نظــر

د هیواد ساتونکي ته څو خبرې!

ضیاءالحق حسان
هیواد ساتل نه تنها انسانان بلکه مرغانو هم نه دي هیر کړي، دوی چې کله هم کوم ځای کې ځاله جوړه کړي ترې حفاظت او ساتنه کوي.

زموږ مبارک دین بیا د حریم دفاع د لوړو عباداتو په لیکه کې راوستې، زموږ دین کې د اسلامي سرحدونو ساتنه او دفاع کول سړی د دنیوي ویاړونو سربیره آن د جنت تر ماڼیو رسوي.

دا چې اوس د ا.ا په لیکو کې ګڼ شازلمي د هیواد ساتنې دا ویاړلې فریضه تر سره کوي ځکه خو مناسبه ده څو د هیواد نومیاليو شازلميو ته څو کرښې ولیکم.

ګرانه شازلمیه!
ستا د سرک په سر دریدل، تالاشي کول کوم عادي کار نه بلکه د لوی رب ستر عبادت دی، ستا سترګې داسې قدرمنې دې چې د دوزخ اور ورنه حیاء کوي.

ګرانه!
پوهیږې ستا د لاس اسلحه د شهید جانان د ګلابي وینو ډالۍ ده، په احتیاط ګامونه اخله، پام چې کبر غرور او لویي درنه ونه شي، له هیوادوالو سره د تالاشۍ پر مهال داسې لوړ اخلاقي چلند وکړه چې دوستان او دښمنان درته ګوته په غاښ شي.

سرتیریه!
ته پوهیږې کوم نظام چې ته یې نن ترجماني کوې او خلک نظام ستا په څېره کې ګوري په څومره کړاو د فتحې تر درشله رسیدلی.
د یو شهید واړه بچي خپل سپن ږیري بابا ته د ټلیفون په لیکه داسې ویل: بابا ته ولې نور له سفر نه راستنیږی! زموږ کور کې سړي نشته (بابا یې د ډیر غربت له امله ایران ته په سفر تللی و) د یتیم بچي د دې خبرې سره د بابا جان له سترګو اوښکې د کریوان لور ته بدرګه کیدلې.

تنکی ګلابه!
ستا په لور د نړۍ د مستضعفو مسلمانانو د امیدونو سترګې کږې دي، پام چې له ارمانونو سره یې جفا ونه کړې، په احتیاط ګامونه اخله او د کړېدلي ولس د خدمت په درشل کې خولې توی کړه.

ګرانه شازلمیه!
اوس د دې وخت رارسیدلی چې د هیوادوالو خدمت په ورین تندي، لوړ عزم او پوره حوصله تر سره کړو.

د اسلامي نظام د بقاء په هیله

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx