دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام او ديموکراسۍ ترمنځ اساسي توپيرونه «۲ برخه»

ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده

دا چې د اسلام او غربي ولسواکۍ ترمنځ د ځمکې او اسمان توپير شته، خو دلته موږ هغه ښکاره لسګونه توپيرونه را اخلو، ترڅو هغه فاصله چې د اسلام او غربي جمهوريت ترمنځ ده، ښه واضح شي.

شپږم: د الله تعالی د حکم په نه منلو سره د اسلام تصور ختميږي او بنيادم مسلمان پاتې کېدلی نه شي او نه د مسلمان اطلاق پرې کيږي.

په جمهوري نظام کې دا هيڅ اړينه نه ده، په دې مانا که الله (ج) ومنل شي او يا ونه منل شي په جمهوريت کې باک نه لري.

اووم: په اسلام کې د الله(ج)منونکي ته مسلمان ويل کيږي او د الله نه منونکي ته کافر ويل کيږي مانا يې ده: د حق پټوونکی او له حقايقو څخه انکار کوونکی.

په جمهوريت کې چې د الله تعالی د حاکميت نظريه نه شته، نو د مسلمان او کافر ترمنځ  توپير هم نشته، په جمهوريت کې ايمان او تقوا هيڅ ارزښت نه لري.

اتم: په اسلام کې کافر او مسلمان هيڅ کله هم نه سره برابريږي، مسلمان د الله تعالی دوست دی په داسې حال کې چې کافر د الله(ج)دښمن دی.

په جمهوريت کې د مسلمان او کافر ترمنځ هيڅ فرق نشته، مسلمان او کافر سره برابر دي بلکې په جمهوريت کې مسلمان د الله دوست هيڅ ارزښت نه لري او سيکولر ورته محترم دی.

نهم:په اسلام کې اعلی، الله تعالی دی، حقيقي او اسلامي حاکميت الله تعالی لره دی او قانون يوازې د الله تعالی دی.

په جمهوريت کې د اعلی حاکميت سرچينه ولس دی، اصل حاکميت او واکمني د ولس ده، ځکه په دغه نظام کې هرڅه په خلګو پورې مربوط دي.

لسم: په اسلام کې د حاکميت او اطاعت حق الله لره دی او بس.

په جمهوريت کې د حاکميت حق عوامو او ولس لره دی.

نوربيا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx