دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام او ديموکراسۍ ترمنځ اساسي توپيرونه«۱ برخه»

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

دا چې يو شمېر کسان د اسلام او ډيموکراسۍ/جمهوريت ترمنځ په اساسي نقاطو نه پوهيږي، يا که پوهيږي ځان نه پوهوي، په دې پار مې وپتېيله ترڅو هغه څرګند بنيادي اختلافي موارد د اسلام او ډېموکراسۍ ترمنځ راټول او وسپړم.

لومړۍ:
اسلام بنسټ او اساس د الله جل جلاله د ذات او صفاتو کماليه د حقانيت پر عقيده ولاړ دی.

ډېموکراسي: بنسټ او اساس پر ولس باندې، مانا چې پر ولسواکۍ عقيده لري او د الله جل جلاله د حاکميت نظريه نه لري.

دويم: د اسلام سياسي نظام د الله تعالی نظام دی، چې پر ټولو کائناتو کې جاري او ساري دی، په هرڅه کې او په هر چا باندې د الله تعالی حکم چليږي، برابره خبره ده که په جامداتو کې دي او که په نباتاتو کې دي، که په مايعاتو کې دي او که په حيواناتو کې دي، ټول د الله(ج)په بيلا کيفه چمبه کې دي هيڅ شی ورڅخه وتی ندی.

ديموکراسي/ اوسنی مروج جمهوريت په کفري او ځينو اسلامي هيوادونو کې د کافرانو يو سياسي نظام دی، چې پر مادياتو قاٸم دی بلکې هيڅ ورپکې نشته، له حق او صداقت څخه خالي دي، د اخرت تصور پکې نشته، پر عقل او نفساني خواهشاتو ولاړ د ولسواکۍ حکومت دی، هر څه د عقل په تله تول کوي او محض سيکولر نظام دی.

دريم: اسلامي نظام د مسلمانانو له لوري جوړ کړی شوی نظام دی
جمهوريت: اوسنۍ بڼه جمهوريت د غرب چې په رأس کې يې امريکا ده؛ له لوري جوړ کړی شوی، مادي نظام دی.

څلورم: اسلام د ژوند مکمل هر اړخيز نظام دی او سياست د اسلام يوه څانګه ده، چې له همدې کبله له نورو اسلامي شعبو سره يو شان سياست هم ضروري دی، په همدې پار اسلامي سياست د اسلامي اخلاقي او روحاني نظامونو د ظوابطو پاپند دی.

جمهوريت يوازې يو سياسي نظام دی، د ژوند مکمل او هر اړخيز نظام نه دی چې له همدې امله ديموکراسۍ له اخلاقي او روحاني ظوابطو څخه بې پروا دی.

پنځم: اسلام اصطلاحي مانا د الله تعالی حکم منلو ته ويل کيږي، ځکه چې د اسلام لغوي مانا مطلق تسلېميدل دي.
جمهوريت: مروجه غربي ډوله جمهوريت د اکثريت په وړاندې سر ټيټول دي او د ناتوانه بنده ګانو د اکثريت د فيصلو منل دي.
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری

وروره ډیر ښکلی مطن دی لیکلی
خو چه دا ورته اضافی کړی
هر هغه قوم چه ددوی په بین الملل کی برخه غوښتل غواړی او خپل ځان په دوی ورپيژنی نو دهغوی به حکم څه وی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx