نظــر

روس او امريکا په اوکراين کې

ميا نور اغا

شوروي په افغانستان کې له ماتې وروسته په دې ونه توانیده چې مستعمره هیوادونه په واک کې وساتي, ځکه یې د مستعمره هیوادونو خپلواکي ومنله او ازادي یې ورکړه, اوکرین هم د شوروي له مستعمره هیوادونو څخه و چې په افغانستان کې د شوروي له ماتې څخه وروسته ازادي تر لاسه کړه, اوکرین د خپلې حاصل خیزې اراضي او د شوروي په وخت کې د صنعت لپاره د زیاتې توجه له امله بډایه هیواد دی, ځکه امریکا او د ناټو غړي هیوادونه پکې زیاته دلچسپي لري, همدارنګه په یورپ کې داخل دی، ناټو د خپلې پراخۍ فکر هم لري کوښښ کوي چې د خپل حریف روس د تضعیف او خپلې نفعې لپاره ترې کار واخلي, له دې هر څه سره د اوکرین اوسنی ریس جمهور یهودي دی چې پخوانۍ سیاسي سابقه نه لري بلکې یهودي لابيګیرانو ورڅخه د کار سړی جوړ کړی له خندونکي ډرامه نګار څخه یې د سیاست تاجدار چوړ کړی, یهود چې په ټوله نړۍ کې خطرناکه سیاسي او حکومتي لابيګیري کوي او د صیهونیت خطرناک عزائم یې په نظر کې دي, د اوکرین حکومت هم د دوی په لاس کې دی, له دې امله د اوکرین ریئس جمهور چې کله له ناټو ناامیده شو له اسرائیلو څخه یې د مداخلې غوښتنه وکړه.

روس د پوټین په مشری کې له ولیدلي حالت نه ورو ورو په پښو ودرید او تقدیر یو ځل بیا د دوی ستوری هغه وخت روښانه کړ چې امریکا د ناټو له اتحادې سره په افغانستان حمله وکړه چې له شلو کلو وروسته یې په ماتې او شرمیندګۍ بدله شوه, روسانو د امریکې ضعف درک کړ له دې امله یې اوله مانورې په سوریه کې وکړه, د اسد حکومت چې د دوی سابق کمونستي متحد و له پرزیدو وساته او امریکایان یې په ښکاره وننګول, په دوهم پړاو کې یې په پخوانی مستعمر هیواد اوکراین چې امریکا او ناټو یې د زرو غصب ته ملا تړلې وه او د روس خلاف آله یې ګرځوله له تهدیداتو وروسته حمله وکړه چې له یوې هفتې راهسې په اوکرین د اور لمبې بلې دي ابادۍ یې ویجاړيږي وګړې یې په اروپا د تیښتې له امله ورمات دي , مرګ او زخم خو هسې هم ورسره تړلي دي.

اوس به څوک زياته ګټه کوي، روس که امريکا+ناټو؟
1- روسانو له جنګ سره د مذاکراتو دروازه هم خلاصه ساتلې, که مذاکرات کامیابیږي هم به د روسانو له شرائطو سره کامیابیږي ځکه دوی غالب دي او اوکرین هم اعلان کړی چې ناټو مونږه په جنګ کې یوازې پریښي یو خپل ضعف او بربادۍ په سترګو ویني.

2- او که مذاکرات ناکام شي روسانه به اوکرین نیسي او د خپلې خوښې ګوډاګی حکومت به جوړوي, چې په دې صورت کې د ناټو او امریکا عزائم چې اوکرین پورې تړلي وو خاورې کیږي او روسان په خپلو مستعمره وو برلاسي کیږي.

3- همدارنګه په امریکې د خپلو متحدینو اعتماد کمزوری کیږي ځکه دوی اوکراین له روسانو اونه ژغوره بلکې یوازې یې پریښود.

1- امریکایان به کوشش وکړي چې جګړه اوږده شي د روسانو تلفات زیات شي او ماتې او مني, خو دا مشکله ځکه ده چې جنګونه یا په مساوي/ زیات شمیر او اسبابو سره کیږي او یا هم په عقیده او نظرې سره چې اوکراین دا دواړو کې یو هم نه لري.

2- بل دوی کوښښ کوي چې د اقتصادي بندیزونو له لارې په روسې پشار راوړي خو دا پشار که روس ته په تاوان دی اروپا ته هم لوی سر درد دی ځکه د ودی ګیس زیاته برخه له روس څخه واریدیږي همدا رنګه روس د تیلو لوی صادرونکی هیواد دی چې له بندیزونو سره د تیلو بیعې خامخا لوړیږي او نقصان به یې ټولو ته وي.
له دې سره اسلامي نړۍ له اوږدو بدبختیو وروسته د دو قطبي مستو کفري غوایانو له سرتمبګي لرې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx