نظــر

د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه یوه غوښتنه!

محمد آصف آزاد

یادونه: که څه هم دې موضوع اړوند محترم حفیظ پیرزاده صاحب لیکنه او د استاد عبدالهادي مجاهد صاحب مفصله وینا خپره شوې؛ خو څرنګه چې د خیر او اړینه غوښتنه ده، ښه ده چې بیا یې تکرار کړو.

ملتونه د خپلې زمانې کارنامې او د ویاړ کړنې راتلوونکو نسلونو ته په سم ډول د رسېدلو لپاره په ښه ډول د خوندي کولو هڅه کوي. راتلونکي نسلونه ورباندې د ویاړ احساس کوي، په نورو کې د ورکېدو یې ژغوري، په نړۍ کې ورباندې ځان ته مشخص ځای خپلوي، پر خپل ملت یې باور پیاوړی کیږي او…

زموږ د مسلمان ملت تاریخ هم په ویاړونو او کارنامو ښه شتمن او بډای دی. آن مبالغه به نه وي که ووایو چې تر نورو مخکې دی؛ افغان ملت ډېر کله ډېر څه ورکړي او لویې قربانۍ ته تیار شوی، خو ویاړونه یې ګټلي. دا اوس تېر شوي شل کاله که له یوې خوا زموږ ملت خورا درانه مصیبتوته او زخمونه ولیدل، ستونزې او کړاوونه یې وګالل، خو بل خوا یې د مېړانې، اتلولۍ او ویاړ خورا ستر او دنګ څلي ودرول. داسې چې د نړۍ د تاریخ کتاب به یې تر دې وړاندې بېلګه وړاندې نکړی شي. داسې ویاړونه، چې یوازې افغان ملت نه؛ بلکې بشپړ اسلامي امت به پرې د ویاړ احساس کوي. افغان ملت د نړۍ د تاریخ په کتاب کې ور زیات کړل چې څرنګه یو تش لاسی ملت، د اسلام او آزادۍ په مینه، د نړۍ د لومړی درجه قوت لرونکي هېواد او ورسره د نړۍ لسګونو هېوادونو اشروال یرغل پر وړاندې د مبارزې ډګر ته وړاندې کیږي، نه یوازې دا چې مبارزه پیلوي؛ بلکې بریالی کیږي هم او په زور و زر سمبال اشروال یرغل په شا تمبوي او د ماتې تر ګړنګه یې زغلوي. الله اکبر
دې شلو کلونو کې افغان ملت خورا درنې قربانۍ ورکړې. شهیدان او ټپیان ورکړی شول، مهاجرتونه وشول، زندانونه ډک شول او آن بارود په ځان وتړل شول..ځوانۍ لولپه شوې او…
خو هغه سپېڅلی هدف، هغه لوی ارمان او هغه ستره هیله یې ترلاسه کړه، چې د هغې لپاره دې مسلمان ملت دا ټولې ستونزې او قربانۍ په ځان ومنلې. هوکې، آزادي او اسلامي نظام! الحمدلله

په دې شلو کلونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې داسې حیرانوونکې او تاریخسازې کارنامې ترسره شوي، چې سړی یې په اورېدو حیرانیږي!

او د ا.ا د شل کلنې مبارزې په سپېڅلتیا او رښتینولۍ خپل او پردۍ اعتراف کولو ته اړ باسي!
که څه هم چې دا به د هر ژمن او متعهد افغان یو ډول مسؤلیت وي، چې دا ویاړونه، دا واقعات، دا دردونه او دا قربانۍ له هرې ګوښې او هرې سیمې څخه را ټولې، ثبت او قلمبند کړي؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا ځانګړې او مهمه وجیبه ګرځي چې د دې ستر کار لپاره پروګرامونه او پلانونه برابر کړي. ترڅو دا کار په پوره پاملرنې، جدیت او منظم ډول ترسره شوی وي او پوره هڅه وشي چې له هیڅ ګوښې او هیڅ څنډې څخه هم د لیکلو وړ مواد بې له لیکلو پاتې نشي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مو غوښتنه او هیله ده چې د دې هدف پوره کېدلو لپاره چې هر څومره ژر ممکن وي، لاس په کار شي. ترڅو خدای مکړه د دې مهمې معنوي پانګې کومه برخه مو له لاسه وتلي وي. که هر څومره وخت ورباندې تېریږي، هغومره یې د لیکلو کیفیت له لومړي او اصلي هغه سره توپیر کوي، لږ و ډېر څه به مو له لاسه وځي، د ډېر څه لیدونکي او کتونکي شخصیتونه به مو له لاسه وځي او…

په ځانګړې توګه فدایان او استشهادیان د دې تاریخ ځانګړي اتلان دي. د دې ثبت او لیکلو کې بیړه ځکه هم په کار ده چې هر څومره چې وخت ورباندې تېریږي، دومره به یې په لیکلو کې هم هغه کیفیت په اصلي حالت نه پاتې کيږي او بله مهمه خبره دا چې، دغه تاریخ یوازې هغوی لیکلی شي چې له استشهادیانو او فدایانو سره نیږدې پاتې شوي، بل څوک یې نشي لیکلی…

هغوی چې، استشهادیان یې په نیمه شپه کې له خپل رب سره په راز و نیاز لیدلي، د هغوي په بارخوګانو یې د خدای د دیدار د تلوسې اوښکې لیدلي، د هغوی اهداف، د هغوی هیلې، د هغوی پیغامونه، د هغوی تلوسه، د هغوی ژړا او خندا او… دا هر څه… سخته به وي چې د استشهادیانو څخه لیرې پاتې شوي څوک دې هغه کیفیات، هغه حالات او هغه ساحنې انځور کړی شي…

دا که ثبت شي؛ په دې هره واقعه، هره ساحنه او هره خبره کې درسونه او پیغامونه دي، په سختیو د صبر او زغم قوت بښوونکی احساس دی، د مبارزې لارښود دی او د لارې رهنما دی، له خپل نظام سره مینه ده، د دې قربانیو د لوړتیا د درک کولو درس دی او د استشهادیانو د سپېڅلې مینې پېژندل دي، د هغوی د اخلاص کچ معلومول دي او د دوی اړوند د تور دښمن هر تور ته سیده ځواب دی. او دا درسونه به راتلونکې نسلونه همداسې سختو مبارزو او قربانیو ته ورباندې تیارېدی شي…

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx