نظــر

د مارچ تر اتمې پورې

احمدولي حقمل

هيلري کلنټن چې کله د امريکا لومړۍ مېرمن وه نو پر ۱۹۹۵ باندې پاکستان ته ولاړه، د همدې دورې په جريان کې د اسلام آباد د ښځو يوه کالج ته ورغله او هلته يې د يوې نجلۍ څخه دا پوښتنه وکړه چې تاسو د خپل تعليم په دوران کې له کومو مشکلاتو سره مخ ياست؟
نجلۍ ورته وويل: موږ د څېړنې لپاره مجهز لابراتوار او ښه غني کتابخانه نه لرو، نو چې فارغه کيږو د تعليم سويه مو يو څه کښته وي.

هغې نجلۍ د امريکا د لومړۍ مېرمنې څخه پوښتنه وکړه چې امريکايي نجونې د تعليم په ساحه کې له کومو مشکلاتو سره مخ وي؟

هيلري ورته وويل: زموږ خوا ته مشکل دادی چې يوه نجلۍ تر کالجه پورې رسيږي نو يو کوچنی يې په غېږ کې وي او هغه نجلۍ په دې نه پوهېږي چې دغه اوس د چا اولاد دی.
دا په غرب کې د ښځې حيثيت دی.

اصلي آزادي او حريت خو اسلام ښځې ته ورکړی.
دا اوس چې د ښځو د آزادی غوغا جوړه ده، په اصل کې د هغه آزادۍ او حريت غصب دی کوم چې اسلام ښځې ته وړکړی دی؛ ددې غوغا آخري نتيجه بې له خوارۍ او ذلت څخه بل څه نه دي.

ګورباچوپ وايي چې موږ ښځې د برابر حقوقو په نامه خطاء ايستلې او ددې لپاره مو له کور څخه د بشري خلا د ډکولو لپاره را ويستلې، په دې سره زموږ دفترونه، مکتبونه او کارخانې ډکې شوې، خو کورنی نظام مو تباه شو، اوس زموږ لپاره دا لازمه ده چې ښځې مو بېرته کورنو ته ستنې شي، ځکه کورونه د ښځو لپاره محفوظ دي، اما ننۍ ښځه دې ته نه ده اماده چې بېرته خپل کور ته ستنه شي.

هلري کلنټن چې کله امريکا ته ولاړه نو هلته يې په يوې مرکې کې وويل چې د ختيځ په کورني نظام باندې مې حسد وشو، ځکه چې هلته يوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار، ورور، ماما، اکا… او ټولې کورنۍ په حفاظت او ساتنه کې وي.

دا په غرب کې د ښځې حيثيت دی، اوس زموږ ځينې جاهلان او يا خرڅ شوي پروژيان چې د ښځو د حقوق نارې وهي اکثره يې د غربي حقوقو پلوي کوي، هغه يعنې ښځه بېله هيڅ قيد او شرطه څخه عيني لکه نارينه غوندې خپل کار او وظيفې ته ولاړه شي.

زموږ ځوانان که لږ تر لږه خپل اسلامي کلتور غربي ملتونو ته نه شو ښودلای، نو د هغو تقليد خو بايد په بې حيايۍ، بې حجابۍ او ابتذال کې پرېږدو او د غربي بې شرمه ځوانانو له مشابهته بايد ځانونه وژغورو.

په غرب کې د اکا، ماما، خاله او عمه خپلوۍ خو وختي لا له منځه تللي دي، اوس  دادی د مور او پلار خپلوي هم کرار کرار له منځه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل الله

حقمل وروره، دا منم چی په غربی هیوادونو کی د ښځو او کورنی چاپیریال په هکله ستونزی شته، خو ډیرمثبت ټکی هم شته چی سړی سترګی ځینی نشی پټولای. زموږ ستاسو په اسلامی هیوادونو خاصتا په افغانستان کی هم د ښخو د حقوقو د رعایت په هکله کافی مشکلات موجود دی. راځی داسی ذهنیت جوړ کړو چی د غربی نړی له مثتبو پرمختګونو څخه دخپلی ټولنی د ترقی او پرمختګ لپاره کار واخلو او پدی د شرم احساس ونکړو. همدارنګه پکار ده چي په خپله ټولنه کې د ښخو په مورد ځینی بد رواجونه مسترد او نهایتا محوه کړو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx