افغانستان

د مرکزي سیلو رئیس: پاکستان له خوا مرسته شوي غنم معیاري او د استفادې وړ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۰ل): د مرکزي سیلو رئیس له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې پاکستاني غنم معیاري او د خوراک وړ دي او پر ټولنیزو رسنیو چې کومې ادعاوې شوي، هغه ناسمې دي.

د مرکزي سیلو رئیس له یوه خبریال سره په مرکه چې مرکزي سیلو ته ورغلی او پاکستاني غنم یې لیدلي دي په مرکه کې ویلي چې پاکستاني غنم معیاري دي او کومه ناپاکي چې لرې هغه په هر ډول غنمو کې طبیعي موجوده وي او دوی اسباب و الات لري چې پاک یې کړي.

څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویدیو خپره شوه چې په کې یو کس ادعا کوي چې د پاکستان له خوا مرسته شوي غنم د خوراک او استفادې وړ نه دي.

هغه زیاته کړې وه چې پاکستاني غنم ډيره ناپاکي لري، حشرو خوړلي دي او محض پوست يې پاتې دي.

یاد کس ادعا کړې وه چې د پاکستان په نسبت بیا د هند له خوا مرسته شوي غنم ښه دي او دوی ترې د ډوډۍ پخولو کې استفاده کوي.

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې پاکستاني غنم دغه وزارت ته سپارل کیږي او دغه وزارت تخنیکي همکارانو تر دې دمه پاکستاني غنمو ارزونه نه ده کړې چې څومره کلونو لپاره د ساتنې ظرفیت لري.

سرچېنې په وینا هندي غنم بیا افغان حکومت  ته نه دي سپارل شوي، نه هم مرکزي سیلو ته ځي، بلکې دغه غنم د خوراک نړیوال پروګرام ته سپارل شوي دي او هغوی يې مستقیم توزیع کوي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰زره ټنه غنمو د مرستې اعلان کړی دی او د چارواکو په وینا تر دې دمه شاوخوا ۸زره ټنه غنم يې افغانستان ته انتقال کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر خان

نن ټکي اسيا هم نن سبا تحقيق کول پريښودي دي او بس چې کوم شي چيرته وويني نو چاپ يي کړي۔۔ دا هم ستاسي ويب پانړه وه چې دغه د خرابو غنمو خبر مو خپور کړي وو او اوس مو دا خبر ورکړو۔ لږ سره له دي چې اوس د ويب پانړي مشر د حکومت برښه ده ولي بيا هم چې ويب پانړه چلوي نو درست خبرونه بايد چي چاپ شي مننه

خوګياڼي

ما په خپله د پاکستانى غنمو په سر لږ رڼا اچولى وه، مګر وس د سيلو ريس وايي چې دا غنم د خوراک وړ دي. نو دا خبر چي هر چا خپور کړي وي نو پلټنه دى وشي چې په راتلونکې کې د دا رنګه درواغو شايعاتو مخه ونيول شي. بل د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ته په پنجشير کې د حميد خراسانى او د پنجشير د والي تر منځه جدي اختلافات را پيدا شوې چې د انلاين ميډيا لارې نه لاس په لاس کيږى توجه وراړومه چې پوره څيړنه وکړي خطا کار ته سزا او حقدار ته حق… نور لوستل »

مشوره

مخکنی ریس چی دا خبره یی کری وه خو ویل کیزی چی لیری شو دا نوی ریس که خلاف ویلی وی نو د پاکستان جاسوس دی یا به دی په دی پوهیزی یا نه

غوربندي

که فرض کړو د پاکستان غنم له وخت تېر او د هند معیاري دي،، یا برعکس،،، دا چې دواړو هېوادونو د مرستې لپاره مجاني را استولي دي نو:

دیپلوماسي، خبریالي، ګاونډیتوب، افغاني دود ایجابوي چې له دواړو هېوادونو یو شان مننه شوې وای،،،

دا چې دا غنم بیا مونږ خپله خوړل او یا مو هم مالونو ته اچول دا زمونږ خپل کار،وو،،،

هغه خبریال او مرکې وال دواړه تر لکۍ کم عقل او د بازخاست او تحقیق وړ دي چې پورته ټول نزاکتونه یې تر پښو لاندې کړل او د هند او پاکستان پرتله یې کوله،،

طوطی

خلاصه خبره چی حقیقت هیڅکله مه وایی چی د پخوانی ریس په شان به له کاره وشړل شی.

محمد

په خواشینۍ سره چې، د نن ټکي اېشیا خیلو خوله هم وګنډل شوه ځکه خو نشي کولای حقایق خپاره کړي.

محمد

بله دا چې رښتیا هم خراساني د پنجشېر د والي څخه د (وطندوستان افغانستان د یوټیوب چینل له لارې) سخت انتقادونه یا نیوکې وکړې. دا مسائل باید د باندې درز ونکړي. مننه

ګوم نام

د پاکستان غلامانو د پاکستان چړو، مجاید او ټوله دنیا وایی چی دا غنم د اسنفادی وړ ندی دلته بیا پرتوګ ور اغوندی چی بادار خفه نشی.. شرم ډیر ښه شی ده الله مو تبا که

ځیرک څارونکی

هغه ویډیو چي په هغه کې د امارت د سیلو مسئول کس پاکستاني غنم بې کیفیته بللي هغه پخواني ویډیو ده چي اکترو رسنیو له وخت نه وروسته نشر ته سپارلي ده. د پاکستان د اوسنیو مرسته شویو غنمو په اړه نده او هغه کوم هندي غنم چي یادوي نو هغه هاغه هندي غنم دي چي له تیري اداري سره مرسته شوي وه.

طوطی

پخوانی ریس انجنییر خیال وردک مو څه کړ؟ ما هغه ته لیکلی وه چی یار لکه چی ځان ته دی کار پیدا کړ ګورو به چی تر څو ورځو نور به ریس یی. هداسی هم وشول بیچاره یی بالفور وشاړه. ما د هغه مرکه په همدی نن ټکی آسیا کی واوریده چی اوس نن ټکی آسیا هم له ویری هغه مرکه لری کړی. دی څخه دا جوته کیږی چی پاکستان ګوری څومره په حکومت کی نفوذ لری.

طوطی

د پاکستان د خوشحاله ولو لپاره پخوانی ریس وشړل شو بدون لدی چی تحقیق وشی چی د هغه خبره ریښیا وه که دروغ. که دروغ یی ویلی وی باید مجازات شی او که خبره یی ریښتیا وی بیا نو حکومت واقعآ پاکستان ته سر ټیټی ده او اوسنی ریس هم له یوه غلام څخه کم ندی.

سلیمان زاهد

غنم خوبه ضرور خراب وی ، ځکه د هجرت په کمپونو کی همدغو پنجابیانو به د امریکی او کاناډا غنم پټول او مهاجرو ته به یی خراب او وراسته غنم ویشل ، خو هلته مو هم مشران ملایان ول، تل یی شکر پری ایستلو او اوس هم شکر پری او باسی ، په روزی کی خو عیب لټول هسی هم ښه کار ندی

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx