افغانستان

د جان کېرې په سپارښتنه د لاسلیک شوې اعلاميې جزییات په ډاګه شول

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په مشرۍ د ناندریزو ټاکنو دواړو نوماندانو ترمنځ د لاسلیک شوې اعلاميې جزییات تېره ورځ ناوخته را څرګند شول.

د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ په لاسلیک شوې اعلامیه کې درې مادې راغلې. لومړۍ ماده يې د اساسي قانون په رعایت کولو په راتلونکي حکومت کې د اصلاحاتو او سمونو اړوند ټینګار کوي.

په دوهمه ماده کې ویل شوي دي، چې دواړه نوماندان به پر هغو ژمنو کلک درېږي، چې د چنګاښ په یوویشتمه يې پرې هوکړه کړې وه.

په درېیمه ماده کې بیا راغلي، چې باید ژر تر ژره یوه کاري ډله جوړه او وګمارل شي، څو د رایو د بیاکتنې پروسه بشپړه کړي او د دې بشپړېدو وروستۍ نېټه وټاکي، پر دې سربېره همدا کاري ډله د راتلونکي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه کره کړي او هم د تفصیلي هوکړه لیک پر مسودې کار پیل کړي.

د دې اعلاميې په لومړۍ ماده کې په داسې حال کې د اساسي قانونو په رعایت ټینګار کېږي چې په دویمه ماده کې يې د اساسي قانون خلاف د اجرايوي پوسټ د هوکړې پر ژمنو د ټينګې درېدا ژمنې اخیستل شوي دي.

په دویمه ماده کې دواړه نوماندان په دې مجبور دي، چي د چنګاښ په یوویشتمه د اجرايوي پوسټ پر ژمنو کلک ودرېږي.

ویل کېږي چې د غه اجرایوي پوست به وروسته په صدارتي هغه بدل شي.

تر اوسه نه ده مالومه چې، د دې اعلاميې تفصیلي مسوده به کله تیاره او په تفصیل کې به يې څه ور زیات شي.

د ټاکنیزو ناندریو د حل په موخه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا دویم سفر دی.

ویل کېږي، چې د امریکا دې مستقیمې مداخلې د افغانانو باور پر خپل ټاکنیز کمیسیون او ټولې پروسې له منځه وړی او دوی ته نور په زبات رسېدلې، چې رایې بې ارزښته لاړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هاشم ظاهري افغان

زموږ په کلي (کشاڼي، درقد، تخار) کی چي کله پر یو شي جنجال را پیدا سي خاص کر پر ځمګي، نو د کلي سپین ږیري (سپین سترګي) بیا فیصله داسي کوي چي هغه شی پر مابین نیم کړي او وايي « بلا يي ورپسې، چي په یو قسم سوله راسي هغه ښه دی». نو بیا که دلته مظلوم چغي ووهي او نارې کړي چي زما سره ظلم وسو، بیا بیرته ورته همدغه سبین سترګي اربابان (ربابان) وايي دا وګوره دا ظالم دا ناروا، دا خو د سپین ږیرو خبره نه مني، باید جریمه سي او پسه حلال کړي او خپل… نور لوستل »

شاکر الله

الله دی لعنت کړی په دواړو بغیرتو باندی مونږ څومره چغی او ناری د اشرف غنی بغیرته لپاره اوهلی او حتی مونږ دبابا په نوم په خپلو مجلوسونو کی یادولو او اخر ده بغیرته دیو څو لوچکانو په پټکو او تش په نوم تهدیدونو باندی داسی یوحکومت راوستولو چی دافغانستان په تاریخ کی ساری نلری هماغه دکفن کش قیصه ده خلک به کرزی ته ډیری دعاګانی وکړی هغه اخر دا د بغیرتوب قراردادونه شاته په پرده کی امضا کول او دوی شرمخان د تلویزن په مخ

سباوون برئ

دا هغه کیسه شوه ، چی یوې ګیدړی یوه مرغه نیولې وه ، مرغه ګیدړی ته ویل ، چی زه خو دی ونیولم ، اوس نو دخدای شُکر وکړه ، کله چی کیدړی خوله خلاصه کړه او دخدای شُکر یی پر ځای کاوه ، مرغه یی دخولی والوته او لیری پر یوه هڅکه ونه نیناسته ، او کیدړی ته یی ویل ، چی د نعمت د نه خوړلو مخکی د څشی شُکر کوی؟
اوس هغه چی اشرف غنی ته بابا ویل ، ددې مرغه او کیدړی کیسی ته ورته دې
او خدای دی پر افغان ملت و رحمیږی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x