ټولنیزه برخه

مینه څه شی ده؟

ژباړه: شرر ساپی

له يوې سپين سرې مېرمنې نه پوښتنه وشوه؛چې (مينه) څه شی دی؟!
هغې وويل:
— د لومړي ځل لپاره مې دا کليمه له خپل پلار نه هغه وخت واورېده چې زه ماشومه وم، خپلې غېږې ته يې راجوخته کړم، ښکل يې کړم او راته يې وويل:
زه درسره(مينه) لرم…..
نو ومې ويل:
— مينه توده غېږه او سکون دی…
کله چې پېغلوټې شوم، د ګاونډي د زوی ليک راته راغی، زما نوم پرې کښل شوی و، په کې يې ليکلي و (مينه درسره لرم)…
نو ومې ويل:
— مينه جرئت او ليونتوب دی…
کله چې کوژده شوم، نامزد راته وويل:
— (مينه) درسره لرم…..
ومې ويل:
— مينه هيلې او ارزوګانې دي….
کله چې مې واده وکړ، خاوند راته وويل، (مينه) درسره لرم….
نو پوه شوم چې مينه شوق او تلوسه ده
یوه ورځ کور ته راستون شو، هر څه منظم و، ډېر خوند يې ورکړ، راته يې وويل:
— (مينه) درسره لرم…
نو ومې ويل:
— مينه مننه او درناوی دی…
کلونه واوښتل، سر کې مې سپين ولګېدل، خاوند مې سپينو ويښتانو ته وکتل، موسکی شو، بیايې وويل:
— (مينه) درسره لرم….
ومې ويل:
— مينه رحمت، زړه سوی او لورینه ده..
د زمانې څرخ واوښت، زه بوډۍ شوم او هغه سپين ږيری شو، هره شېبه راته وايي(مينه) درسره لرم……
نو ومې ويل:
— مينه وفا، صدق او اخلاص دی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx