افغانستان

اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې خپل دفتر خلاص کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۰ل): د اسلاي همکاریو سازمان په کابل کې خپل دفتر خلاص کړ او ډاکتر محمدسعید العیاش د دغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه کار پيل کړ.

د ډاکتر محمد سعید العیاش د معرفي کېدو خبر د اسلامي همکاریو سازمان پر خپل رسمي ټویټر ورکړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د لیندۍ په ۲۸مه تصمیم نیولی و چې د افغانستان د چارو لپاره به یو ځانګړی استازی معرفي کړي او د افغانستان سره د بشري مرستو لپاره به یو مالي صندوق هم ایجاد کړي.

د راپورونو له مخې د اسلامي همکاریو سازمان مالي صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته هم کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ههه، څنګه ژر او پر وخت يې د افغانانو لاسنيوي ته ودانګل او څونه ډېره مرسته يې کړې ده؟!

الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی چه به راست کی یی خونخواره امریکا قرار لری هر هیواد، هر قوم ، هر نهاد، هر ګوند، هر دین او هر مذهب د پاره جلا جلا خلک روزلی چه به هغه ساحه کی یی تر دکتوری زده کړی تر لاسه کړی او د هغو په ټولنیزو جوړشتو، فرهنګ او عاداتو او خصلتونه د هغه ځای تر خلکو ښه معلومات لری هغوی هغو نهادو، هیوادو، ګوندونو او قومونو ته به جلا جلا بڼو ورځی لمړی ورسره د هغو د خوښی دوستی پیلوی، بیا یی په مالی مرستو او پیرزونو سره عادی کوی او د هر ډول عیاشیو… نور لوستل »

طوطی

بیانزی صیب: استخبارات ضرور. سیستم ورته جوړ کړه نور پریږده چی هر څوک خپل کار وکړی. حکومت بیا نو د څه لپاره دی په هره اداره کیدی استخبارات مقرر کړی او ودڅاری. پداسی رقم سره ته بیا له دنیا سره تعامل کولی نشی شل کاله نور به مو هم نړی په رسمیت ونه پشژنی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx