نظــر

شهنواز تڼی هم د الله عزوجل عدالت ته ورغی

محمدالله عباس

د پخواني کمونسټ ډاکټر نجيب الله د حکومت د دفاع وزير شهنواز تڼی نن ( ٧/٣/٢٠٢٢ ) تېټه په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له لامله ومړ، تڼی د نورو کمونستانو په څېر يو وطن پلورونکی، ظالم او پرديپال شخص و، قدرمن ورور عابد علمي يې په اړه يوه ډېره په زړه پورې او جالبه خاطره ليکلې، غواړم دا خاطره تاسو ښاغليو سره هم شريکه کړم ترڅو تاسو او ټول مومن افغان ولس د کمونستانو د وحشتونو نه مزيد نور هم خبر شی
خاطره په دې ډول ده:
((زه د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې محv صل وم، ۲۰۱۲ م کال و، یوه ورځ پېښور ته د کوم کار لپاره راغلم، راباندې ناوخته شوه د شپې یوولس بجې مو له پېښوره اسلام اباد ته حرکت وکړ. دوه ساعته مزل و، تر څنګ مې یو د پاخه عمر سړی ناست و، خبرې مو سره پیل کړې، زما نه يې پوښتنه وکړه څه کار کوې او د کوم ځای یې؟! ما ویل افغان یم او اسلامي پوهنتون کې محصل یم.

ده هم ځان رامعرفي کړ، ویل یې د زه د وزیرستان یم او ما هم په اسلامي پوهنتون کې شرعیات لوستي، د افغانستان د پارلمان غړی میرویس یاسیني مې همصنفي و.
ما د کار پوښتنه ترې وکړه، ویل یې د پایپونو تجارت کوم، دا کار مې له بابا، پلار او بیا ما ته راپاتې دی، چې ښه د ګټې کار دی.

سړي د افغانستان په پخواني جهاد ښه دقیقه تبصره وکړه، بیا یې ویل، کمونستان ډېر ظالمان وو. ویل یې زه پخوا ډېر ځله کابل ته درغلی یم، پلار مې د شهنواز تڼي او د هغه د کورنۍ له مشرانو سره ټینګه ملګري لرله، موږ پخوا کابل ته هم د پایپونو تجارت کاوه چې ښه ګټه یې کوله.

ویل یې د شهنواز تڼي یوه خاطره درسره شریکوم، چې د ده د خپلې خولې خبره ده، ما او زما پلار ته یې وکړه، چې هېڅکله مې نه هېرېږي.

ویل یې شهنواز تڼي راته کیسه کوله چې هره شپه به مو په مختلفو ولایتونو کې د هغو سیمو لېست جوړولو چې سهار وختي یا سبا د ورځې به روسي او زموږ (کمونستي نظام) جنګي الوتکو پرې بمبارونه کول او ما به دا سَند لاسلیکاوه، خو یوه شپه داسې راغله چې پوره نېشه وم، لېست راته مخکې کېښودل شو، ومې نه کوت چې په کومو ځایونو به سهار وختي بمبار کېږي، له مخې مې لاسلیک کړ، خو د شپې دوه بجې چې راپه خود کې شوم، کاغذ مې راواخیست، ومې لیدل چې پر خپل کلي مې (په خوست کې هغه کلی چې ما په کې خاپوړي کړي وو) د شدیدې بمبارۍ امر ورکړی دی. ټکان مې وخوړ او ومې ویل چې باید خپل امر بېرته واخلم او داسې باید ونه شي، بېرته مې خپل امر تر سهاره په ډېر مشکل رد کړ او خپل کلی مې له بمبارېدو وژغوره.

دې کس ویل د کمونستانو په خباثت، ظلمونو او کفر کې شک نه و، هره ورځ به د دوی په ظلمونو او وحشتونو کې سلګونه مظلومان شهیدانېدل.))

الله تعالی دې ورسره شدیده محاسبه وکړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عباد

کمونستان د افغان غمیزې اصلي عاملین وو. الله تعالیٰ یې دې تل ذلیل لري.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx