ټولنیزه برخه

قاچاقي لاره‎‎ « اروپا ته د تلونکو حالت»

احمد طارق خان

خپله تللی یې خو ماته وایې چې مه راځه.
دغې کلمې زما په شمول د ډېری ځوانانو ژوند واخېست او ډېری ځوانان بیا پکې کامیاب شول خو په کُل کې یې زیاتره له دې دنیا تېر شول.

که مو د کورنۍ کوم غړی په خارج کې زنده ګي/کار کوي هغوی له موږ د لارې او د هغې(خارج) سختيانې ښې مالومې دي او نه غواړي چې د کورنۍ کوم غړی یې په دې مرګونو لارو په قاچاقي توګه له هېواده بهر نورو ملکونو ته سفر وکړي نو ځکه په دې خبره تأکید کوي چې مه راځئ لارې سخته دي د مرګ او ژوند مالومات پکې نه کېږي خو زموږ عکس العمل دغه وي چې خپله تللی دی او ماته وایې چې مه راځه.

زه خپله چې کله را روان شوم نو ډېرو خپلوانو/ملګرو راته وویل چې مه ځه/راځه خو ما نه منله او روان شوم لاره ښه پوره له سختیو او تکالیفو ډکه وه کومې خبرې چې ماته قاچاقبر کړې وې یوه یې هم رښتیا نه شوه، ماته یې ویلي ول چې لاره کې پیاده تګ چې ډېر شي ایله یو یا یو نیم ساعت به وي له دې هېڅ نه زیاتېږي خو کله چې بلوچستان نه د آیران په لور روان شوم تقریباً څلور ساعته مو د شپې پیاده مزل وکړ تر څو آیران ته داخل شو، کله چې آیران ته داخل شو هلته یې بیا یو رقم ډاټسن ډوله موټر کې ۳۰/۳۵ نفره واچولو او دا خبره یې راته وکړه چې له خپلو ځایونو وه نه خوځېږئ، که هر یو له موټر نه وغورځېده او مړ شو خون یې په خپله غاړه خو موټر حرکت خدای خبر چې د موټر سپیډ به څومره وه خو د زیات تېز باد له وجې مو سر نشو جیګولی.
کله چې د آیران او ترکیې سرحد ته را ورسېدو دلته مو هم تقریباً یو نیم ساعت پیاده مزل وکړ تر څو ټاکلي ځای(وان) ته ورسېږو.

موږ ته یې ویلي ول چې له آیران نه ترکیې ته واوښتئ هلته مو پر آسونو ټاکلي ځای ته بوځي خو هلته هم داسې وه نه شول او څه کم و زیات څلوېښت دقیقې پیاده مزل وکړ، په سبا باندې مو بیا له وان ولایت نه تر تتوان ولایت پورې مو په یخه هوا کې دوه ورځې او یوه شپه پیاده مزل کړی دی.
نو که واقعیت ته راشو او سترګې پرې پټې نه کړو نو زیاتره قاچاقبران سل سلنه دروغ وایي او د قاچاق په لاره کې دې چې ورور هم څه ویل ورسره یې مه منئ.

زه چې کله ترکیې ته را ورسېدم زیاتو ملګرو/خپلوانو مسج وکړ وای موږ هم درځو زما ټینګار په همدې خبره وه چې مه راځئ خو هغوی نه ملنه ما هم له مجبوریته ورته ویل پخیر راشئ ځکه بله چاره نه وه.

له څه ځنډ وروسته به چې راته هر ملګري ویل چې درځم نو ما به ورته وویل د یو ورور په صفت درته وایم مه راځه اول دلته چې راشې چې مریض شې ډاکټر دې نه نیسي تر څو ترکۍ تذکره وه نلرې او ترکۍ تذکره عجمو ته کله ورکوي؟

دویم: کار ته به حتمن ځې که ته مرض یې او که روغ که له مرض مرې که چوې خو کار ځای ته به ټاکلی وخت ځان رسوې.

دریم پخپل زړه هېڅ نشې ګرځېدای او یا که هم ګرځې نو د پولیسو له ډاره به لکه غل داسې ګرځې.
نو مال دغه کومې پیسې چې څه کم و زیات ۱۲۰۰/۱۵۰۰ ډالر کېږي بېځایه مصرف کوې نو هلته پرې یو وړوکی کار روزګار جوړ کړه د ورځې درې سوه وګټه خو چې شپه دې چئ د مور و پلار خوا کې وي له دې ستر نعمت بل نشته دی خو هلک بهانې کولې بیا مې ورته یوه کېسه وکړه نه پوهېږم چې دا کېسه مې چېرته اورېدلې وه.

ویل یې وایي یو کیس کار شروع کړ د موبایل کرېډېت کارتونه به یې خرڅول له میاشتو تېرېدو وروسته یې یو دانه مېز کېښود له کارتونو سره به یې یو موبایل هم خرڅوه خو د وخت په تېرېدو سره یې مېز غټ کړ یوه خوا یې ورسره موبایلونه او بله خوا به یې د موبایل کرېډېت کارتونه خرڅول له وخت تېرېدو وروسته یې د موبایلونو لوی دکان خلاص کړی خبره څه وه دا چې هلک خپل همت وه نه بایله مبارزه یې وکړه او خپل یو آرمان یې پوره کړ.
نو خبره دا ده چې مه راځئ وطن کې سپوره ډوډۍ وخورۍ خو چې شپه مو له مور و پلار سره وي دا زما لپاره لویه خبره ده.
دا مې هغه څه وویل چې پر ما او زما په څېر په زرګونو مسافرو ورونو باندې تېر شوي/تېرېږي او له همدې مسافرو یې وپوښتئ چې یوه شپه له مور و پلار سره تېرول څه او څنګه دي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx