ورزش

مکسیکو: د فوټبال لوبې پرمهال د نندارچیانو ترمنځ اخو ډب، له ۴۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۰ل): په مکسیکو هېواد کې د فوټبال کورني لیګ سیالۍ پرمهال د نندارچیانو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې له کبله یې ۱۷ کسان وژل شوي او له شلو زیات ټپيان شوي دي.

د (لیګا ام اکس) لیګ کې د کوربه کوریتارو او اتلس لوبډلو ترمنځ د لوبې په ۶۲مه دقیقه کې د نندارچیانو ترمنځ شور په اخو ډب بدل شو، چې وروسته سخت تاوتریخوالی رامنځته شو او له ۴۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د نښتې له پېښېدو سره سم لوبغاړي خوندي ځایونو ته انتقال شول خو ځینو یې لا هم د نښتې مخنیوي هڅې کولې چې له تاوتریخوالي زیاتېدو وروسته دوی د لوبغاړو خونې ته ولیږدول شول.

د ګاردین ورځپاڼې د راپور له مخې، څو دقیقې وروسته یو شمېر جنګیالي چې په لاسونو کې یې چاکوان، فلزي بوتلونه او آن چوکۍ وې میدان ته ښکته شول او نور نندارچیان یې په وحشیانه توګه وهل.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شویو ویدیوګانو او عکسونو کې لیدل کیږي چې یو شمېر کسان د ټپي کېدو په سخت حالت کې شاوخوا پر ځمکه بربنډ پراته دي.

https://twitter.com/LoveWorld_Peopl/status/1500556146129653762?s=20&t=ORKZy-IuZsqD83EgwVxxmw

امنیتي پرسونل د لوبغالي دروزاې ددې لپاره پرانیستلې تر څو د ښځو او ماشومانو په ګډون نندارچیان له لوبغالي ووځي، خو راپورونه وایي چې پخپله امنیتي مسئولینو او پولیسو د پېښې مخنیوي هڅې نه دي کړي.

دولتي چارواکي وایي چې په لوبغالي کې یو شمېر پولیس په دنده بوخت وو، خو دا چې تر ډیره یې د خصوصي شرکتونو امنیتي کارمندان وو، د لوبې ویدیوګانې ښيي چې دوی د نښتې په مخنیوي کې ناکام شوي دي.

د فیفا او مکسیکو فدراسیونونو دغه وحشیانه پېښه غندلې او متاثرینو سره یې خواخوږي ښودلې، دوی له سیمه ایز چارواکو غوښتي ترڅو مسئولینو ته سزا ورکړي.

د لیګا MX مشر مایکل اریولا ویلي هغه کسان به هم مجازات شي چې په لوبغالي کې د امنیت نشتوالي لامل شوي دي، هغه زیاته کړه چې ددې اونۍ ټولې لوبې ځنډول شوي دي.

بل لوري ته د کوارتیارو ښاروال ماریشیو کوري هغه راپورونه چې ګواکې په دې پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي ردوي، او زیاتوي چې تر دې دمه هیڅوک نه دی مړ شوی، خو په وینا یې ۲۶ کسان د ټپي کېدو له کبله په روغتون کې بیستر شوي چې ځینې یې په جدي حالت کې دي. نوموړي د پېښې رامنځته کېدو لامل نه دی په ډاګه کړی.

د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون پریکړه کړې د ۲۶ ۲۰ نړیوال جام به په امریکا، کاناډا او مکسیکو هېوادونو کې ترسره شي. خو یادې پېښې ته په کتلو د فوټبال ځينې کارپوهان وایي چې دداسې پېښو د مخنیوي په خاطر دې له مکسیکو څخه د نړیوال جام کوربه توب واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx