دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د ښځینه مقام او تاریخي کارنامې

سیف الله ساعي

له اسلام مخکې ښځينه ته چې په کومه سترګه کتل کېدل هغه په هره سيمه او هېواد کې د خلکو د ثقافت له کبله توپیر درلود، په ختيځ کې ښځينه د نارينه د لمنې د سپېڅلتیا یو تور داغ ګڼل کېده ،روم بیا هغه دکور د یو توکي په توګه منله، یونان هغه د شیطانانو له ډلې ګڼله، کلیسا هغه د انسانیت د باغ ازغی بلله، د تورات پیروانو هغه د ابدي لعنت وړ ګڼله، اروپا هغه الله يا د الله برابره ښووله، خو د اسلام نظر له دغو ټولو بشپړ بېل او ځانګړی دی، اسلام ښځينه نه په پوره توګه له نظره غوځوي او نه هغې ته د الله په سترګه ګوري، بلکې اسلام یوه ښه او منځنۍ لاره غوره کړې ده، چې نارينه او ښځينه ته یې خپل ټول حقوق ورکړي او د هریوه مسؤولیتونه یې ور په ګوته کړي دي، لکه څنګه چې د اسلام ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: (الرجل راع علی اهله وهو مسؤل عن رعيته والمرأة راعية علی أهل بيت زوجها وولده وهي مسؤلة عنهم) (کتاب الاحکام صحیح البخاري حدیث شمېره ۷۱۳۸)

ژباړه: سړی د خپلې کورنۍ شپون دی او د خپل ولس په اړه به وپوښتل شي او ښځينه د خپل مېړه د کور او اولاد ساتونکې ده او د هغوی په اړه به وپوښتل شي.

او په یو بل حدیث کې له دې هم په څرګندو ټکو راغلي دي چې فرمايي: (لیس تملکون منهن شيأ غیر ذلک الا ان يأ تين بفاحشة مبينة)

ژباړه:
تاسې پرخپلو مېرمنو له ځانګړي حق پرته بل حق نه لرئ، مګر دا چې کومه ګناه وکړي.

همدارنګه امام بخاري رحمه الله د عمرفاروق رضي الله عنه وينا را نقل کوي چې فرمايي: موږ په مکه کې ښځينه هیڅ هم نه بللې مګر په مدینه کې هغوی لږغوندې درنښت درلود خوکله چې اسلام راغی او الله جل جلاله د هغوی د حقونو په اړه ایتونه را نازل کړل؛ نو موږ ته د هغوی مقام اومرتبه رامعلومه شوه.

پر همدې بنسټ ويلای شو چې په اسلام کې د ښځينه کومه درجه ده هغه د پايلې له پلوه له نورو قومونو او مذهبونو څخه په بشپړه توګه توپیر لري، د نړۍ ټول قومونه په خپلو تاریخي کارنامو ویاړکوي او په ځای یې کوي خوکه چېرې له دوی وپوښتل شي، چې په دې نامکملو تاریخي کارناموکې مو د ښځينه وو زیار او هڅو ته څومره ونډه ورکړې ده، نو هر لوري ته به خاموشي خپره شي او د دوی ټولې د ویاړ چیغې به سوکه او سړې شي.

د قومونو تاریخ خو پرېږده که چېرې د نړۍ د مذهبونو تاریخ وګورو؛ نو په څرګنده به ووینو چې د هغو پاڼې به د دغه نازک ګروپ له کارنامو خالي وي.

مصر که چېرې آسیه رضي الله عنها بنت مزاحم د بېلګې په توګه وړاندې کوي یا ناصره د مریم عذرا رضي الله عنها بېلګه مخته کوي او همدارنګه د تورات پیروان مریم رضي الله عنها د هارون علیه السلام خور د نمونې لپاره راوړي سمه ده چې د دغو درنو مېرمنو مذهبي شان او مقام ټولو ته د منلو دی، خو خبره په دې کې ده چې ایا د دغو پاکو او سپېڅلو مېرمنو کومه مذهبي یا اصلاحي کارنامه تاریخ په خپله غېږ کې ورسره ساتلې هم ده اوکه نه؟

اسلام چې کومو په پرده پټو خویندو او میندو ته په خپله مهربانه غېږ کې ځای ورکړی هغوی د اسلام لپاره ډېرې غټې غټې کارنامې سرته رسولې دي چې د تاریخ پاڼې پرې شاهدي ورکوي د بېلګې په توګه یې دلته نمونې وړاندې کیږي:

جهادي کارنامې:
په دیني خدمتونو کې تر ټولو لوړ او سپېڅلی خدمت دالله جل جلاله د دښمنانو سرکوبه کول دي مسلمانو میندو او خویندو چې په دې ډګر کې په کوم تودښت او ولوله، اخلاص او پاک نیتۍ، په بشپړ عزم او استقلال، په پوره مېړانه او غیرت برخه اخېستې ده او دا خدمت یې ترسره کړی دی نمونه وړاندې کول یې شاید د چا لپاره شونې نه وي عماره رضي الله عنها وه چې خپله سینه یې د احد په غزا کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره ډال وګرځوله او د کافرانو مخه یې په غشو او توره ونیوله، بل لوري ته که وګورو صفیه رضي الله عنها وه چې یو یهودي یې د خندق په غزا کې په ډېره زړورتیا ووژلو او ام سلیم رضي الله عنها وه چې د حنین په غزا کې د مجاهدینو سره د دې سپېڅلې دندې لپاره ووتله او همدارنګه اسماءبنت ابي بكر، ام ابان، ام حكيم، خوله، هند او د مسلمانانو مور جويريه رضي الله عنهن وې چې د یرموک په جنګ کې یې برخه واخېستله، کوم چې د عمرفاروق رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې ترسره شو، نوموړو مسلمانو میندو به بېلابېل خدمتونه د مجاهدینو لپاره ترسره کول لکه مجاهدینوته اوبه ورکول، د زخمیانو درملنه، شهیدان او زخمیان د جنګ له ډګره ایستل، مجاهدینو ته غشي ورکول، د خوراک او څښاک برابرول، قبرونه کنودل، د پوځ همت او حوصله لوړول.

اسلام ته بلنه:
د اسلام په بلنه کې هم ښځينه پوره ونډه لري او هر ډول کړاوونه او تکلیفونه یې پر ځانونو منلي دي او د هغوی د بلنې په برکت ډېر لوی لوی انسانان د اسلام په کلا کې داخل شوي دي، لکه عمر رضي الله عنه د خپلې خور فاطمې بنت خطاب رضي الله عنها په بلنه مسلمان شو، همدارنګه د ام سلیم رضي الله عنها په دعوت ابوطلحه اسلام قبول کړ، له بلې خوا عکرمه رضي الله عنه د خپلې مېرمنې په وینا د اسلام اصولو ته غاړه کېښوده، بل لوري ته ام شریک رضي الله عنها ډېر په حکمت او سیاست د قریشو په ښځو کې د اسلام د خپرولو هڅې په پټه ترسره کولې.

د اسلام ساتنه:
د خدمتونو په لړۍ کې یو خدمت د اسلام ساتنه ده په دې کې هم مېرمنې له نارینه وو شاته نه دي په ۳۵ هجري کال چې کله عثمان رضي الله عنه د ځینو بد مرغو انسانانو له لوري په شهادت ورسیدو؛ نو اسلامي نظام تر ډېره بریده ګډ وډ شو، خو همدغه د مسلمانانو مورعائشة رضي الله عنها وه چې د اصلاح آواز یې پورته کړ، چې د مکې او بصرې خلکو خپله لېوالتیا ورسره ښکاره کړه.

علمي کارنامې:
د دیني علومو په اړه هم مسلمانې میندې تر بل هرچا وړاندې وړاندې وې، لکه څنګه چې عائشې، حفصې، ام اسلمه او ام ورقه رضي الله عنهن ته ټول قرآن یاد و، همدارنګه هندبنت اسید، ام هشام بنت حارثه، رائطه بنت حیان او ام سعد بنت سعدبن ربیع رضي الله عنهن د قرآن د ځینو برخو حافظانې وې، په تفسیر کې عائشې رضي الله عنها لوړ مقام درلود، په حدیثو کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم بيبيانې په عمومي ډول او عائشة او ام سلمه رضي الله عنهما په ځانګړې توګه د لوړ مقام څښتنانې وې، چې عائشې رضي الله عنها ۲۲۱۰ حدیثونه او ام سلمه رضي الله عنها ۳۷۸ حدیثونه روایت کړي دي، سربېره پردې ام عطیه، اسماءبنت ابي بکر، ام هاني او فاطمه بنت قیس رضي الله عنهن د ډېرو روایتونو څښتنانې ګڼل کیږي، په فقه کې د عائشې رضي الله عنها فتواوې دومره دي چې له هغو څو ټوکه کتاب جوړېدلای شي همدارنګه د نورو بيبيانو حال.

په نوروعلوموکې:
د اسلامي علومو سربېره په نورو علومو کې هم مسلمانې میندې او خویندې یو لوړشان لري لکه د اسرارو په علم کې چې ام سلمه رضي الله عنها پوره پوهه درلوده، په وعظ او نصیحت کې اسماءبنت سکن رضي الله عنها د ځانګړي شهرت څښتنه وه، د خوبونو په تعبیر کې اسماءبنت عمیس رضي الله عنها ډېره مشهوره وه، په طب کې رفیده اسلمیه، ام مطاع او ام کبشه رضي الله عنهن او داسې نورې، په شاعرۍ کې خنساء، سعدی او صفیه رضي الله عنهن او داسې نورې.

عملي کارنامې:
په نورو کارونو او کسبونو کې هم مېرمنې د نارينه وو سره جوړه او څنګ ترڅنګ روانې وې لکه په لیک لوست، تجارت، خیاطۍ او داسې نورو کارونو کې چې یو انسان یې په خپل ژوند کې د حلالې روزي د لاس ته راوړلو لپاره په کار اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx