نظــر

طالبان که طالب ھا؟

حفيظ الدين پيرزاده

تیرہ اوونۍ مې د بي بي سي رادیو فارسي څانگې سرہ د خلیلزاد مرکه واوریدہ.
ھغه په کراتو طالبانو ته د طالب ھا کلیمه کاروله.

دوستانو!
طالبان معرفه اسم دی چې ژباړ‎ل، جمع کول او بل رنگ تصریف پکې ناسم دی.
د بیلگې په توگه کابل، سیاف، کشاف او نور معرفه اسمونه یا اسم علؔم دي.
کابل پر کابل ھا جمع کول غلط دی, ھمدا راز سیاف په تورزن او کشاف پر څوسن ژباړ‎ل ھم اشتباہ دہ ځکه چې یو خو معرفه اسمونه دي، نه یې ژباړ‎ل سم دي او نه خو سیاف داسې کوم تورزن و چې ترجمه یې سمه راشي.

پر کشاف به له تبصرې تیر شم ځکه ھغه اوس دې دنیا کې نشته.
د طالبان کلیمه اضافي مرکب دی چې اصل یې د طالبانو اسلامي تحریک دی، دلته د اسلامي تحریک اضافت طالبانو ته شوی چې اطلاق یې یواځې د ھغه خودجوشه ولسي، دیني حرکت پر افرادو کیږ‎ي چې د بنسټ ډبرہ یې کلونه وړ‎اندې مرحوم ملا محمد عمر اخوند ایښې وہ.
اوس چې موږ‎ په رسنیو کې د طالبان کلیمه وینو یا لولو نو مراد ترې د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک وي چې د وخت د سپما لپارہ یې پر لنډیز ( طالبان ) بسنه کوو.
نو ځکه د دې کلیمې ژباړ‎ہ او جمع کول پر زدہ کونکو، Students، طالب ھا، طلّاب او نورو سمه نه دہ.

خلیلزادہ بچو! فکر ته دې پام ونیسه!
______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ اوم/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

پیر زاده صیب مننه ! خایلزاد له کوچنیوالي په امریکا کې په دولتي ادارو کې کار کړی او هغه په امریکایې ګټو کې غرق دی او له بلېخوا څخه فارسي ژبی دی ! هغه خو پریږده ته ورشه وګوره چې د محسني او جلال په نوم د پوهنځي استادان طالبانو ته ډیرې سپکې خبرې کوي او داسې نر نشته چې غاښونه یې ور مات کړي او دا دواړه علانی قومي نفاق ته لمن وهي !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx