شعـــــرونه

ستا پړونی زما پګړۍ/ روحاني

سید اسماعيل روحاني

ستا پړوني زما پګړۍ کې لوی عزت دی
زما او ستا په زندګۍ کې لوی عزت دی

ته ښوونکې يې زما د اولادونو
ستا د کور په استادۍ کې لوی عزت دی

زه ه کړمه مزدوري په بل وطن کې
ستا په کور او کورنۍ کې لوی عزت دی

زه به مال ګټم او تا ته به يې سپارم
ستا د مال څوکيدارۍ کې لوی عزت دی

زه وزیر خارجه ستا حکومت کې
ستا د کور په پاچاهۍ کې لوی عزت دی

مورې، خورې، لور، مېرمنې دا مې واوره!
زما د ستا په نېکمرغۍ کې لوی عزت دی

روحاني! ته خدای ورکړي حقوق ستایه
ستا په دغه شاعرۍ کې لوی عزت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

البته ” پوړنئ ” به سمه بڼه وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx