افغانستان

کابل: چاودنې ۴ عسکر ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۳ل): پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې چاودنې د ۴ عسکرو په ګډون ۷ کسان ټپیان کړي دي.

چاودنه د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ارزان قیمت نومې سیمه کې سهار ۷ بجې یوې پوستې ته څېرمه را منځته شوې.

عیني شاهدان وايي، چې چاودیدونکي توکي په یوې ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي ول.

د دوی په وینا، په چاودنه کې نږدې تنه ټپیان شول چې نېږدې روغتون ته وړل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چاودنې پخلی کړی او ویلي دي چې چاودنه سهار ۶:۴۵ د کابل د ۱۲مې حوزې په مربوطاتو کې وشوه او  ۴  عسکر په کې ټپيان شول.

ستانکزي زیاته کړې چې چاودنه د ملي اردو د وسایطو د تمځای سره نیږدې شوې.

تر دې مهاله د چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې هم په همدې سېمه کې د ارګ د کارکوونکو په موټر چاودنه وشوه چې په په پایله کې يې لږ تر لږه د ارګ درې مطبوعاتي کارکوونکي ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x