نظــر

افغانستان .. د زلزلې په زړه کې

لیکوال: عبدالرحمن فرقاني

حقیقت خو دا دی، چې وروستۍ ټاکنې افغانستان د هغه بنسټېز او ستر بدلون له مراحلو څخه یوه نوې مرحلې ته ننباسي، کوم چې کیدای شي، زموږ ګران هېواد له هغو بدمرغیو څخه وژغوري، چې له څو لسیزو څخه راپدیخوا  ورسره لاس اوګریوان دی. خو نوموړی د بدلون مرحله ډېره کړکېچنه او په عین حال کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د افغانستان د راتلونکې په هکله یوه مهمه او سرنوشت ټاکونکې پیښه هم ده، له اوس نه یې د افغانستان د بیوزله ټولنې بېلا بېل اړخونه او جوړښتونه له ګواښ سره مخ کړي دي، د افغانستان د سیاسي نظام بېلابېل اړخونه یې تر فشار لاندې راوستي او په ټول کې یې د افغانستان په سیاسي کشاله کې د ښکېلو اړخونو او د افغانستان د ځورېدلي ملت راتلونکې ترګواښ لاندې واقع کړې ده، داسې ښکارې چې افغانان د یوې سیاسی زلزلې په زړه کې واقع شوی، هر څه یې تر پښو لاندې په  ړلزه راغلي او د هغې برخلیک ټاکونکې مرحلې څخه تېرېږي، چې له یوې اوږدې مودې څخه په تمه دي، چې په بریا او سلامتیا سره ترې تېر شي.

بل لور ته تصور دا دی، چې د افغانستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو سیاسی، ټولنیز او اقتصادي جوړښتونه د تېر په څېر  د لوېديځ  ځواک د څېړنیزو مرکزونو او استخبارتی کړیو پر وړاندې،کوم پټ راز نه دی پاتې شوی، آن تر دې چې دوی په خپله د یادو سیاستونو او کړنلارو اصلي طراحان پاتې شوي دي. خو په دې وروستیو کې داسې انګېرل کېږي، چې دا اوسنۍ مرحله چې موږ پکې شتون لرو،  د افغانستان لپاره ځانګړې او بې ساره مرحله ده،  او له همدې  امله په داسې ډول کړکېچنه شوې هم ده،  چې  پخپله د لوېديځ هغه څېړنیز او استخبارتي کړۍ هم چې تر دې وړاندې د افغانستان د سیاسی، او اقتصادی سیاستونو طراحان وو، اوس د افغانستان د اوسنی وضعیت اړوند له یوه روښانه او څرګند دریځ او غبرګون څخه اوږه تشوي او اندېښنه ده، چې افغانستان د عراق په څېر خپل منځي اختلافاتو ته  د داسو ګاونډیو تر ګذار لاندې پرېږدي، چې له یوه اوږدې مودې څخه راپدخوا ورته د هضمولو پلانونه لري.

که موږ غواړو چې د افغانستان د اوسني سیاسی وضعیت په اړه څه مشخص اټکل ولرو، تر هر څه وړاندې باید په دې اعتراف وکوو، چې نوموړی اټکل د موږ ټولو لپاره ډېر ستونزمن او ګران کار دی، ځکه د ټاکنو په ډګر کې تحولات او بدلونونه ډېر ګړندي او چابک دي، د بهرنیو نړیوالو ځواکونو لاسوهنه د سیاسي ثبات او ټیکاو اساسات له ستونزو سره مخ کوي، د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې په افغانستان کې د راتلونکي سیاسی نظام جوړښت له ستونزو سره مخ کوي او د ښکیلو اړخونو تر منځ نور واټن رامنځته کوي، د انتخاباتي لوبغاړو تر منځ د لوبې اصول هره شیبه بدلون مومي، خو دا ټولو موږ په دې موخه په افغانستان کې توجیه کولی شوو، چې افغانستان د یوه ژور بدلون لور ته په حرکت کې شوی دی. افغانستان نړیوالو او دسیمې اولسونو ته وښوده، چې یوه متمدن ملت دی، د ترقۍ او پرمختګ له معاصرو مکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې وړتیا لري، اوهغه څه چې د اسلام د سپیڅلي دین له اصولو سره ټکر نه لري او د انساني ژوندانه خیر ښېګڼه په نغښتې وي، د هغه څه نه د ګټې اخیستنې خلاف نه دی. د دې ټولو سره سره غواړو، چې د افغانستان د سیاسي وضعیت او د را روان بدلون اړوند په ځینو اغیزمنو ټکو باندې ګوته کېږدو:

•    د ډیموکراتیکې پروسې سمون:

الف: ملت:

په افغانستان کې  د دیموکراسۍ د پلې کېدو په  دې لنډ لوړ او ځوړ کې  چې  کوم حقیقت د افغانستان کړېدلي ملت په دقیقه توګه درک کړی دی،  هغه دا دی، چې د دیموکراسۍ دا پروسه باید پخپل لاس کې واخلي ،  دا پروسه باید افغاني شي، تر څو د ملت اراده تمثیل  اوخلک پخپله د مصلحتونو او جوړښتونو څخه لېري د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې  د خپل ځان لپاره حکومت غوره کړي،  داسې  حکومت  چې د مصلحت او امتیاز  پر بنسټ  یې  اراده  نه  وي یرغمل شوې.

که یوه لور ته د افغانستان کړېدلی ملت د جګړو  د نړونکو  پایلو سره لاس  او ګریوان دی؛ خو بل لور ته د دغه بدمرغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره د جګړو د  نمایشی بدیل ” دیموکراسۍ” سره هم  لاس او منګولې نرموې او د نوموړې  مکرجنې  “دیموکراسۍ” سره چې د افغانستان دښمنانو د افغانستان د کړېدلي ملت د غولونې لپاره غوره کړې ده، د راکړې ورکړې په پایله کې  د افغانستان د سرلوړی ملت سیاسی شعور او پوهه دومره لوړه شوې، چې ډېر په روښانه توګه  په دې پوهېدلی  چې د خپل ځان  د  ژغورلو لپاره باید د رېښتنې” دیموکراسۍ” د پروسې سره سم خپله  رایه وکاروي،  خپله رایه  د امتیاز ورکولو او مصلحت پاللو  لپاره  نه بلکې د برنامې اوارزښتونو لپاره وکاروي،  د افغانستان د هر اړخیزې پراختیا لپاره،  نو ځکه ټول  راووتل او د خپلې ارادې د تمثیل لپاره يې په پراخه کچه رایه وکاروله، په داسې سیمو کې چې ښخینه وګړي د ډېر شدید اړتیا څخه  پرته له کورونو څخه نه وځي،  ښځینه وګړي په پراخه کچه  د رایه اچونې لپاره ووتل، تر څو د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې هغه بدلون را منځه ته کړي، کوم چې  د افغانستان د کړېدلي ملت راتلونکي د مصلحت نه لېري ، تضمینوالی شي، تر څو خپل برخلیک د رېښتنې “ډېموکراسۍ”  د معاصر اصولو سره  سم  په  خپل لاس  وټاکي،  ټول شته ګواښونه  یې و منل او نړۍ ته  یې دا پيغام په ذغرده ورکړ، چې افغان ملت یو متمدن ملت دی، که د تورې شرنګ یې د نړۍ تر ګوټ ګوټ رسېدلی، نو د قلم، معرفت، علم او پوهې  …په ډګر کې هم تر هیچا کم نه دی، خو بنسټيزه  ستونزه  بیا هم  دا ده، چې نوموړی ملت  د داسې  سیاسي مشرتابه او بهرنيو  استخبارتي دسيسو سره مخ دی،  چې د خپلو شخصي ګټو لپاره  د دوی په برخلیک لوبې کوي.

داسې بریښي، چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د تجربې هغه کوږ  بنسټ چې د  دیموکراسۍ د علمبردانو په لاس د جرمني هېواد دبون په ښار کې د افغانستان لپاره یې تهداب کېښودل شو او د افغانانو لپاره د مصلحټ پاللو او امتیاز ورکول پر اساس  یو حکومت را منځ ته شو،  د افغانانو په لاس په افغانستان کې د سمون په لور  په حرکت کې  لوېدلی، په  دې معنا چې افغانان  غواړي د دیموکراسۍ په  چوکاټ کې  د مصلحت پاللو او امتیاز اخیستلو  دغه  رټلي  اصل  ته  نور د پای ټکی کېږدي  او د  جوړ جاړیو دحکومتونو د پای  پیل اعلان کړي..

له همدې ځایه ده، چې د بهرنیو استخبارتي کړیو له لوری هڅې روانې دي او مانورونه اجرا کېږي، تر څو د افغانانو دا لاسته راوړنه ( د ډیموکراسۍ تمثیل) تر پوښتنې لاندې راولي او په پای کې یې هغه لور ته  سوق کړي، چې لږ تر لږه د دوی  مصلحتونه په افغانستان کې خوندي پاتې وي.

ب: سیاسي ځواکونه:

که د یوې دیموکراتیکې پروسې د بشپړتیا  او ريښتني تمثیل لپاره کوم عناصر اړین او اغیزمن دي، نو هرو مرو هغه ولس (عام وګړي) سیاسي ځواکونه او د انتخاباتو د تدویر لپاره خپلواک بنسټونه دي، چې نوموړې پروسه یې پر محور د بشپړتیا مرحلې ته رسېدای شي، که چېرې هر عنصر خپله دنده او مسؤولیت په امانتدارۍ او صداقت سره تر سره کړې. خو که چېرې یو له دغو عنصرونو څخه خپله دنده سمه پر ځای نه کړي او په خپلو مکلفیتونو کې خیانت او درغلي وکړي، نو د دیموکراسۍ پروسه(ټاکنې) له ستونزو سره مخ کېږي، څرنګه چې په افغانستان کې نوموړې پروسه له ګڼو ستونزو سره مخ شوه.

هغه څه چې دلته باید موږ ګوته پرې کېږدو او څرګند یې کړو ، هغه دا دي، چې کوم عنصر ؤ، چې د افغانستان راتلونکې یې له ستونزو سره مخ کړه ، د دې ستونزو او کړکیچن وضعیت  مسؤولیت په پای کې  چا ته متوجه کېږي. څرنګه مو چې وړاندې څرګنده کړه، د افغانستان کړېدلی ملت د خپل برخلیک په ټاکلو کې خپل ایماني او وجداني مسؤولیت د دینی ارزښتونو په پام کې نیولو سره تر سره کړي دی، خپل رایه  یې  په امانت سره کارولې ده او وړ کس ته رایه  ورکړې ده، هغه کس ته چې په نسبي ډول د افغانستان په ګټه کړنې په پام کې لري.. خو باید ووایو،چې  ټینګه اراده  هم  ورسره  پیدا شوې ده، چې له خپلې دغې رایه څخه تر پایه دفاع وکړي او هر هغه  نوماند ته  په کلکه ګوتڅنډنه کوي، چې بیا د د دغه کړېدلې ولس  د برخلیک پر حساب  له  هغه او دغه  سیاسي اړخونو سره جوړ جاړی و نه کړي، او د ولس ارادې او عزم  ته درناوی وکړي او که  چېرې خدایه مه کړه  د ولس پر دغه اعتماد بیا ځل معامله  وشوه، بیا به د افغانستان د ولس اعتماد د دیموکراسۍ پر دغه پروسه باندې د تل لپاره له منځه ولاړ شي! بیا به څوک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د رایو د صندوقونو لور ته ولاړ نه شي، بیا به څوک د ولسواک حکومت د رامنځته کولو لپاره د ټولټاکنو پر پروسه اعتماد و نه کړي.  د ټولې نړۍ په شهادت د افغانستان ولس خپل مسؤولیت په سمه توګه پر ځای کړی دی. نو دا باید جوته وي، چې ستونزه په  نورو عنصرونو کې نغښتې ده، نه په کړېدلي ملت کې.

 دا سمه ده، چې په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو جوړښتونه او خوځښتونه تر دېره برېده د سیاست په ډګر کې د ډیموکراتیکې پروسې سره سم د پخوالي پړاو ته د متعددو عواملو په پایله کې نه دي رسېدلي او ځینې شخصیتونه چې د افغانستان په سیاسي چاپریال کې د اغیزمنو سیاسي ځواکونو رهبري کوي، د منظمو سیاسي برنامو له لارې د سیاست ډګر ته نه دي راوتلي، بلکې د بېلو وضعیتونو له امله د سیاست په ډګر کې را څرګند شوي دي، له دې امله د سیاسي کشالو سره د راکړې ورکړې پر مهال تېروتنې کوي، چې نوموړې تېروتنې د افغانستان د ملت د برخلیک اړوند ډېرې درنې تمامېږي، لږ تر لږه په داسې صورت کې چې افغانستان  په ټولو چارو کې سمون ته کلکه اړتیا لري.

خوکه یوه لور ته د افغانستان دکړېدلي ملت  سیاسي شعور دومره وده کړې ده، چې خپل مصلحت یې د ډيموکراسۍ په لوبه کې درک کړ او خپل سرنوشت یې په ټول صداقت او مېړانه وټاکه، نو بل لور ته تمه دا ده، چې د افغانستان سیاستمداران هم خپل مسؤولیت درک کړي، د بهرنیو استخبارتي کړيو د پلانونو او دسیسو ښکار نه شي ، هغه د هیلي او امید دروازې چې د افغانانو پر مخ پرانیستل شوې دي، و نه تړي، د افغانانو پرېکړې ته درناوي وکړي، د خپل ملت برخلیک په خپل لاس وټاکې، نه د بهرنیو په لاس( جان کیري)!. دا جوته ده، چې ستونزه په سیاسي ځواک یا ځینو سیاسي څېرو کې ده، چې نه غواړي، خپلې شخصي ګټې د ولس د نیکمرغۍ په لار کې قربان کړي.

دا وېره هم په کلکه د افغانستان د کړېدلې ملت تر منځ شته ده، چې خدای مه کړه، افغانستان یو ځل بیا هغې ړندې کورنۍ جګړې ته مخه نه کړي، چې تر دې وړاندې یې د پردیو په لمسون د اقتدار لپاره په خپل منځ کې په زرهاوو بې ګناه خلک د هلاکت کندې ته ورټیل وهل.

په پای کې ویلی شو، چې دافغانستان ځورېدلی ملت غواړي په خپلو پښو ودرېږي او خپل ځان پخپله ومومي، او خپله راتلونکې د نویو او معاصرو معیارونو او ارزښتونو پر بنسټ جوړه کړي، که څه هم چې نوموړي اصول او معیارونه لا تر اوسه مشخص او پېژندل شوي نه دي، خو ټول په دې اعتراف کوي، چې تېر تر دې برېده د افغانانو په ګټه نه ؤ او په ټول کې د افغانستان ملت په ګټه نه ؤ، چې بېرته راژوندی شي او راتلونکې دومره څرګنده او روښانه نه ده، چې موږ پرې اعتماد وکوو، نو ځکه د موږ د اندېښنې او نا هيلۍ په حالت کې ښکیل یو، خو دا باید ووایوو چې موږ د لېږد په داسې حالت کې یوو، چې هر څه پکې شوني  او هر څه پکې نا شوني برېښي، د یوې سیاسي زلزلې په حالت کې ..

عبدالرحمن فرقانی
Forqani_ 604@hotmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x