ادبي لیکني

د ادبي کره کتنې محورونه

اجمل ښکلی

ادبي کره کتنه څه ده؟ او کره کتنه څنګه وکړو؟ دوه بېلې پوښتنې دي. موږ دا دواړه سره ګډې کړې او له دې نه خبره جړه شوې ده.

کره کتنه څه ده؟ د کره کتنې ماهيتي پوښتنه ده،چې پر هغو تيوريو او محورونو بحث کوي، چې له مخې يې نقد ممکنېږي. کره کتنه څنګه وکړو؟ د کره کتنې له تخنيک او ژبې سره تړاو لري. دا پوښتنه تر ډېره د ليکوالۍ د تخنيکونو اړوندېږي. کره کتونکى که ليکنۍکره کتنه کوي، څنګه يې پيل کړي؟ او څه ډول ژبه وکاروي؟ دا د ليکوالۍ له اصولو سره تړاو لري.

يوه بله مهمه پوښتنه د ادبي کره کتنې موخې دي؟ د ادبي کره کتنې موخه مازې د ادبي پنځونو ارزونه نه ده، بلکې شننه، تشريح او تبصره هم په ادبي کره کتنه کې راځي، مثلا يو شعر ډېر خوند درکړي او ته په دې پوه يې، چې د دې شعر ډېرې پټې ماناوې او ادبي خواوې له لوستونکو پټې دي. قلم راواخلې، دا خواوې يې وشنې، تشريح يې کړې، په اصل کې تا ادبي نقد وکړ او له لوستونکي سره دې د دې شعر په پېژندلو کې مرسته وکړي.

موږ د ادبي کره کتنې تخنيکي اړخ، موخې او ماهيت سره ګډ کړي دي او له دې نه ادبي کره کتنه په يوه معما اوښتې، چې څوک يې يوه لوري ته راکاږي او څوک بل.

د کره کتنې ماهيت هغه نظريې جوړوي، چې د ايجاد پر وخت پر پنځګر، پنځونه او د لوست پر مهال پر لوستونکې حاکمې وي. دا نظريې د علومو او ادب تيورۍ دي. په نوره نړۍ کې چې ادبي تيوري او ادبي کره کتنه خوا په خوا يادېږي، مطلب يې دا دى، چې دا له يو بل سره نېژدې تړاو لري، مثلا فورماليستي ادبي تيوري او فورماليستي کره کتنه او دا ځکه چې يو کره کتونکى د يوې پنځونې د کره کتنې لپاره ممکن له فورماليستي نظريې نه استفاده وکړي.

کره کتونکى د پنځونې مزاج ته ګوري، چې د کومې نظريې په رڼا کې ليکل شوې او بيا ورپسې همغه کيلي رااخلي. متن يوه قلف کوټه ده. دې کوټې ته د ننوتو او پر ماناوو او ادبي اړخونو يې د پوهېدو لپاره يوې کيلې ته اړتيا ده. څرنګه چې معياري قلفونه په هره کيلي نه خلاصېږي، داسې معياري پنځونې هم په هره نظريه نه تلل کېږي، مثلا: د نور محمد ترکي د ناولونو د راسپړلو کيلي مارکسيستي کره کتنه ده. د ځانځاني ښامار د راسپړلو لپاره که موږ له فورماليستي کره کتنې استفاده وکړو، ممکن ډېر څه پکې و نه مومو؛ خو له ارواپوهنيز او روان شننيزې کره کتنې نه پرې بريالى نقد کولاى شو. البته دا خبره نسبي ده. په ادبي اثارو کې بالعموم يوه نظريه مرکزي او نورې په دويم او درېيم مقام کې وي.

کېداى شي، په يوه پنځونه کې ګڼې نظريې ګډې وي، نو د پنځونې له مزاج سره سم کره کتونکى هم له ګډوله کره کتنې نه استفاده کوي، مثلا د صفيه حليم يوه کيسه ده، چې د ښځو پر ژوند او ستونزو ليکل شوې؛ خو ورسره يې فورم ته هم اهميت ورکړى وي او پس استعماري ځانګړنې هم ولري، کره کتونکى له دې درو زاويو د صفيه حليم پر دې کيسه بريالۍ کره کتنه کولاى شي.

کره کتنه د يوې نظريې له مخې کېږي، دا نظريې ممکن ټولنيزې، فلسفي، تاريخي او ادبي وي. د ځينو نومونه دلته اخلو: فورماليستى کره کتنه، فيمينستي کره کتنه، رغښتي کره کتنه، مارکسيستي کره کتنه، پس استعماري کره کتنه، تاريخواله کره کتنه، نښپوهيزه کره کتنه، رغښتماتې کره کتنه او داسې نورې؛ خو دا ټولې تيورۍ د پنځګر؛ پنځونې او لوستونکي پر درو اړخونو چورلي، چې لاندې يې روښانوو.

په ژبه کې زموږ خبرې درې اړخونه لري، يو ويناوال دى، دويم وينا ده او درېيم اورېدونکى دى. دا ماډل د ادبياتو د ايجاد پر بهير هم تطبيقولاى شو. په ادبي پنځونه کې يو پنځګر، دويمه پنځونه او درېيم لوستونکى دى. د ادبي پنځونو کره کتنه هم دا درې اړخونه لري. ځينې کره کتونکي پر پنځګر ډېر تمرکز کوي، ځينې پر پنځونو او ځينې پر لوستونکو.

کورش صفوي په خپل اثر (آشنايي با نظريه هاى نقد ادبى) کې د کره کتنې پر نظريو د همدې اړخونو له مخې غږېدلى. نوموړي د لرغوني يونان، روم، هند، منځنيو پېړيو، رومانتيک، ارواشننيز او زموږ کلاسيکې کره کتنې پنځګر محوره بللې دي.

تر شلمې پېړۍ پورې کره کتنو مانا د پنځګر په بطن کې ليده او د پنځګر د فکر، مهال او ټولنيزو شرايطو له مخې يې يوه متن شنه. د رومانتيکو ادبياتو په ځانګړنو کې د پنځګر فردي خيال او احساسات معيار ول.

رومانتستان د کلاسيزم پر خلاف په دې اند وو، چې ښه شعر د شاعر په خپله فردي عاطفي او تخيلي تجربه کې دى، ځکه نو د ادبي پنځونې د شننې لپاره د شاعر د فکر و تجربې شننه اړينه ګڼله. بل پلو ته ارواشننيزه کره کتنې د پنځونې او پنځګر د لاشعور ترمنځ اړيکه ليده. فرويډ د داستايوفسکي د ناول له مخې د نوموړي د روان د رغونې هڅه وکړه او د موناليزا په موسکا کې يې د دوينچي د غم و خوښۍ لټه وکړه. که خپلې پخوانۍ کره کتنې ته راشو، موږ لا تر ډېره اوس هم يا په دې دوديزه کره کتنه کې نښتي يو يا مو ډېره توجه فورماليستي کره کتنې ته ده. په هر اثر پسې د فورم تبر رااخلو.

زموږ پوهانو د پخوانو شاعرانو پر شعرونو د شاعر د شخصيت، مهال او ټولنيزو شرايطو له مخې غږېدلي، مثلا د خوشال د يوه شعر د مانا لټه مو د هغه د سردارۍ يا سياسي شرايطو له مخې کړې.

په پنځګر محوره کره کتنو کې پنځونه او لوستونکى منفعل وي. چې مانا د پنځګر په بطن کې وي، د لوستونکي کار مازې دا وي، چې د پنځونې په وسيله د هغه بطن ته ځان ورسوي، چې اوس په قبر کې خاورې شوې ده؛ خو د هغو شرايطو په اړه چې د شاعر بطن پکې حضور درلوده، د تاريخي او ادبي متونو شواهد لرو، چې له مخې يې د پنځګر د موخنې مانا لټه کوو؛ خو دا به ګنې په هر مورد کې بريالۍ هڅه وي؟ په دې ډول کره کتنه کې د پنځونې ادبي خواوې تتې پاتېږي او کله خو مازې په يوه وسيله اوړي.
فورماليستي، نوى نقد، مارکسيستي، تاريخ محوره، پس استعماري، فيمينستي او داسې نورې کره کتنيز تيورۍ پر پنځونه څرخي او له همدې امله ورته متن محوره کره کتنې ويلاى شو. کورش صفوى فورماليستي او نوې کره کتنه بيا په دويم وېش کې په پيغام محوره او دا نورې ټولې پر موضوع څرخو کره کتنو کې راولي. د فورماليستي، نوې کره کتنې او ورسره د رغښتوالې کره کتنې لپاره د پيغام پر ځاى د فورم نومونه دقيقه برېښي. صفوي رمزمحوره کره کتنې په يوه بېل سرليک کې د رغښتماتې، رغښتي او پسرغښتي کره کتنې په سرليک کې راوستي، چې موږ يې په متن محوره متن کې راوستلاى شو.

په متن محوره کره کتنه کې متن د پنځګر له بطن نه راوتى يو خپلواک او فعال کل ګڼل کېږي، چې خپله مانا لري او د بين المتنيت له مخې له نورو متونو او په ټوله کې له فرهنګ سره اړيکه لري او په دې ډول يو رغښت او مانا لري. په پنځګر محوره کتنه کې متن ته مانا د پنځګر شخصيت، مهال او ټولنيز شرايط ورکوي او پخپله متن خالي وي. لوستونکى چې کومه مانا له متن نه اخلي، تر شا يې د شاعر بطن دى؛ خو په متن محوره کره کتنه کې پخپله ادبي پنځونه له ماناوو ډکه ده او هر مهال ته دا ماناوې له ځان سره لېږدوي.فورماليستي کره کتنه د متن پر جوړښت غږېږي او مارکسيستي کره کتنه په ادبي متن کې پر راغلې منځپانګه، چې د ځمکوالو او فابريکه والو غيبت پکې شوى که نه او د بزګرو او کارګرو صفت پکې شته که نه؟ په دې ډول کره کتنه کې پر متبارزو پوړيزو توپيرونو بحث کېږي. فيمينستي کره کتنه هم د متن پر موضوع څرخي، چې په متن کې د ښځو په اړه څه ويل شوي او جنسيتي تبعيض پکې څرنګه وړاندې شوى دى؟ پس استعماري کره کتنه هم په ادبي پنځونه کې تر استعمار وروسته له محکومو قومونو سره د جابرو قومونو پر چلن او د محکومو قومونو پر ژوند و روان غږيږي.

درېيم محور په کره کتنه کې لوستونکى دى. د پخوانو په اند، لوستونکى مازي هڅه کوي، چې د پنځونې په مټ ځان د شاعر بطن ته ورسوي. يوازې دا هڅه د لوستونکي خپله ده، نوره مانا په کلاسيکو نقدونو کې د شاعر په شخصي، ټولنيزو او د مهال په شرايطو کې او يا د متن محوره کره کتونکو په اند، په پنځونه کې ده. لوستونکى له متن نه يوه مانا اخلي. ”مانا اخلي” غونډ راته وايي، چې زموږ پر ذهنونو دا تصور مسلط دى، چې مانا مخکې له مخکې په پنځونه کې شته او لوستونکى يې اخلي؛ خو لوستونکي محوره نظريو کې لوستونکى مانا اخلي نه، ځکه چې په متن کې د مانا په نامه څه نشته، بلکې متن ته مانا ورکوي. کله چې وايو، متن ته مانا ورکوي، لوستونکى مو له منفعله حيثيته راوايست او فعال نقش مو ورکړ. پخوانو متن کې ډېر څه ليدل، پر لوستونکي محوره کره کتنو کې دا ډېر څه د لوستونکي ته راغلل. په لوستوال محوره کره کتنو کې لوستونکى مخکې له مخکې په ذهن کې ډېر څه لري او د دې ډېر څه له مخې متن ته مانا ورکوي او متن دا مانا اخلي. له متن نه د “ورکولو” ځواک لوستونکي ته ولېږدېد.

د هرې زمانې او هرې ټولنې لوستونکى د بلې زمانې او بلې ټولنې له لوستونکو سره توپير لري. لوستونکى چې څرنګه روزل شوى او کومه نظريه لري او په کومو شرايطو کې ژوند کوي، له همدې زاويې نه يوازې ادبي متن ته نه، بلکې هر ډول متن ته ګوري. داسې نو د يوې پنځونې د لوړولو او راغورځولو واک هم له لوستونکي او کره کتونکي سره دى. وايي، چې کره کتنه د ادبي پنځونې ژوره مطالعه ده. موږ د تفسيرونو په بحث کې دا خبره ډېره ښه ليداى شو. په بېلابېلو زمانو کې د قرآن کريم بېلابېل تفسيرونه شوي. د دې تفسيرونو مفسرانو چې څومره وړتيا درلوده، هغسې ژورې ماناوې يې راايستې. کومو چې ډېره مطالعه نه درلوده، راايستې ماناوې يې سطحي او چا چې ژوره او پراخه مطالعه درلوده، راايستې ماناوې يې ژورې دي.

په دې ډول موږ وينو، چې که يوې ادبي پنځونې ته ښه کره کتونکى په لاس ورغى، تر خپل حالته به يې هم لوړه کړي او که لومړنى کره کتونکى په لاس ورغى، شننه به يې سطحي وي، مثلا د الفت صاحب ادبي ټوټې که يوه مبتدي کره کتونکي ته په لاس ورشي، ډېر څه به پکې و نه مومي؛ خو که يوه عالم کره کتونکي ته په لاس ورشي، ډېرې ناويلې خواوې به يې راوباسي.

په لوستوال محوره کره کتنه کې ښکارندپوهيزه کره کتنه او د لوستونکي غبرګون کره کتنې راځي. په دې کې زياتره پسرغښتي کره کتنې دي، ځکه چې د شاعر له بطن نه د لوستونکي تر بطن پورې د مانا سفر د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې نيمه پېړۍ ونيوه.

د کره کتنې پر بېلابېلو نظريو لنډ وغږېدو، د کره کتنې په کار کې يو بل ډول ترکيبي کره کتنه هم ده. مثلا هممهاله يو متن فيمينستي، پس استعماري او رواني اړخونه لري. د دې ډول پنځونو د نقد لپاره په ګډه له دې درېواړو نظريو استفاده کولاى شو.

د کره کتنې پر مهال بايد دا نظريې راسره وي. که داسې نه وي، زموږ کره کتنو ته په ګرانه کره کتنه ويلاى شو. بله خبره دا ده، چې د کارېدونکې نظريې له حدودو او منفي اړخونو خبر اوسو؛ نو کره کتنه به مو بريالۍ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx