دیني، سیرت او تاریخ

د ځوان نسل بې لاريتوب ته؛ د کفارو خاصه پاملرنه!

حسان مجاهد

د اسلام مقدس دين د نفاذ، دفاع، نشر او خدمت لپاره تر ټولو ځواکمنه او وفاداره طبقه ځوان نسل ده؛ ځکه الله تعالی په هره زمانه کې د بندګانو د هدايت په موخه خپل خاص بندګان (پيغمبران) د ځوانۍ په عمر مبعوث کړي دي؛ نبي کريم صلی الله عليه وسلم د يوې جګړې قومنده تر ټولو کشر صحابي ته وسپارله؛ د نړۍ هر کونج ته اسلام د ځوانانو په سرښندونو رسيدلی دی؛ د اسلام ستر ستر فاتحين لکه: خالد بن وليد، علي ابن ابي طالب، حسن، حسين، زبیر بن عوام، طارق بن زياد، محمد ابن قاسم ، قتيبه بن مسلم، يوسف بن تاشفين، موسی بن نصير او داسې نور ټول ځوانان وو؛ الله تعالی د کهف د زلميانو(چې د باطلې عقيدې په خلاف ودريدل) توصيف په داسې توګه کوې:
« انهم فتية امنوا بربهم وزدنهم هدی» يقيناً دوی ځوانان و، په رب يې ايمان درلود او موږ دوی ته هدايت زيات کړ. ابن کثير ددې آيت په تفسير کې وايي: په اسلامي معاشره کې چې کوم اولياء کرام تير شوي دي؛ اکثره يې ځوانان وو.

په دې اساس ويلی شو، چې کفار تر بل هر چا له ځوان نسل څخه خپل خطر احساسوي، دوی پوه دي چې يوازې دوی کولای شي، د خپل دين د دفاع په خاطر زموږ ملا راماته کړي او د دوی په مټ امکان ددې شته، چې د اسلام مبین دین دې زموږ تر پولې په چټکۍ سره راورسيږی؛ نو ځکه کفارو د ځوانانو بې لاري توب ته خاصه پاملرنه کړې ده؛ ددې کار لپاره ملياردونه مصارف کوي؛ شپه ورځ له ممکنو او غير ممکنو لارو نه کوښښ کوي، چې په څه ډول ځوان نسل بې لارې کړي، د مقاومت روحيه ترې سلب کړي، د عياشۍ او فحشا په لومو کې يې ښکيل کړي، په خپل اسلامي تمدن يې بې باوره کړي او د خپل کلتور او تهذيب لارویان يې وګرځوي.

په لاندې کرښو کې د نمونې په توګه د هغه اسبابو يادونه کوو؛ چې له مخې يې کفار غواړي، ځوان نسل بې لارې کړي:

۱_ اول : فحشا، عرياني، لوبې او فیشن.

د شک خبره نه ده، چې د يهودي (سارتر) او د هغه د انډيوالې(سيمون دی بو فوار) فکر(چې د پردي سړي او پردۍ ښځې پټ جنسي روابط او د انډيوالۍ فکر ده) ډیر ژر د ارادې له مخې له خپل هېواد څخه ختیځې اسلامي نړۍ ته صادر شو.

په دې خبره رسيدل کوم ژور فکر نه غواړي، چې د آزاد خيالۍ او بې بندو بارۍ فکر ددې لپاره منځ ته راغی، چې هغو اسلامي هيوادونو ته(چې مشران یې د صليبيانو سره په دسیسو کې يو لاس دي) صادر شي ترڅو چې د ځوانانو په زړونو کې د اسلام روح مړ شي او د جنسي غريزو او نورو فسادونو په درياب کې ډوب شي، په نتيجه کې د اسلام او د اسلام د شان او دبدبې د را اوچتولو او جهاد څخه مخونه واړوي؛ ځکه هغه زړونه چې په جنسي غريزو مشغول او د لهو لعب اور پکې لمبې وهي، هيڅکله ممکنه نه ده چې د جهاد ستړياوو ته دې تيار شي.

دا اور يوازې ځوان هلکان نه سوځوي، بلکه ښځو او نجونو ته یې هم لمبې رسیدونکې دي«رسيدلې دي» او په دې برخه کې له زياتو وسایلو څخه کار اخلي، چې عمده وسايل يې راديو، تلويزيون، سينما، ورځپاڼې، مجلې او د کيسو کتابونه دي؛ زياتې کیسې د جنسي مسايلو په هکله وي، آن تر دې چې کله ناکله د جنسي مسايلو اجراء د فلمونو په واسطه په ډاګه ښوول کيږي.

له رياض څخه خپرېدونکې «الدعوة» نومې مجلې د ۱۳۹۸ کال په ۶۳۳ ګڼه د محرم په مياشت کې (د اسلام دفاع به څوک وکړي؟) عنوان لاندې ليکي: «ځوانان مو د اخلاقو د فساد او ورانولي څخه وژغورئ! ځکه هغه مرکزونه چې د ځوانانو د تفريحي پروګرامونو په نامه جوړ شوي دي، هغه د اخلاقو فاسدولو مرکزونه دي؛ ځکه د شپې له خوا په کې داسې فلمونه ښودل کيږي، چې روغ عقل هیڅکله دا نه شي منلی چې د عربستان سعودي په شان يو مملکت کې(چې ځان د اسلام مرکز ګڼي او ځوانان يې بايد په اسلام مين او د اسلام مجاهدين وي)دا ډول فلم وښول شي. هغه ورستنی د(ګرمو پيغلو) په نامه رنګه امريکايي فلم، چې په ریاض کې د ځوانانو د سپورت په يو مرکز کې په (۲۱/۱۲/۱۳۹۸ ه ج) د پنجشنبې په شپه وښول شو؛ دا فلم هومره پريوتی فلم و، چې د سالم عقل خاوند نه شي کولای چې د فلم کيسه تشريح کړي، خالص جنسي فلم و، چې د سړي او ښځې جنسي روابط يې بالکل لوڅ ښوولي و، له دې کبله چې مراجعين يې زيات و، نو د يو ټکټ قيمت يې سل ريالو ته پورته لاړ.»

د سريالونو ستر هدف داده تر څو په خلګو کې خصوصا په ځوانانو او نجونو کې شهوت خپور کړي او دوی د شهوت پرستۍ باندې وروزل شي او د حياء او غيرت جذبه يې ختمه کړي.
لکه د نصرانيت يو مبلغ چې خپلو ملګرو ته يې د بیان په يوه برخه کې وويل: «موږ د مسلمانانو داسې نسل چمتو کړی دی، چې استعمار د هغه په انتظار کې دی، داسې نسل چې د سختۍ په وړاندې مقابله نه شي کولای، بې پروا، راحت طلبه او تمبل نسل ده، که چېرې کوم لوړ مقام تر لاسه کړي د عيش او شهوت پرستۍ له کبله کومه د ځوانمردۍ سخا نه لري.

يو بقال چې د کابل له منډوی څخه کمپلې وړي او بيا يې په اطرافي کليو او قريه جاتو کې خرڅوي، له هغه څخه چا پوښتنه وکړه چې په دغه کار کې ستا څه ګټه ده؟
بقال وويل: په دې کار کې زما دومره ګټه نشته، مګر زه ددې کار ترڅنګ بل کار ترسره کوم، په هغه کې زما زياته ګټه ده.
بقال وويل: په ۵۰ يا ۱۰۰ افغانۍ د موبايل ميموري (حافظه) اخلم بيا هغه له جنسي فلمونو ډکوم او بیا دا ميموري هره يوه په ۱۰۰۰ افغانۍ په نجونو او پيغلو خرڅوم او دوی له ما څخه زياتې خوښې دي. دا کيسه پرون د جومات ملا راته وکړه، هغه ته په منډوی کې يو عمده فروش کړې وه او تاسې سره مې ځکه شريکه کړه؛ چې ددې پټو بلاوو څخه خبر شئ!

۲_دوهم: مسيحيت ته د دعوت او له خپل دين څخه د انحراف له لارې:
دا يو منل شوی حقيقت دى، چې د تعليم په ميدان کې مسيحيانو ډېر فعاليتونه کړي دي او کوي يې، د مکتبونو څخه نيولې تر پوهنتونونو پورې تحصيلي مؤسسې يې په کار اچولې دي؛ تر څو د مسلمانانو ځوانان او نوی نسل بې لارې کړي او د خپل باطل دين زهر ورته پيچکاري کړي.
په حيدر اباد کې( د قديس ماري مدرسه) مؤلف ليکي چې پدې مدرسو کې ډېر زيات مسلمانان ماشومان درس وايي، چې پدې مدرسو کې ورته د شپې د پاتى کيدولو ځايونه، د تفريح کلپونه، د انجونو او هلکانو لپاره د ګډ او سيدو زمينه مساعده ول، د متعلمينو په منځ کې د نصراني کتابونو ويشل او د نصراني کولو لپاره پکې مختلفي لارى په کار اچول کيږي.

(جون موت) مبشر وايي: « مونږ ته لازمه ده؛ چې د تبشير په ټولو ډګرونو کې د ماشومانو په اړخ کې په کار کولو کې پوره زيار وباسو او هغوی په اسلامي هيوادونو کې د خپل کار او فعاليت ستنې وګرځوو؛ ځکه چې د اسلام فساد خپرونکي اغيزه د همغه ماشوموالي څخه پيل کيږي، لدې کبله لازمه ده چې واړه ماشومان د غټ والي نه مخکې او مخکې ددې نه چې طبيعت يې اسلامي څيره خپله کړي د مسيحيت لور ته په راګوځولو اداره کړو!»

له ياده دې نه وي وتلې؛ چې دا پريکړې په هغه پلانونو کې هم شاملې دي چې د انګلستان د مستعمرآتو د وزرات لخوا خپاره شويدي. لکه:
١- د نارينه او ښځو لپاره ګډ هستوګنځې (هاسټلونه) جوړول او په ځانګړي ډول د زده کوونکو لپاره.
٢- د ورزشي کلپونو جوړول تر څو د ځوانانو لپاره د خوشحالۍ او ساعت تيرۍ ځايونه وي.
٣- د نارينه وو ښځو لپاره مخلوطه او ګډه زده کړه.
٤- نويو او کوچنيو ماشومانو ته توجه کول او د واده په مسايلو يې غور کول.

مأ خذونه: (جنسي فلمونه، سريالونه او موسيقي ص ۴۸ )
اسلامي نړۍ نن سبا ص ۳۶/ ۴۶

(تبشير) د قاري صفي الله کوټوال ليکنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx