روغتیا

د پکتیکا په لرو پرتو ولسوالیو کې ګرځنده کلینیکونه فعال شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۰ل): د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حکمت الله عصمت وایي چې ددغې ولایت په پنځو لرو پرتو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیایي کلینیکونه فعاله شول.

د باختر خبري اژانس د خبر په وینا، د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د OHPM موسسې په همکارۍ ددغه ولایت په خوشامند، وازیخوا، خیرکوټ، سروبي او برمل ولسوالیو کې ګرځنده روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي.

خبر زیاتوي چې دغه ګرځنده مرکزونه په مختلفو روغتیایي برخو کې په اړینو وسایلو سمبال دي.

ډاکتر حکمت الله وایي چې دغه ګرځنده روغتیایي کلینیکونه په یادو ولسوالیو کې په دوامداره توګه فعالیت کوي.

نوموړي په ډاګه نه کړه چې په څومره شمېر دغې مرکزونو ته خلک مراجعه کوي، خو ویل کیږي چې دا مرکزونه د یونیسف لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx