نظــر

د امر بالمعروف وزارت ته وړانديز

عبيدالله رقيب

د امر بالمعروف قدرمن وزير صاحب او د وزارت ټولو کارکوونکو ته!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
له اللهﷻ نه مو موفقيت غواړم

وړانديز لرم هيله ده مثبت يې وعرضوئ!

وموليدل چې د نړۍ استخباراتي، رسنيز، اقتصادي او ټولو قدرتونو په تيرو دوه نيمو لسيزو کې ټول زر او زور وکارول ترڅو د اسلامي امارت په صفوفو کې اختلاف پيدا کړي او نظام وپاشي.

خو  لله الحمد  نه يې په سياسي جبهه منتر وچليد او نه يې په نظامي څانګه تاثير وکړ، د اسلامي امارت مشرانو ځانونه قربان کړل خو اختلاف ته يې ځای ورنکړ، همداسې اوږه په اوږه د نظام تر بيا نفاذ پورې را ورسيدل، جزاهم الله خيرا.

خو متاسفانه اوس په علمي ډګر کې ځينې کړۍ په مفته لګيا دي، د دوست په جامه کې دښمن ته خدمت کوي، په غير شعوري لاره د دښمن هدف ته روان دي، په مفته دښمن ته خدمت کوي او د افرادو ترمنځ د نفاق زړي کري، دوی تر سالم شعار لاندي تور اختلافات خپروي.

موږ چې وينو ډير ژور روان دي، په صفوفو يې مستقيم اثر کړی او ډير افراد يې په خپلو کې بې باوره کړي دي، له عام ولس نه يې لاره ورکه کړې ده، لرې نه ده چې منفي تاثيرات يې لوړ هم ورسيږي.

د دوی اختلافات په ظاهره علمي دي خو په عقیدوي پوښ يې تيروي، دوی يو بل د مبتدع، مشرک، خوارج، بريلوي، پنجپيري، ديوبندي، وهابي، سلفي، لا مذهبه، قبر پرسته، مجسمه او نورو نومونو سره يادوي.

تاسې به يې وينئ/ليدلای يې شئ، که نور پريږدو يواځې روانه مياشت تعقيب کړو وبه وينو چې علمي جلسات د دوی په اختلافاتو پوښلي دي، هغه جلسات چې خلکو ته يې بايد د اتحاد پيغام او تاثر ورکړی وای برعکس د نفرت او دښمنۍ توصيې ورته کوي، د امير المؤمنين امر دی چې شل کلنه دښمني هېره کړئ، يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړئ خو دوی برعکس د شل کلنو ملګرو ترمنځ د دښمنۍ ډول غږوي.

قدرمنو!
موږ يې وينو، اورو يې چې د دوی کړنو په کشرانو سخت منفي تاثير کړی دی، په خپلو کې سره ډلې ډلې دي، داسې ښکاري چې دا اختلافات لکه اور غوندې پاسنۍ برخه هم متاثره کړې ده.

قدرمنو!
زموږ کشران له سياسي او نظري ليدلوري نه ګوري، دوی عقيدوي خلک دي، هرڅه عقيدوي عرضوي، که په سمه يې سوق نکړئ سبابه په خپلو کې د مشرکينو او خوارجو په عنوان سره نښتي وي.

قدرمنو!
چې خبره اوږده نشي او هرڅه په ساده تعبير ووايم ځينې شيخان، مفتيان، خليفه ګان، مولويان… په خپلو کې سره نښتي وي، په علمي رنګ يو بل تخريبوي، علمي موضوعات په داسې شکل څيړې چې هغه يې د څېړلو لاره نه ده، د دوی علمي بحثونو عنادي رنګ نيولی، دوی ډلې او ګروپونه لري، دوی په سيمو او مدارسو ويشل شوي دي، د دوی علمي جلسې هم د يو بل مقابل دي، عام خلک يې هم سره ويشلي دي، کلي کورونه هم ورنه متاثر دي، ولايتونه هم سره اچوي.

قدرمنو!
ستاسو به ياد وي چې څو کاله مخکې د اسلامي امارت د رهبريت له خوا خبرداری ورکړل شو خو دوی لا هم په هماغه لاره روان دي، څو مياشتې مخکې بيا د رهبریت نه فرمان صادر شو چې د امارت له امکاناتو او جهادي يونيفورم نه ناوړه ګټه مه اخلئ خو ومو ليدل چې له علمي ميدانه يې په ټوپکو سمبال په جهادي رنګونو يو بل ته ګوتڅنډنې کولې.

قدرمنو!
دا خلک دومره زړور شوي دي چې د امير المؤمنين فرامين هم شاته غورځوي، يا يې په تاويلاتو کې تر پښو لاندې کوي، په ټولنيزو رسنيو کې يو بل ته په سنګر کې ناست دي. د شل کلن يرغل وروسته يې بايد ځپلي افکار رغولي وای خو دوی برعکس سالم افکار متضرر کړي دي.

امارت په زياتو قربانيو راغلی دی، ددغه صف د متحد ساتلو لپاره خورا زياتې قربانۍ لرو، نشو کولای د يو چا احترام ته يې تحفه کړو، د شيوخو کرامو او مفتي صاحبانو احترام او درناوی به ساتو په غبرګو سترګو، خو د منفي کړنو يې زغم نه لرو، که دغه اختلافات همداسې روان وي نو د دريمې جبهې رامنځته کيدل طبعي خبره ده، ضرور به داسې څوک راځي چې دواړو طرفونو ته (نه) ووايي چې بيا به روان اختلافات نور هم زور اخلي.

قدرمنو!
دا سمه ده چې فقهي مسائل اختلافي دي او دا اختلافات په اتفاق بدلول ناممکن دي؛ مګر دا هم بايد ومنو چې زموږ سلفو، امامانو – رحمهم الله تعالی- په خپلو کې له اختلاف سره سره يو بل ته احترام هم لرل، تخريبي هڅې يې نه کولې، يو بل يې نه ښکنځل، سالم رقابت يې کول او په مثبت فکر يې شاګردان روزل. متاسفانه چې اوسنيو هغو دا هرڅه په چپه اړولي دي، د امامانو د تقليد په بهانه د امامانو مخالفت کوي.

قدرمنو!
دا سمه ده چې امير المومنين -وفقه الله وحفظه- د علمي ډګر متحد ساتلو لپاره علمي، قانوني او فکري مسؤليت اداء کړی ده، هڅه يې کړې ده چې د اختلافاتو د څېړلو لپاره سالمې سپارښتنې وکړي، خو څومره چې امير المؤمنين له نژدې پېژنو، د امير په حيث علماو ته بې حده زيات احترام لري، دومره احترام چې د عاطفې تر فشار لاندې ده؛ نو له تاسو هيله کوو چې د امير المؤمنين له اوږو د اجرائاتو مسؤولیت واخلئ، قناعت ورکړئ چې کوم علماء چې د ملت يووالي او د نظام بقا ته صدمه رسوي بايد په اړه يې اقدام وشي، د دغسې علماوو په اړه اجرايوي صلاحيت ورنه ترلاسه کړئ ترڅو ملت او نظام له خطره وساتل شي.

قدرمنو!
تاسو د نظام د رسمي ارګان په حيث مکلفيت لرئ چې رامخکې شئ، ستاسو هڅه مثبت تاثير لري، تاسو کولای شئ د اختلافاتو مخه ونیسئ او سالم چاپيريال رامنځته کړئ.
تاسو به خپله خپلې حل لارې لرئ يابه يې ترسيمولای شئ خو زه چې په ذهن کې څه لرم هغه درسره شریکوم.

د علمي اختلافونو لپاره مثبته حل لاره:
د امر بالمعروف وزارت له خوا د علمي مباحثې لپاره ځانګړی هر اړخيز طرز العمل جوړ کړئ.
هر څوک چې له نورو سره د اختلاف نقطه ولري، نو د عامو خلکو او شاګردانو مخکې دې هغه اختلاف نه يادوي، بلکې په خپلو کې دې يو بل سره مخامخ شي، دلائل دې تبادله کړي حل ته به ورسيږي، قناعت به سره وکړي، که يې قناعت سره ونکړ نو بيابه يو بل نه تخريبوي، تخريبونه به د ټول نظام او مومن ولس د تخريب په معنی وي او سخته سزا به لري؛ هماغه اختلافي مسئله به وزارت ته وړاندې کوي، وزارت به يې له ارزولو وروسته د اختلافي نکاتو د ثبت په کتاب کې ثبت کړي، طرفينو ته به يې د مباحثې وخت، ځای، شرائط… په رسمي پاڼه ورکړي.

کله چې هغه مشخص وخت راغی، دواړه طرفه به حاضر شي، د وزارت له خوا د دغو بحثونو لپاره ځانګړی ټيم به موجود وي، څنګه چې دا مسائل نظري او اجتهادي دي نو دا ټيم به د اميرالمؤمنين له خوا فيصله کن ټيم وي، د جانبينو علمي دلائل به واوري چې هر طرف ورته قوي ښکاره شو په هماغه طرف به د حق حکم صادر کړي، په اجتهادي او اختلافي امورو کې د امير المؤمنين حکم ترجیح ده، له دې سره سره چې ناست هيئت علمي ځواک دی او دلائل تفکيکولای شي د امير المؤمنين له خوا موئيد هم دی؛ بيا نو د دوی فيصله ردول له علمي لحاظه هم بغاوت دی او له سياسي لحاظه هم بغاوت دی.

له دغې مباحثې او د هيئت له فيصلې وروسته هغه اختلافي نکته په هغه کتاب کې ثبت کړئ چې د اتفاقي مسائلو لپاره وضع شوې وي، له دې وروسته به په ټول هيواد کې هيڅوک حق نه لري چې هماغه مسئله د اختلاف ډګر ته وړاندې کړي، کشران او عام ولسونه به هم خپله لاره وويني او د اختلاف اچوونکو وسوسې به ورباندې هغومره تاثير نه کوي.

که امکانات وه نو دا ډول بحثونه دې له پېښېدو سره سم فوراً دائريږي او که مصروفياتو مو زيات وو امکانات مو کم و نو کلنی مهال وېش ورته ترتيب کړئ. کومه مسئله چې له تاسو سره د څېړلو لپاره ثبت شي نو تر څېړنيز مجلس پورې په هغه مسئله باندې د دواړو خواوو مستقيم او غير مستقيم بحثونه به بند وي، که هر لوري بحث کول، صريحي يا تعريضي بيانونه يې کول هغه به مجرم ګڼل کيږي.

يادونه:
قدرمنو مشرانو!
حق دا و چې دغه وړانديز مو له شخصي ادرسه ستاسو تر وزارته رسولی وای، خو څنکه چې د دغو اختلافاتو لمبې ورځ تربلې زياتيږي، عام خلک او علمي ميدانونه ورنه متاثر دي، ذهنونه يې مشغول کړي دي او ورځ تر بلي تخريبي رنګ اخلي.

مګر څومره چې لازمه ده ستاسو له خوا يې د حل لپاره هغومره جديت نه وينو، تاسو ملامت ګڼو او مسؤلیت ته ژمنتيا مو نه احساسوو، تاسې به خپل عذر لرئ خو موږ هم د مومنې افغان ټولنې د يو فرد په حيث مسؤولیت احساسوو چې په تاسو باندې فشار راوړو ترڅو د دې اور د کنترول لپاره لاس په کار شئ، له موږ سره په تاسو د فشار راوړلو مؤثره لاره همدغه رسنيز ميدان دی چې کار ورنه اخلو، نو مناسبه مو وګڼله چې له عمومي ادرسه خپلې مشروع غوښتنې درته وړاندي کړو.

هيله ده چې بې ادبي راته معاف کړئ او زموږ په حق کې د تېروتنو د بښنې دعا وکړئ.

د مؤمن ملت او اسلامي نظام د ښېرازۍ او بقاء غوښتونکی عبيدالله رقيب – عفی الله عنه

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

هیڅ اختلاف نشته دا څوک چي اختلاف ته لمن وهئ او هسي په بیځایه شیانو ځان مصروفوي الله دې تباه او برباد کړئ، د عقیدي معتبر او موثق کتاب هم معلوم دی چي د عقیدة الطحاویه او د فقه اکبر متن دي او د حنفي فقهي معتبر کتابونه او پدهغو کتابونو معتبري شرحي هم معلومي دي، اصول هم معلوم دي او قواعد هم او مفتي به مسایل هم او دهغه وخت علماء هم معلوم دي چي د خراسان، ماورالنهر او عراق ، شام او مصرعلماء او د هغو په نقش قدم تلونکي بعضي دهغه وخت د هند دنیمي وچي علماء… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx