کې د دوی ړوند تقلید کوي او دا د مادي علومو ترقي نشان ګڼي, نعوذ بالله من ذالک.

مسلمان باید د خپلو مادي او ساینسي علومو نصاب په پوره دقت سره جوړ کړي, له غرب څخه باید اساسي مواد تر لاسه کړي دا سې نه چې په ورستې بوینې پس خوردې باندې شوخوند ووهي, د بې فايدې او اوږدو نصابونو په ځای باید مهم مواد غوره کړی شي, د تدریس او تجربې پرمخ تللې او اسانه لارې چارې باید اختیار شي, د تخصوصاتو لپاره په پوره توجه کار وشي.

پوره کوښښ وشي چې محصلین نورو ملکونو ته د تحصیل لپاره د تګ ضرورت حس نه کړي, که نور ملکونو ته محصلین لیږل کیږي باید مخکې له لیږنې د دوی اخلاقي او فکري روزنه قوی شوي وي تر څو له پردیو متأثر نه بلکې هلته یو اخلاقي فکري مجسم داعي وي.

حسبنا الله و نعم الوکیل!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx