ټولنیزه برخه

مؤمنه ښځه ده اسلامي امت ویاړ ده!

حمزه الیاس
یوه مسلمانه او باعفته خور زمونږ او ستاسو د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لوبوي، ځکه یوه مسلمانه خور له غېږ نه داسې څوک روزل کېږي چې هغه د ټول امت سپه سالاران پاتې شوي دي.

د یوې مؤمنې ښځې له غېږ نه عمر مختار، صلاح الدین ایوبي، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله غوندې سړي روزل شوي دي.

که چیرې یوه مؤمنه خور خپل اسلامي او ملي ارزښتونو ته زمنه پاتې شي نو دا به د یو اسلامي امت ویاړ پاتې شي.

‏ښځه د یوې مسلمانې ټولنې بنسټګره ده، کوم چې د یو مسلمانې خور د بهترینې روزنې لامل دي چې زمونږ او ستاسو ټولنه ټوله اسلامي ده.

یوه مسلمانه خور په اسلامي ټولنه کې زیات رول لوبوي.
باید هره مسلمانه خورکۍ خپل مسؤلیت درک کړي او عمل پرې وکړي او د اسلامي ټولنې په روزنه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

‏مونږ د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپلو خوېندو ته هغه حق ورکړئ کوم چې اسلام مونږ ته په قرآن عظیم الشان کې راښودلی دی.

مونږ د خپلو خوېندو د عزت او ابرو د خوندي کېدو لپاره خپل ځانونه په اور لولپه کوو، خو د خپلو خوېندو نه مو هم دا آرزو ده چې تاسو د غرب دا نرم باد راڅخه تېر نه باسي ‏او تاسو د غرب په دا پلیته پدیده باندې ونه غولېږئ.

خوېندو ستاسو عزت په ډېموکراسۍ، سوسيالیزم، نېشنلزم کې هیڅکله هم نشته، تاسو باید د ډیموکراسۍ په غولېدونکو نومونو باندې ونه غولېږئ.

ستاسو عزت صرف او صرف په اسلام کې دی، نړېوال چې کومې دعوې کوي، دا ټولې کاذبې دعوې دي

‏ای مسلمانو خوېندو!
مونږ ستاسو د عزت ساتلو لپاره خپلې تاندې ځوانۍ په اور لولپه کوو خپلې تنکۍ ځوانۍ په بند کې اچوو دا ټول زغملای شو خو د یوه خونخوار سړي بد کتل هم نشو زغملای تاسو په آرام خپل ژوند د اسلامي اصولو په رڼا کې تېر کړي مونږ ستاسو د عزت ساتونکي یو.

نو…
مؤمنه ښځه د ايثار، محبت، خدمت او مرحمت پيکر دی.
ښځه د انساني نسل د بقا ضمانت دی.
ښځه د انساني ټولنې ښکلا ده‎.
مؤمنه ښځه د اسلامي امت ویاړ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx