دیني، سیرت او تاریخ

انسان او د کایناتو مرکزیت!

احمد ارشاد سعید

موږ د پراخه کایناتو یوه ډیره کوچنۍ برخه نیولې، دا ځکه چې موږ د اوسنۍ ځمکې هميشني اوسېدونکي نه یو، بلکې ځمکې ته د امتحان ورکولو لپاره راکښته شوي یو، ددې امتحاني دورې تر ختمېدو وروسته به بېرته د کائناتو هغې پراخۍ ته ځو چې د ټولو انسانانو پلار آدم (علیه السلام) ترې راکښته شوی دی.

د کائناتو په پرتله د ځمکې د ډیر کوچینیوالي علت هم همدا دی چې ځمکه د امتحان ځای دی او د امتحان ځای د اوسېدو ځای په پرتله همېشه کوچنی وي.

دا موضوع (چې ځمکه دارالامتحان دی) په قرانکریم کې ځمکې ته د آدم علیه السلام د راکښته کېدو له جریانه واضحه ښکاري.

الله تعالی په قرانکریم کې فرمایي:

قُلْنَا ٱهْبِطُواْ مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

(موږ وویل چې ټول له جنت څخه (ځمکي ته) کښته شئ، نو که تاسې ته زما لخوا کوم هدایت راغلی، نو هر څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، بیا به هیڅ ډول ویره پر دوی باندي نه وي، او نه به دوی وي چې خفه کیږي.) [البقره: ۳۸]

په نبوي احادیثو کې هم چې د کائناتو، جنت او دوزخ د لویوالي کومې یادونې شوي، له هغو ټولو واضحه څرګندیږي چې تر ځمکې ورهاخوا د کائناتو یوه ډیره پراخه ساحه شتون لري.

مثلا،
د کرسۍ د لوړالي په اړه راځي:

– “ اووه آسمانونه کرسۍ ته داسې دي لکه یوه حلقه (کړۍ) چې په یوې صحرا (بیابان) کې غورځول شوې وي.”[۱]( اووه اسمانونه حلقه او کرسۍ بیابان)

د جنت یوازې د یوې ونې په اړه په حدیث کې راځي:

– “په جنت کې یوه ونه ده چې پر تېز او روزلي آس سپور کس به یې په سیوري (سایه)کې سل کاله تګ کوي خو ختمه به یې نه کړي”[۲]

– په یوه حدیث کې اووه آسمانونه او ځمکې په کوچني والي کې د خردل ( شړشم ) له کوچنۍ دانې سره تشبیه شوي دي.[۳]

په بل حدیث کې د تر ټولو ټیټې درجې جنتي په اړه راځي چې د جنت دومره ساحه به یې په واک کې وي چې د اوسنۍ ځمکې لس برابره کیږي. [۴]

نو چې د تر ټولو ټیټې درجې جنتي به د ځمکي لس برابره ساحه تر واک لاندې وي، له پایه راشروع د لسم به سل برابره، د سلم به زر برابره، د زرم جنتي به لس زره برابره ، د لس زرم به سل زره برابره ساحه تر واک لاندي وي، که چیري همدا (لس برابره) د یوه مقیاس په ډول ونیسو، لمر چې د ځمکي په پرتله 109 برابره لوی دی، “ له اخره راشروع سلم جنتي به د لمر په اندازه ساحې مالک وي”، نو که تر دې لوړ د یو میلیونم او تر دې هم ورپورته جنتي خبره شي، ښایي محاسبه یې ډیره سخته شي، دا په داسي حال کې چې موږ (لس برابره) د مقیاس په توګه ونیسو، که نه د الله عزوجل بدله تر دې ډیره زیاته ده.

په دې اړه ډیر نور احادیث هم شته چې د کائناتو لویوالی ترې څرګندیږي او دا څرګندوي چې انسانان ددې ځمکي همیشنی مخلوق نه دی، دلته د امتحان دوره تکمیولي، ددې دورې تر تکملېدو او د یوم الجزا تر ورځي وروسته به بیرته د کائناتو پراخۍ ته ځي.

علماء کرام په دې اړه یوه مثال بیانوي او فرمایي:

(که چیري له یوه ماشوم څخه د مور په نس کې پوښتنه وشي چې ته به د مور د نس څخه یوې پراخي نړۍ ته ځې، نو ماشوم د مور نس په لغته ووهي چې ایا تر دې هم پراخه نړۍ شتون لري؟)

نو د انسان د اوسني امتحاني استوګنځي کوچنیوالي ته په کتو هغه نظریه قطعاً غلطه ده چې په کائناتو کې د انسان مرکزیت تر سوال لاندې راولي او یا تر انسان د اشرف مخلوق د شتون دعوه کوي، ځکه اوسنۍ ځمکه د انسانانو اصلي استوګنځی نه دی، بلکې انسانان به د خپلې امتحاني دورې تر تکمیل وروسته ( د کامیابۍ په صورت کې) د الله تعالی له لوري د کائناتو پر هغې ډیري لویې ساحې واکمن کیږي چې موږ تاسې یې جنت بولو او یا ( د ناکامۍ په صورت) کې به د هغه پراخه دورخ خاوند کیږي چې ډکېده به یې نه وي.

نو تر ځمکي ور هاخوا ډیر پراخه کائنات پراته دي چې الله تعالی به یې خپلو نیکو بنده ګانو ته په واک کې ورکوي.

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx