شعـــــرونه

شې ګنهګار به که له دې مینې انکار وکړې/ ملنګ

دانش ملنګ

شې ګنهګار به که له دې مینې انکار وکړې
دا یې دی وخت که غواړې ګران وطن ته کار وکړې

د بربادۍ او خون رېزۍ منصوبې مه جوړوه
هسې نه بیا په یرغلګرو اعتبار وکړې

ګوره له عفوې ګته واخله بغاوت مکوه
چې محافظ دې وي طالب له چا به ډار وکړې

ناموس په امن سر په امن نور څه غواړې له خدای
راځه که غواړې چې هوسیٰ ژوندون ته لار وکړې

خپله یې وګوره د سپین بیرغ د سیوری مزه
خپله به ومنې په خپله به اقرار وکړې

دانش ملنګ درته سپړلې غېږ په ټوله مینه
زه درنه جار یم خو که ته راته لږ جار وکړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx