دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام درېم خليفه حضرت عثمان رضي الله عنه!

محمدالله عباس

نوم يې عثمان , ابو عبدالله او ابو عمر يې كنيت , او ذوالنورين يې لقب وو . د پلار نوم يې عفان او د مور نوم يې اروى و , د پلار له لورې يې د نسب پوره لړۍ داسې ده : عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي. او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ په دې ډول ده : اروى بنت كريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , په دې ډول حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه د نسب په پنځمه كړۍ کي له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي.

د حضرت عثمان رضي الله عنه د مور مور (نيا) بيضاء ام الحكيم د عبدالله بن عبدالمطلب سكه خور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه , له دې پلوه حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه د مور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلوى هم تړل كيږي.

د حضرت عثمان رضي الله عنه كورنۍ د جاهليت په زمانه كي هم د عربو په منځ كې ډېره محترمه كورنۍ ګڼل كيده, او د خپل پت, رياست او جنګونو له امله يې په نورو قومونو كې ځانګړې بڼه لرله. د حضرت عثمان رضي الله عنه نيكه اميه بن شمس د قريشو د قبيلې مشري په غاړه درلوده, د اموي خليفه ګانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته كيږي له همدې كبله د (امويين) په نامه باندې پيژندل كيږي.

د قريشو قومي بيرغ (عقاب) هم د همدې كورنۍ په قبضه كي وو , د فجار د مشهورې جګړې سرلښكر حرب بن اميه او د زور اوځواك څښتن د اسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط , همداراز ابوسفيان بن حرب چې د اسلام له راوړو مخكي يې د بدر د غزا پرته په نورو ټولوغزاګانو كي د قريشو د مشر په توګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله كوله د همدې (اموي) كورنۍ سترګي اوڅراغونه وو.

د حضرت عثمان رضي الله عنه د عمر څلورديرشم پسرلى په راتلو وو چې په مكه مكرمه كي د توحيد زړه راښكونكي اوازونه پورته شول , د ملكي رسم او رواج او د عربو د مذهبي تخيل له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو د فطري سپېڅلتيا , ريښتينولى او ديانت درلودو له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه حق ته د رابلونكو شاځلمو له دې اوازونو قبلولو ته تيار وو.

د اسلام لومړي خليفه حضرت ابو بكرصديق رضي الله عنه چې كله ايمان راوړ نو د اسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده وبلله نو ځكه يې د خپلو ملګرو په كړۍ كې د اسلام د تلقين او لارښوونې په كار پيل وكړ , د جاهليت په زمانه كې د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه له حضرت عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملګرتيا درلوده , او ډېرى وختونه به يې ډېر ځانګړي مجلسونه سره كول د همدې پيژندګلوي له امله يوه ورځ حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او د اسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل كړې د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه خبرو په حضرت عثمان رضي الله عنه دومره
اثر وكړ چې حضرت عثمان رضي الله عنه د نبوت دربار ته په تللو سره د اسلام قبلولو ته چمتو شو.

دواړه ملګري د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته د ورتلو په تكل كې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ, كله چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم سترګې په حضرت عثمان رضي الله عنه ولګېدې نو ورته ويې فرمايل : عثمانه د خدای جل جلاله جنت قبول كړه , زه ستا او د ټول انسانېت د لارښوونې له پاره ټاكل شوى يم . د نبوت د ژبي دې ساده او پاكو تورو پر حضرت عثمان رضي الله عنه دومره اغيزه وكړه چې بې اختياره يې د (اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) كلمه ترخولې ووته او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک لاس كې يې خپل لاس وركړ او د اسلام سوچه او حق دين يې ومانه.
د حضرت عثمان رضي الله عنه شمېر له هغو كسانو څخه كيږي كومو چې آن د جاهليت په زمانه كې ليک لوست تر سره كړي وو.

د حضرت عثمان رضي الله عنه حليه!
حضرت عثمان رضي الله عنه ډير ښكلى او ښايسته غنم رنګى سړى وو, قد يې برابر, پوزه يې لوړه او بند درلودونكې وو , مخ يې له غوښې ډک او د چيچک لږ لږ داغونه هم ورباندې وو, ږيره يې ګڼه او لويه وه , د سر ويښتان يې ګڼ او ډېر لوی وو چې څڼې يې آن تر غوږونو پورې رسيدل , د ځينو رواياتو له مخې به يې په ويښتانو نكريزي هم لګول , غاښونه يې تک سپين , ځليدونكي , پرله پسې او د سرو زرو په تارونو باندې ټينګ كړي وو .

د حضرت عثمان رضي الله عنه واده!
د اسلام له راوړلو وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه ته هغه وياړ ور په برخه شو كوم چې ډېرو صحابۀ كرامو ته نه وو ور په برخه شوى , هغه دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته خپله لور حضرت رقيه رضي الله عنها په نكاح وركړه او د خپل زوم توب وياړ يې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه كړى.
حضرت رقيه رضي الله عنها لومړى دابو لهب د زوی عتبه په نكاح كې وه مګر د اسلام له راتلو وروسته د ابو لهب له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمني دې پوړ ته رسېدلې وه چې خپل زوی عتبه يې دې ته اړ كړ چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم پتمنې لور ته طلاق وركړي هماغه وو چې عتبه طلاق كړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له حضرت عثمان رضي الله عنه سره نكاح وتړله.
نوري ميرمنې او اولادونه !
حضرت عثمان رضي الله عنه تر يوه ډېر ودونه كړي وو لومړنی واده يې لکه څرنګه چې مخکې وويل شول له حضرت رقيي رضي الله عنها سره شوې و , او له هغې څخه يې عبدالله نومې زوی پيدا شوې و، د حضرت رقيې رضی الله عنها له وفات وروسته يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له دوهمې لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها سره نكاح وكړه هغه هم شپږ كاله وروسته په حق ورسيده او له هغې څخه يې كوم اولاد نه دى پيدا شوى.

له هغې وروسته يې له لاندې ميرمنو سره نكاح كړي وه:
فاخته بنت غزوان : له دې څخه يې هم د عبدالله په نوم هلک پيداشو چې په وړوكوالي كې مړ شو.
ام عمرو بنت جندب: د دې څخه يې عمرو, خالد , ابان , عمر او مريم پيدا شول.
فاطمه بنت وليد: دا د حضرت عثمان رضي الله عنه د زامنو وليد او سعيد مور وه .
ام ا لبنين بنت عتيه : د دې څخه يې عبدالملك نومى ماشوم پيداشو چې په وړوكوالي كي مړ شو.
رمله بنت شيبه : عايشه , ام ابان او ام عمرو د دې څخه پيداشوي وو.
نائله بنت فرافصه : دا د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت په مهال موجوده وه .
په زامنو كې يې حضرت ابان وتلى دى او دبنو اميه په زمانه كي د ځانګړي اعزاز څښتن وو.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم له دوو لوڼو (حضرت رقيه رضي الله عنها او حضرت ام كلثوم رضي الله عنها) سره په پرله پسې ډول د نكاح كولو له امله حضرت عثمان رضي الله عنه ته د (ذوالنورين) (دوو رڼاوو ( رقيه ,ام كلثوم, خاوند) لقب وركړل شو.

حضرت عثمان رضي الله عنه په لاندې غزاوو كې ګډون كړى و:
د احد په وتلې غزا كې حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون درلود ,همدا راز د هجرت په څلورم كال كې چې د ذات الرقاع غزا پيښه شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا ته ولاړ او حضرت عثمان رضي الله عنه ته په مدينه منوره كې د قايم مقام لوی وياړ ورپه برخه شو . بيا د بنو نضيرو دجلا وطنۍ او په پنځم هجري كې د غزوه خندق په پيښو كې هم حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون كړى دى .د هجرت په شپږم كال چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د كعبې شريفې د ليدلو هوډ وكړ ، نو كله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو دوی ته خبر ورسېده چې مشركين جنګ ته تيار ناست دي خو څنګه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم موخه د جنګ كول نه وو نو ځکه يې حضرت عثمان رضي الله عنه د مشركينو لورې ته دسولې له پاره د مسلمانانو د سفير په توګه وروليږه.

د حضرت عثمان رضي الله عنه ځانګړتياوې!
۱- د حضرت عثمان رضي الله عنه تر ټولو لويه ځانګړتيا دا وه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم دوې لوڼې يې په پرله پسې ډول په نكاح كې راغلې وې.
۲- حضرت عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو ددريم خليفه په توګه وټاكل شو .
۳- حضرت عثمان رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورباندي د جنت زيرى وشو.
۴- د حضرت عثمان رضي الله عنه په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : ان عثمان اول من هاجر باهله من هذه الامة
ژباړه: عثمان د دې امت تر ټولو هغه لومړى سړى دى چې له خپلې كورنۍ سره يې هجرت وكړ .

۵- حضرت عثمان رضي الله عنه په مدينه منوره کې يوه څاه د مسلمانانو لپاره د يوه يهودي څخه په دوو وارو په شل زره درهمه واخيسته او عامو مسلمانانو ته يې وقف كړه .

۶- حضرت عثمان رضي الله عنه د خپل ښه ليک د ليكلو له كبله د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې د وحي دليكوونكي په توګه وټاكل شو.

د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په مهال فتوحات!

د طرابلس د فتحې لپاره كه څه هم د هجرت په 25 كال تياري شوې وه خو خونړى بريد ورباندې په كال 27 هجري كې ددحضرت عبدالله بن زبير اوحضرت عمرو بن العاص او حضرت عبدالرحمن بن ابې بكر رضی الله عليهم اجمعين غوندې وتلو جهادي سرلښكرو تر ځانګړې مشرۍ لاندې وشو .كله چې طرابلسي مشرانو وليدل چې د مسلمانانو مقابله ممكنه نه ده نو په دې جګړه كې د مجاهدينو د عمومي مشر حضرت عبدالله بن ابي السرح رضي الله عنه حضور ته راغلل او په 25 لكه ديناره يې سوله وكړه.

افريقيه: كومو سيمو ته چې نن الجزائر او مراكش ويل كيږي هغه هم د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې د حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې د هجرت په 26 كال فتح شوې.

اسپين: نننۍ هسپانيه هم د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې د حضرت عبدالله بن نافع بن عبد قيس او حضرت عبدالله بن نافع بن حسين رضي الله عنهما تر ځانګړې څارنې لاندې فتح شوه .
قبرص: چې نن د (سائپرس) په نوم باندې يادېږي, د روم او شام بحر ته څيرمه خورا شنه او زړه راښكوونكي جزيره او د اروپا او روم له لورې د مصر او شام د فتح كولو لپاره د دروازې بڼه لري پر دې سيمه هم د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې د اميرالبحرحضرت عبدالله بن قيس حارثې رضي الله عنه او بيا د هغه له شهادته وروسته د حضرت سفيان بن عوف ازدي رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې د لاندې شرائطو په منلو سره سوله وشوه:

1- قبرصيان به اووه زره ديناره كلنى خراج اداء كوي.
2- په بحري جنګونو كي به قبرصيان د مسلمانانو د دښمنانو د خوځښت يا نقل وحركت خبر مسلمانانو ته وركوي.
3- مسلمانان به د قبرص د ساتلو پړه په غاړه نلري.

خو د هجرت په 33 كال قبرصيانو دا پريكړه ماته كړه او د مسلمانانو په مقابل كي يې د رومي جهازونو مرسته وكړه , ځكه نو حضرت امير معاويه رضي الله عنه ددوهم ځل لپاره په قبرص بريد وكړ او هغه زمكه يې د مسلمانانو تر سلطې لاندي راوسته.

د هجرت په ديرشم كال حضرت عبدالله بن عامر او حضرت سعيد بن عاص رضي الله عنه په دوو ځانګړو لارو د خراسان او طبرستان لورې ته مخه وكړه . د سعيد بن عاص رضي الله عنه سره حضرت امام حسن , حضرت امام حسين, حضرت عبدالله بن عباس, حضرت عبدالله بن عمر, حضرت عبدالله بن عمروبن العاص او حضرت عبدالله بن زبير رضوان الله تعالى عليهم اجمعين غوندي جليل القدره صحابۀ كرامو ګډون درلود او دې كسانو د خپل پر مختګ په ترڅ كي د حضرت عبدالله بن عامر رضي الله عنه تر رسيدو مخكي جرجان ,خراسان او طبرستان فتح كړل.

عبدالله بن عامر رضي الله عنه خپله ورسپارل شوې دنده مخ پر وړاندې بووله او د هرات ,كابل او سجستان له فتح كيدو وروسته يې د نيشاپور لورې ته مخه كړه او هلته يې اسبرائن ,ارغيان او نورې څيرمه سيمې ونيولې نيشاپوريانو له دې ښار څخه څو مياشتې دفاع وكړه خو بالاخره دې ته اړ شول ، چي د كال اوو لكو درهمو په وركولو سره د اسلامي لښكر سره سوله وكړي.

عبدالله بن عامر رضي الله عنه له نيشاپور وروسته حضرت عبدالله بن خازم د سَرَخس په لورې وليږه او پخپله يې د ماوراءالنهر لور ته مخه كړه د سَرَخس اوسيدونكو اطاعت قبول كړ او دماوراءالنهر اوسيدونكي له عبدالله بن عامر رضي الله عنه سره سولې كولو ته اماده شول حضرت عبدالله بن عامر رضي الله سوله ورسره وكړه او قسي بن الهيثم رضي الله عنه يې خپل قائم مقام وټاكلواو پخپله د سامان وړلو سره پلازمينې ته ستون شو.

د هجرت په 31 كال د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې خبيب بن مسلمه فهري آرمينيه فتح كړه . د هجرت په 32 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه تر قسطنطنيي پورې ټولې سيمي فتح كړې . په همدې كال عبدالله بن عامر مرو, طالقان , فارياب او جوزجان فتح كړل . د هجرت په 33 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه د روم د خاوري په حصن المرأة سيمه بريد وكړ.

د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت پېښه!
كه څه هم د بصرې، كوفې او مصر فتنه اچوونكي چې په زور او زياتي سره د خپلو ناروا غوښتنو د پوره كولو لپاره راغلي وو، په لومړي ځل د حضرت علي رضي الله عنه په دريم ګړيتوب سره بيرته ستانه شول او خلكو نوره دا هيله درلوده چې د اسلام په چمن كې به چې له شپږو كلونو راهيسې د خزان بادونو وهلي وو اوس يو پسرلى راشي خو يوه ورځ په ناڅاپي توګه د مدينې په كوڅو كې د اسونو د قدمونو غږ شو صحابۀ كرام وويريدل او د كورونو څخه راووتل چې ويې كتل نو دا فتنه ګر بيا راغلي او د (انتقام,انتقام) چيغې وهي .
حضرت علي رضي الله عنه له دوی څخه د بيرته راتللو لامل وپوښت دوی ورته وويل چې موږ په لاره د تلو په وخت د خلافت د دربار يو قاصد وليد چې ډېر په چټكۍ سره روان و نو ګمان مو وكړ چې ګواكې د حضرت عثمان رضي الله له لورې به زموږ په اړه د مصر والي ته څه احكام جاري شوي وي نو كله چې مو له دې سړي څخه تالاشي وكړه نو يو ليک مو ورڅخه راپيدا كړ چې په هغه كې د مصر والي ته لارښوونه شوې وه چې د مصر والي دې زموږ سرونه پرې كړي ځكه نو د حضرت عثمان رضي الله عنه د دې ژمن ماتي (وعده خلافي) له كبله د هغه څخه كسات اخيستلو ته راغلي يو.

كله چې حضرت عثمان رضي الله عنه ته د دې ليک خبر ورسيد نو لوړه يې وكړه چې زه له دې ليك نه هيڅ خبر نه يم او ماته د دې ليک په اړه هيڅ معلومات هم نشته , كله چې فتنه ګرو دا خبره واوريده نو وې ويل چې كه څه هم دا كار به مروان كړى وي خو يو خليفه دوخت چې دومره كمزورى شي چې هغه ته د داسي امورو په اړه هيڅ معلومات نه وي نو هغه خليفه د دې وړ نه دى چې نور دې په خلكو حكومت وچلوي ځكه يې نو وغوښتل حضرت عثمان رضي الله عنه دي له خلافته لاس په سر شي.

حضرت عثمان رضي الله عنه چې د دوی له دې غوښتنو څخه خبر شو نو وې فرمايل: ترڅو په ما كې يو نفس ساه موجوده وي نو دغه د خدای جل جلاله له لورې راكړل شوى منصب به پرې نږدم او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وصيت سره سم به د خپل ژوند تر آخري سلګۍ پورې صبر غوره كړم.

د حضرت عثمان رضي الله عنه د انكار له امله باغيانو د خلافت دربار ټينګ محاصره كړ، چې تر څلويښتو ورځو پورې يې په پرله پسې ډول دوام درلود په دې موده كې د حضرت عثمان رضي الله عنه ځای ته يو غړپ اوبه وروړل هم جرم وبلل شو . حضرت عثمان او حضرت ابی بن کعب رضي الله عنهما څو ځله د باغيانو د پوهولو لپاره ويناوې وكړې خو په باغيانو باندې دې ويناوو هيڅ اثر ونه كړ او حضرت عثمان رضي الله عنه يې آن د لمانځه د اداكولو له پاره هم دباندې نه راپريښود. خو كله چې باغيانو وليدل چې د حج موسم په ختميدو دى او د دې موسم له پای ته رسيدو سره سم به خلك بيرته مدينې ته راځي او دا مساعده موقع مو له لاسه وځي نو د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهيدولو مشورې يې سره پېل كړې , حضرت عثمان رضي الله عنه چې دا حالت وليد نو باغيانو ته يې وويل چې تاسي ما په كومه ګناه وژنئ؟

په اسلامي شريعت كې خو يو چاته د بل چا وژل له دريو لارو رواكيږي : لومړى دا چې چا بدكاري كړی وي نو هغه په ډبرو ويشتل كيږي , يا كه يو څوک بل څوک په قصد او اراده ووژني نو وژونكى قصاص او وژل كيږي , او دريم چې يو څوک مرتد شي نو هغه وژل كيږي. ماخو نه د جاهليت په زمانه كې او نه د اسلام په زمانه كې بدكاري كړې, او نه مې څوک وژلي او نه له اسلام راوړلو وروسته مرتد شوى يم زه اوس هم دا شاهدي وركوم چې خدای جل جلاله يو دى او محمد صلى الله عليه وسلم د خدای رسول او بنده دى . ليكن په باغيانو يوې خبرې هم هيڅ اثر ونه كړ.

څرنګه چې له يوې خوا رسول الله صلى الله عليه وسلم د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت وړاندوينه كړې وه او له بلې خوا د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت په اړه د باغيانو مشورې روانې وې نو د حضرت عثمان رضي الله عنه د ايقين و چې شهادت د ده په برخه كيږي . رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله عنه ته د هغه د شهادت خبر وركړى و او په داسې حالت كې يې د صبر غوره كولو وصيت ورته كړى و ځكه نو ذهناَ حضرت عثمان رضي الله عنه دې ته تيار و چې يوه داسې ورځ هم راتلونكې ده او د باغيانو د محاصرې په مهال په هره لحظه كې د حضرت عثمان رضي الله عنه شهادت شونى و ,ځكه نو دا حالات حضرت عثمان رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم په پوره صبر سره زغمل .همدا راز حضرت عثمان رضي الله عنه د جمعې په مباركه ورځ خوب هم ليدلى و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت ابو بكر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما سره ناست وي او ده ته وايي چې ,,عثمانه ژر راشه موږ ستا د راتګ په انتظار يو , كله چې راويښ شو نو حاضرينو ته يې خوب ووايه او خپلې ميرمنې ته يې وفرمايل چې زما د شهادت وخت راغلى او باغيان ما شهيدوي , هغې ورته وويل چې اميرالمؤمنينه! داسې نشي كيدای,حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل چې ما خوب ليدلى.

همدا راز په يوه بل روايت كې راځي چې : رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله ته ووايي چې عثمانه : نن جمعه له ما سره ادا كړه, د دې خوب له ليدلو سره سم يې خپل شل غلامان راوبلل او ټول يې ازاد كړل , قرآنكريم يې پرانست او په تلاوت باندې بوخت شو.

هماغه و چې باغيانو د خپلې ناوړې موخې د پوره كولو په موخه د حضرت عثمان رضي الله عنه پر كور بريد وكړ حضرت امام حسين رضي الله عنه چې د دروازې په څارلو ټاكل شوى و له لږ دفاع كولو وروسته زخمي شو , څلورو باغيانو تر ديوال ورټوپ كړ او د بام سر ته وختل.

د حضرت عثمان رضي الله عنه پر كور باندې د باغيانو له لورې بريد پېل شو, باغيان د حضرت عثمان رضی الله کور دننه شول هغه مبارک يې په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې د قران کريم په تلاوت بوخت و.

انا لله وانا اليه راجعون

تر دوو ورځو پورې د حضرت عثمان (ذوالنورين) رضي الله عنه جسد مبارک بې ګور او كفنه پروت و ,په حرم رسول كې قيامت جوړ و ,د باغيانو له ويرې چا دحضرت عثمان رضي الله عنه لورې ته هم نشوای كتلای څه خو يې ښكاره ښخول وه, د دوشنبې د ورځې له تيريدو سره سم يو څو كسانو دسرښندنې لپاره خپل سرونه په تلي كې كيښودل او د جنازې او ښخولو همت يې وكړ,او له لامبولو پرته يې د دې مظلوم او په وينو كې لت پت شهيد جنازه له كفن وركولو پرته په خپلو وينو لمدو كاليو سره پورته كړه او له كابله تر مراكشه د مسلمانانو د دي محبوب مشر جنازه يواځي اوولسو(17) كسانو ادا كړه.

په مسند احمد كې يې ليكلي چې حضرت زبير رضي الله عنه او په ابن سعد كې يې ليكلي چې حضرت جبي بن مطعم رضي الله عنه يې د جنازې لمونځ اداكړ , او جنت البقيع ته څيرمه په (حش كوكب) نامې سيمه کې دصبر , زغم ,بېكسۍ او مظلومۍ دغه پيكر خاورو ته وسپارل شو .چې وروسته بيا دغه سيمه هم په جنةالبقيع كې ګډه شوه نن هم د جنةالبقيع په پای كې د حضرت عثمان رضی الله عنه مبارک قبر موجود دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صدیق الله پسرلی

هرمسلمان ته لازه ده چی د نبوی سیرت او د اصحابو کرامو له سیرت او ژوند سره اشنا سي او په دی اړه مطاله وکړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx