ټولنیزه برخه

د عدل په شتون کې زړورتوب ته اړتيا نه وي

عبيدالله رقيب

يو عالم ويلي دي: « د ولس لاسونه د هغوی د ژبو تابع دي؛ کله چې يې ژبې د ويلو توان ولري نو لاسونه يې د تخريب توان پيدا کوي.

پاچا به هيڅکله د ولس ژبې کنترول نکړي مګر که د هغوی بدنونه يې په واک کې واخيستل،
خو د ولس بدنونه يواځې په هغه صورت په واک کې اخستلای شي چې د هغوی زړونه په واک کې راولي،
د خلکو زړونه يواځې هغه وخت په واک کې اخستلای شي چې د هغوی ترمنځ داسې عدل وکړي چې خاص او عام پکې توپير ونه لري – يعنې ټولو ته د هغوی مستحق مکافات او مجازات مکمل ورکړل شي.

اسکندر د هند له پوهانو پوښتنه وکړه: عدل بهتر دی که زړورتوب؟
هغوی ځواب ورکړ :«کله چې عدل په کار واچول شي زړورتوب ته اړتيا نه پیښیږي”

انوشيروان ملامت کړای شو چې ولې ګناهګارو ته سزا نه ورکوي، خو هغه ځواب ورکړ”هغوی مريضان دي، که موږ يې د عدالت په درمل تداوي نکړو نو هغوی نور څوک لري؟!”

له اردشير نه پوښتنه وشوه: هغه څوک دی چې له هيچانه نه ويريږي؟
هغه وويل:«هغه څوک چې په حکم کې عدل کوي او له ظلمه ځان ژغوري، حق يې کومک کوي او خلک يې اطاعت کوي”

سفيان ثوري د وخت اميرالمومنين )منصور( ته وويل: يو سړی پيژنم که سم شي ټول امت به سم شي.
ول هغه څوک دی؟
سفيان وويل هغه ته يې ای امير المومنين!

المنهج المسلوك في سياسة الملوك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx