ادبي لیکني

د نعمت الله رحیمي ژوند او فعالیتونه

عبدالوهاب مومند

شالید:
د افغانستان خاوره ډېره سرکښه ده، موږ ولیدل او تاریخونه مو ولوستل چې د هېواد څومره پیاوړي اتلان د تاریخ په حافظو کې خوندي دي، څومره لاسته راوړنې لري او څو ځلي یې یرغلګر تر شا کړي دي، د تورې ترڅنګ دوی قلموال هم ول، څنګه چې خپلو جنګیالو ته یې د تورې زده کړه ور ښوده، د دوی د فکري رغوونې لپاره یې هم سپین کاغذونه د قلم پر ژبه تورول، همدا هڅې او کوښښونه وو، چې نن د ټوکېدلي ګلونو تخم بیا د علم پر ځمکه را شنه کېږي او نننۍ خزانه د تېرې دورې دخوځښت او استقامت پوروړې ده.

لرغونې دورې خپل پړاو کلاسیک دورې ته وبښه او کلاسیک دورې د ننني غوښتنو ځواب ته مقنع دلیل ورکواینه شول، نو ځکه نوي فورمونه په پښتو ادب کې را وپنځېدل، محتوا د زمان د غوښتنې پر بنسټ وده وکړه،لرغون او کلاسیک خپل ځایونه نوې دورې ته ورکړل چې هغه د پښتو ادبیاتومعاصره دوره وه.د پخواني ګلونو ټوکېدل معاصرې دورې ته ساه ورکړه چې د پرمختګ تخمونه یې را شنه شي، په دې دوره کې نوې موضوع را سپړل کېږي او د خپلې زمانې غوښتنو ته ځواب وايي.

نور به حاشیه رویي نه کوم، زموږ د بحث اصلي عنصر ناول دی، چې په پښتو ادبیاتو کې لومړی پنځګر یې سید راحت زاخیلي دی، دده ښاغلي ناولونه مې نه دي لوستي خو د اوسني ناول انکشاف د زاخیلي صیب د قلم په برکت دی، چې اوس پکې هر تنکی لیکوال خپل قلمي هنر د داستان په چوکاټ کې کاروي. لومړي ناولونه چې ما لوستي د ښاغلي محمداجان یار، ګلاب او فرښته، هوسۍ او د محمداجان یار د ناولونو ټولګه وه چې زه یې د ناول لوستلو سره علاقمن کړم. د استاد مصطفی سالک یادونه هم اړینه بولم چې (پاتې شه باران دی!)هغه ناول و چې زه یې د داستان لیکلو ته هڅولی یم. چېرته چې د ناول نوم یادېږي نو د ارواښاد نصیر احمد احمدي نوم خامخا ذهنونو ته را ګرځي، ارواښاد احمدي صاحب په داستاني ادب کې هغه نوم و چې په تلو یې پښتو ناول ورسره یتیم شو، دده له ناولو څخه مې د پښتنو کلتور، فکري درملنه او په ټولنه کې د ناسم روایتونو ایجاد او پایښت باندې پوه شوی یم، چې څومره یې په غلطه روان کړي یوو. د احمدي صاحب په تلو باندې ډېر خواشینی شوم، مالې بیا به داسې کس پیدا نشي چې د احمدي صاحب په څېر ناول ولیکي، نهیلی ومخو تمه مې بیا ځکه پیدا شوه چېاوسني ځوانان د ناول په فورم کې لوی لاس لري، که څه هم د ارواښاد احمدي صاحب ځای نشي ډکوای خو د هغې د ناول لیکنې په لارې تېرېدای شي چې په دې وروستیو کې د نورو ګلونو ترڅنګد پښتو داستاني ادب کې نوی ټوکېدلی ګل وینم چې ناولونو یې زما پام ځان ته رانغاړلی دی، لومړی به دا ګل وپېژنو، بیا به یې د فعالیتونو او اثارونو باندې یوه رڼايي هم واچوو.

ژوند لیک:
د فرهنګي او تاریخي افغانستان په لویه خاوره کې، د وردګو، په چک ولسوالۍ، د لالاخېلوپه لرې پرتې سیمه کې د نعمت الله په نوم یو ماشوم وزېږېد، د زوکړې نېټه یې د عیسوي کال ۱۹۹۹ز سره سمون خوري،د پلار نوم یې رحیم جان او نیکه یې محمد نبي نومېږي. نعمت الله چې لوی شو، خپل ځان او کورنۍ یې وپېژنده، نو رحیمي یې خپل تخلص وټاکه. نعمت الله رحیمي په ژوند کې د زیاتو هیلو سره یواځې مزل کوه، ده خپل لومړني زده کړې تر پنځم ټولګي پورې په خپل پلارني ټاټوبي (وردګو) کې ترسره کړي دي، وروسته یې کورنۍ د ځینو ستونزه له امله کابل ته وکوچېده، رحیمي کابل کې د ښوونځي زده کړو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۸ز کال کې یې خپل د ښوونځي فراغت سند ترلاسه کړ، له دوه کاله وروسته رحیمي خپل د ګرافیک ډیزاین سند پسې هلې ځلې وکړې او پکې بریالی شو. دده هیله همدا وه چې یوه ورځ قلموال شي او خپلو پښتنو ته ښکلي داستانونه ولیکي، هیلي یې په رښتیا شوې، رحیمي صاحب اوس د پښتو ژبې تکړه داستان لیکونکی دی.

فعالیتونه او اثار:
د پښتو په داستاني ادب کې د نوي غوړېدلي ګل خوشبويي په ناول لیکلو کې ډېر معطر برېښي، چې آن مینه وال یې د لا خوشبويي غوښتونکي دي، د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ښاغلي رحیمي لیکل پیل کړ او په لنډه موده کې د ډېر پرمختګ خاوند شو، ده خپل لومړی الکټرونکي کتاب په ۲۰۲۱ز کال د «مډرن مجنون» تر عنوان لاندې خپور کړ او تر ۲۰۲۲ ز کاله پورې ناول لیکلو ښاغلي رحیمي ته ډېر شهرت وبښه. لا تراوسه یې اووه ناوله لیکلي دي، چې د مډرن مجنون، ګلابو، د چرسي زوی، مستان صوفي، وزیره، کابریکا او تر ځوانۍ په افغانستان کې هغه نومونه دي چې د نعمت الله رحیمي د لیکل شوي ناولونو سرلیک رانغاړي. نه یوازې ناول لیکل، بلکې ښاغلی رحیمي لنډې کیسو کې هم لوی لاس لري او خپل هنري تومنه یې پرې څڅولې ده. ځوان لیکوال نعمت الله رحیمي د لیکوالۍ مسلک ترڅنګ په سوشل مېډیا، ویکیپېډیا، وېبپاڼو او آنلاین کتابتون کې فعال ځوان پاتې شوی او په دې برخه کې د نورو ځوانانو لاسنیوی هم کوي، خدای تعالی دې رحیمي صیب د اوږد عمر خاوند کړي، تاریخ به شاهد وي چې اوسني قلموال ځوانان به د افغانستان د فرهنګي تاریخ په حافظو کې خوندي وي. رحیمي ګرانه! ستاسو ناولونه مې لوستلي دي او خوښ کړي مې هم دي، قلم مو تاند او د هنر ازانګې مو پياوړې اوسه.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx