ورزشټولنیزه برخه

مطالعه او ورزش

وقار ابراهیمي

څنګه چې مطالعه د ژوند او ذهن د پياوړتيا یو ښه فعاليت او کار دی، همداسې د مطالعې په څنګ کې لوبې او ورزش د ژوند او ذهن د ښه والي یو له غوره فعاليتونو څخه شمېرلی شو.

روغتياپالان او د مطالعې د برخې پوهان په خپلو خبرو او لیکنو کې وایي، څنګه چې مطالعه او زده کړې د ژوند ښه فعاليت دی، همداسې د ژوند د بقا لپاره ورزش کول هم د صحت او د ذهن د سلامتيا لپاره خورا اړین دي. او څنګه چې موږ مطالعه په یو ځانګړي سن(عمر) کې نه کوو، يعنې مطالعې ته مو چې د ژوند په هر برخه او ځای کې زړۀ وشي، خامخا کتاب مطالعه کوو، یا هغه څوک چې د کتاب د مطالعې سره یوه بې پایه مينه لري، هغه هر وخت غواړي چې کتاب یې څنګ کې وجود ولري او څو شېبې خپل وخت ارزښتمن کړي، همداسې موږ باید ورزش او لوبې کول د یو ځانګړي سن او وخت پورې ونه تړو.

زموږ په ټولنه کې معمولاً یو عادت دی چې لوبې کول د ځوان نسل لپاره ښه ګڼو او دا خبره مو په ذهن کې ګرځي چې لوبې یوازې په ځوانۍ کې خوند کوي، یا مو چې په وېښتو کې سپین را پیدا شي، اوس د ټولنې یو مشر قشر یادېږو، ورزش کول راسره نه ښایي، نو دلته مو دا ذهن ته راځي چې ساعت تيري او لوبې کول، تر همدې ځایه وو، دلته باید دا خبره په یاد ولرو چې په ځوانۍ کې لوبې کول یوازې د همدې ځوانۍد وخت پورې محدود نه دي، بلکې د ښه وجود او غوره روغتيا لپاره باید د ژوند په هره دوره کې ورزش وکړو.

که د نورو ملتونو د خلکو د ژوند ډېر پاېښت وګورو او یا د هغوی ژوند مطالعه کړو، نو دا به تابته شي، چې هغوی د خپلو کارونو او دندو سره په څنګ کې ورزش کول هم نه دي هېر کړي او ورسره همدا ورزش یې د ښه صحت او تر یو ځایه یې د ژوند د پاېښت لامل شوی دی.

او بله د یادولو وړ خبره دا چې موږ له مطالعې مخکې او ورزش چې څنګه ورزش وکړو د مغز یوه برخه مو دې ته هڅوي، چې د مطالعې په موضوعاتو فکر وکړو، د يوې موضوع مثبت او منفي اړخونه په ښه ډول وڅېړو، ځکه په پلي تګ او ورزش کې فکر کول یو ښه وخت دی. نو بايد زده کړو چې د خپل ذهن د ښه ساتلو لپاره ورزش وکړو، تر څو فکر او وجود مو غوره پراختيا پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx