نظــر

په غرب کې د ښځو ورځنی ژوند

نوید احمد

د مارچ اتمه ( د ښځو نړيواله ورځ) په ۱۹۰۹ میلادي کال کې په نیویارک کې د یوې کمونیسټې ډلې لخوا د خپلو حقوقو د غوښتلو په مناسبت دا ورځ رامنځ ته سوه، وروسته په روسیه کې ښځو د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره په دې ورځ لاریون وکړی چې په تدریج سره په امریکا او نورو اروپايي هیوادونو کې هم رایج سوه.

غربي نړۍ چې د پاته نړۍ د یرغمل کولو موقع په لاس ورغلې ده داسې ښکاري چې دوی د ښځو د حقوقو د دفاع تر سرلیک لاندې غواړي پر خپلو جرایمو پرده واچوي او ددې لپاره چې د انسانانو پاملرنه د دوی د تیاره ټولنې خوا ته متوجه نشي نو بعضې نمایشي دودونه رامنځ ته کوي، چې یوه بیلګه يې د ښځو ورځ لمانځنه ده.

شاید د ښځو ورځ په دې وجه هم لمانځي چې دوی سر او کال د ښځو سره نهايي زیات ظلم او تشدد کوي نو ځکه په ټول کال کې صرف یوه ورځ د دوی د حق او ارزښت ښکاره کولو لپاره ټاکي او ښځې په همدغه یوه ورځ لمانځلو خوشحاله ساتي. خو د حیرت او ډير افسوس ځای دا دی چې همدغه (د ښځو د ورځ لمانځنې) په ورځ لا هم په غربي نړۍ خصوصاً امریکا کې پر ښځو هغه ظلم او تیری جاري وي لکه د کال په نورو ورځو کې.

په پرمختللې نړۍ کې له ښځو سره ورځنی ظلم:
په امریکا کې پر ۴۶٪ ښځو باندې جنسی تیری د خپلو شناخته وو لخوا ترسره کیږي. Ncadv

یوازې د امریکا په کارځایونو او دفترونو کې هره ورځ تقریباً (۱۸) تنې ښځې د جنسي تیري سره مخ کیږي.us today

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کال کې (۱۴۲) تنې ښځې په کارځایونو او دفترونو کې قتل سوي دي چې په دغه موده کې ۷۸٪ د ښځو قتل په همدغه کارځایونو کې ترسره کیږي. Ncadv

هر کال په لکونو ښځې د فاحشۍ او مینځیتوب په مارکیټونو کې خرڅیږي.

د نیویارک ښار د جنسي تیري پر ضد اتحادیې له مخې په هره یوه (۱) دقیقه کې پر یوې ښځې جنسي تیری کیږي چې د ورځې(۱۸۷۱) ښځې بې عفته کیږي. د کاله ۶۸۳۰۰۰ ښځې د زنا بالجبر سره مخ کیږي.

په امریکا کې د امراضو د کنټرول او مخنیوي د مرکزي ادارې (CDC) د راپور په اساس په یوه ساعت کې تر (۱۰۰) زیاتو ښځو باندې جنسي تیری کیږي چې د ورځې (۳۵۶۱) ښځې کیږي. علت دا دی چې اکثریت ښځې ددغه جرم په اړه چپ پاته کیږي یعنې په ساعت کې تر دغه هم زیاتې ښځې د بې عزتۍ سره مخ کیږي.wiki

په هرو (۹) ثانیو کې یوه ښځه په امریکا کې وهل کیږي. ncadv

په امریکا کې د یوې سروې له مخي ۴۷٪ خلګ وايي چې که چیرې یو نارینه د ښځې سره تر ۶ میاشتې زیاتې د مینې او محبت اړیکې ولري نو دغه نارینه حق لري چې پر دغه ښځه جنسي تیری وکړي. (د نیویارک ښار د جنسي تیري پر ضد اتحادیه NYCAASA)

د امریکا مخکنی رئیس جمهور کلنټن په خپل کاري دفتر کې پر مختلفو ښځو جنسي تیری وکړی او ټرمپ خو ښځې د نارینه لپاره هسي جنسي آلې بولي چې هر ډول کار ور څخه اخلي اخیستلای سي. نو چې د مشرانو يې دا حال دی د کښته طبقې حالت به یې څه وي؟

دا په پرمختللې نړۍ کې د ښځو ورځنی ژوند دی، تاسو فکر وکړئ چې د ښځو دا عاجزه طبقه يې د ازادۍ ، د بشر حقوق او د ورځ لمانځني په غولونکو شعارونو څنګه خطا ایستلې ده؟ همدا وجه ده چې نن په غربي نړۍ کې زیاتي ښځې د اسلام مقدس دین ته پناه وړي او ایمان قبلوي.

اوس دوی غواړي چې په خپلو تبلیغاتو زموږ با عزته او پاک لمني ښځې هم په دغو شعارونو او یو څه مادي امتیازاتو د خپل عزتمند مقام څخه د نارینه وو تر منګولو ورسوي او ددې کار د پاره زموږ د هیواد بعضي غرب پلوه خلګ ډير په فخر کار کوي.

اسلام هره ورځ د ښځو د عزت او احترام کولو حکم کوي، دا عزت او عفت ساتنه د حجاب او پردې په ښایسته کلا سره ساتي.

مسلمانان باید د ښځو لپاره هغه مقام چې الله تعالی ورکړی دی د غرب په تبلیغاتو، کمپاینو او پروژو د لاسه ورنه کړي او پر ځان او دغه عاجزه طبقه رحم وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx