نظــر

په اوکراين د روسانو نظامي يرغل

د،ب، هيښ
په ۲۴ د فبروري ۲۰۲۲م کال روسانو په اوکراين نظامي حمله وکړه او اوکراين د اشغال په حال کې دی.
د نظامي تجاوزونو، جنګي جنايت او اشغال نه را ولاړ شوي مصيبت او ناورين په هکله په جهان کې تر ټولو زيات افغانان ډير پوهيږي او عملاً يې دا وحشت څو وارې تجربه کړی دی، چې څومره لويه غميزه ده او څومره انساني او مادي تلفات او خسارات لري.
له دې کبله افغان ولس د هر نظامي يرغل، مداخلې او اشغال سره سخت ضديت لري، نفرت ځنې لري او غندي يې.

د روسانو نظامي مداخلې او اشغال اوکراين د جنګ په ډګر بدل کړ. خلک به وژل کيږي، وينې به توييږي او اباديانې به په کڼډوالو بدليږي.
ددې نظامي مداخلې او اشغال په مقابل کې ټول جهان له روسانو سره مخالفت ښکاره کړ. په اکثره غربي هېوادونو کې د مظاهرو او اعتراض غږ پورته دی او د اوکراين په دې تراژيدي کې ورسره غمشريکي او همبستګي ښيي.

نظامي مداخلې او اشغال که د هر چا له لوري او په هره بانه او انګېزه صورت نيسي بايد مردود، محکوم او مخه يې ونيول شي او په هېڅ دليل او منطق د توجيه وړ نه دي.
سوله، ثبات او د هېوادونو خپلواکي، آزادي او د ولسونو د خود اراديت حق بايد هغه لوړ ارزښت او اصل وي چې د ساتلو لپاره يې ټوله نړيواله ټولنه بلا استثنا بايد احترام او تعهد ولري، څو د هغه تراژيديو مخه ونيول شي چې د تجاوزي او تحميلي جنګونو قربانيان يې انسانان وي.

لاکن ايا دا د روسانو د تجاوز غندنه او د اوکراين د هېواد سره غمشريکي او همبستګي په دومره وسيع پيمانه، رښتيا هم د يوه انساني فرض د اداء کولو، د نظامي تجاوزونو د ردولو او له جنګونو سره د مخالفت له وجې دي؟
ايا همدغه هېوادونه چې نن د نظامي تجاوز د نارواتوب نارې وهي او جرم يې ګڼي، په خپله دا جرم او جنايت نه دی کړی او بيا يې په هغه پښېماني ښودلې، د قربانيانو نه يې عفوه غوښتلې او د نه تکرار وعده او تعهد يې کړی دی؟
ځواب ښه واضح دی، چې نه.
يا دا چې نظامي تجاوزونه او د هېوادونو اشغال هم يو سليقوي، ذايقوي او تمايلي اساس لري؟
کوم تجاوزونه او اشغال چې استکباري قدرتونه کوي او د دوی د ذوق او ناوليو ګټو سره برابر وي روا او مجاز دي او که د دوی د ګټو او ناوليو هدفونو سره په ټکر کې وي بيا يې د رد او غندنو نارې وهي او د هېوادونو د استقلال د نقض چيغې يې شروع کړي دي.

ايا په اوکراين د روسيې نظامي تجاوز په جهان کې اوليني تجاوز دی، چې غوغا يې ټوله دنيا نيولې ده او مخکې دا ظلم صورت نه و نيولی؟
ډيرې پوښتنې دي چې بايد ځواب شي، لاکن په دې د زورورو د مسابقې نړۍ کې د زور حاکميت دی. عقل، منطق، استدلال او د عدالت په بنياد معاملې نه چليږي.
که د نظامي تجاوز، اشغال او د ملتونو د قتلعام سره منافقانه، دوګانه او زورمندانه سلوک په جهان کې و نه شي او عاملين يې مجازات او محاکمه شوي وای، هيڅکله به دا بربريت نه تکرارېده او نړيوالو به په سوله او ثبات کې ژوند کاوه. مګر بدبختانه چې په دې خاورينه کُره کې داسې مرجع نشته چې د زورورو قدرتونو د شيطاني رقابت او ضد انساني کړو وړو مخه ونيسي او جهانیان د دوی د ناروا او جنايتي کړنو نه مصؤن کړي.

په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په مياشت کې غربيانو او ناټو د امريکا تر مشرۍ لاندې په فقير، بې وسه او تازه د شوروي تجاوزي جنګ نه فارغ شوي هېواد افغانستان باندې وحشيانه نظامي تجاوز وکړ. د پنځوسو هېوادونو مسلح يونيفورمي او بې يونيفورمه اجرتي قاتلان يې د قتل عام لپاره اشر کړل. د جهان مډرنې او مهلکې وسلې يې استعمال کړې، په يوه مظلوم ملت يې بمونه و اورول او په بشري جنايت يې لاس پورې کړ. نه يې په ماشوم رحم وکړ او نه په ښځو او نرانو.

د افغان وينه تويول ورته مباح او افغان انسان يې د خپلې نښې ويشتلو هدف و ګرځول.
شل کاله يې دغه وحشت او بربریت ته په بې رحمانه توګه دوام ورکړ. د افغانانو وژل، زخمي کیدل، په زندانونو کې شکنجې او په عفت تجاوزونه د وحشي متجاوزینو او اشغالګرو ورځنۍ کړنلاره او تنظيم شوې جنايتي پاليسي وه چې جريان يې درلود. خو په دا ټوله دنيا کې هېڅ هېواد، هيڅ دولت، هيڅ سازمان، هېڅ مدني ټولنې، هېڅ تشکيل او اتحاديې نه په انفرادي او نه په ډله يیزه توګه، نه په خفا او نه په ښکاره، ددې ظالمانه او وحشيانه تجاوز او اشغال په مقابل کې د اعتراض، غندنې او کرکې غږ پورته نه کړ، بلکې تجاوز يې تائيد او د افغان ولس قتل عام يې جايز او حتی تحسين کړ. بالاخره د افغان ولس په پرېمانه قربانۍ ورکولو سره دا تجاوز او اشغال ختم شو او دومره ځاني او مالي تلفات او خسارات يې په ميراث پرېښودل چې محاسبه او جبران يې نا ممکن دی.

د افغانستان په تراژيدۍ کې همدغه ننی د تجاوز قرباني اوکراین او متجاوز يې روسيه هم د امريکا د نظامي تجاوز حمايت کوونکي او تايدوونکي و.
خو نن بيا اوکراين قرباني، روسان متجاوز او امريکايان د سولې او د اوکراين د خپلواکۍ مدافعان شول.
دې ته وايي د بشري ارزښتونو (خپلواکۍ، ازادۍ، سولې، ثبات، د ملتونو د حقوقو، د نظامي تجاوزونو نه د خود دارۍ، د تباه کوونکو جنګونو نه د مخنيوي او د انسانانو د ژوند د محفوظيت او مصؤنيت سره) منافقت، جفا او خيانت.

څو چې د پورته بشري ارزښتونو سره داسې ظالمانه، زورمندانه، دوه مخيز، منافقانه او ځنګلي سلوک کيږي، نظامي تجاوزونه، اشغال او د مستضعفو ولسونو د وژلو، سپکولو، شکنجه کولو او تعذيب تراژيدي به دوام لري.

په اوکراين د روسانو وحشيانه تجاوز او د امريکا او غربيانو د شيطانت نه ډک حمايت به د ميليونونو اوکراينيانو په قربانۍ او د اوکرایین هېواد د ويجاړۍ او بربادۍ په بيه تمام شي. د روسانو زړې ذخیره شوې وسلې به استعمال شي، د نويو د جوړولو لپاره به ګودامونه خالي شي او د امريکايي اسلحه جوړولو او خرڅولو بازار به نور هم ګرم شي. دا نظامي تجاوز نه اولينی دی او نه به اخرنی وي، دواړه متجاوز قدرتونه به د جهان په بل کونج کې ددې ضدبشري بزنس د رونق او دوام لپاره د بل نظامي تجاوز تابيا نيسي.

غريب او مستضعف ولسونه به د خپلو نا اهلو، مزدورو، پردي پالو او اجنټو حاکمانو له لوري د خپل قدرت، ثروت، شهرت او شهوت د پوره کولو لپاره استعماليږي او د همدې جهاني استکبارو پلانونو ته به د خپلو خلکو د وژلو په قېمت د پياده قوې نوکري کوي او ولسونه به يې ددې نظامي تجاوزونو په بل شوي اور کې سوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx