دیني، سیرت او تاریخ

مهمو استعاذو یادونه

احمد الله عاطفي

قرآنکریم انسان ته د هغه بنیادي دښمن ور پیژندلی او سپارښتنه يې کړې ده چې د هغه د پټو او ښکاره خطرونو نه د حفاظت لپاره الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.

الله سبحانه وتعالی او د هغه رحمتونو ته پناه وړل، حقیقي پناه او د خلاصون لار ده چې په قرآنکریم کې په لاندې توګه ذکر شوې.

په مجموع کې ټول پیغمبران او د الله سبحانه وتعالی مطیع بندګان خپل امورات الله سبحانه و تعالی ته سپارل چې د شیطان له ضرر او تاوانه په آمان کې پاتې شي.

سیدنا حضرت آدم (علیه السلام) ته چې کله د شیطان دوکه او دښمني څرګنده شوه، له هغه وروسته یې په هر هغه شیبه کې د استعاذې غوښتنه او دعا کړې چې د ضرر او تاوان وېره وه.

استعاذه په حساسو شیبو کې، د بیلګې په توګه د قرآنکریم تلاوت، د بدني او اخلاقي خطرونو د مخنیوي په غرض پناه غوښتل دي، دې سپارښتنو ته سترو انسانانو زیاته توجه کړې ده.

قرآنکریم د سترو شخصیتونو نومونه ذکر کړي چې الله سبحانه وتعالی ته يې د شیطان له شره پناه وړې ده.

همدا راز دا سلسله د ټولو پیغمبرانو او د مطیع بندګانو وه چې قرآنکریم د ځینو پیغمبرانو او د سترو شخصیتونو د استعاذو یادونه کوي.

لومړی: الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل دي په هر حالت کې.

أَعُوذُ بِاللّهِ، فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ ،أُعِيذُهَا، عُذْتُ بِرَبِّي ، مَعَاذَ اللَّهِ ۖ ، تَذَكَّرُوا، مُلْتَحَدًا، مَوْئِلًا،توکل ،و…

دویم : هر هغه څه ته پناه وړل چې د الله سبحانه وتعالی د مرستې اُمید او توقع سره بشپړ یقین وي، چې پناه وړل په ظاهره اسباب ته وي خو د خلاصون او ساتنې دعا الله نه وي، لکه چې قرآنکریم کې د( أوی او أووا) په توګه کلمات ذکر شوي.

۱:أَلَم یَجدِکَ یَتیمًا فَاوَی.(الضحی:۶): مګر نه يې وموندلې یو یتیم او د ټیکي ځای يې در کړ؟

۲:وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ.( الانفال:۷۴): او هغه چې (مهاجر) ته يې پناه ورکړې او د(مجاهد) مرسته او ملګرتیا يې کړې، دوی حقیقي مؤمنان دي.

پورته دواړه استعاذې روا بلکه عبادت دي.

دریم: ناروا او مذموم پناه وړل هغه چې له الله(عزوجل) پرته بل ته پناه وړل دي، ناروا بلکه کفر دی، څرنګه چې قرانکریم کې ذکر شوی، لکه:سَآوِي ،ملجأ ،یعوذون …

۱:قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ .( هود:۴۳):

ژباړه:ويې ویل: کوم غره ته به پناه یوسم چې له اوبو مې وساتي.

ان شأ الله دا هره کلمه د مورد او اذهانو روښانولو په بنأ په خپل خپل ځای کې یوه اندازه توضیح او تشریح شي.

أَعُوذُ

د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) استعاذه(قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ.(هود :۴۷)

ژباړه: ويې ویل: ای زما ربه! زه له دې پناه دروړم چې د هغه څه غوښتنه درنه وکړم چې نه پرې پوهیږم)

د سیدنا حضرت موسی(علیه السلام) استعاذه…

قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)

ژباړه: ویې ویل: الله ته له دې پناه وړم چې له جاهلانو وم.

د سیدنا حضرت عیسی(علیه السلام) د مور(بي بي مریم) استعاذه…

قال الله عزوجل : قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا.(مریم :۱۸ )

ژباړه:ويې ویل: زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.

دا پیښه د سیده بي بي مریم د حمل اخستو مرحله وه چې سیدنا حضرت جبرائيل(علیه السلام) په انساني شکل کې ورته ښکاره شو.

که پوره تفصیل غواړئ؟ تفسیر ته مراجعه وکړئ.

قال الله تبارک وتعالی: وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ.(المؤمنون: ۹۷)

او ووایه: ای زما ربه! د شیطانانو له وسوسو پناه در وړم.

وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ.( المؤمنون:۹۸ )

او له دې پناه دروړم چې خواته مې حاضر شي.

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ .(الفلق:۱)

ژباړه: ووایه: پناه وړم رب د ټولو چاودیدونکو ته.

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ.(الناس:۱)

ژباړه: ووایه : پناه وړم رب د ټولو خلکو ته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx