دیني، سیرت او تاریخ

د ښځې د مخ پټولو حکم

نوید احمد
د مخ پټول بلکل په ستر کې راځي، په دې اړه هم ایت او هم احادیث راغلي دي، مخ د ښځې د ښایست مرکز دی نو څنګه به مخ نه پټوي؟! لڅ مخ ګرځیدل حجاب نه بلکې یو ډول فیشن دی، دې ته حجاب نه وايي چې د حسن اصلي مرکز یې لڅ کړی وي او خلګ په فتنه کې اچوي!

د مخ پټولو حکم په قراني ایتونو او احادیثو کې راغلی دی،
الله جل جلاله ښځو ته داسي فرمايي:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا….( سورة النور: ۳۰)
ژباړه: ایمان لرونکو ښځو ته ووایه: د پردیو خلکو له کتلو څخه سترګي کښته واچوئ، خپل عورتونه وساتي، او خپل ښایست دي نه ښکاره کوي مګر هغه چې ددغه څخه (د کور د کار په وخت کې) ښکاره کیږي.
له کښته کتلو څخه مطلب دا دی چې د پردیو ښځو مخونو ته دي نه ګوري ځکه مخونه د حسن، ښایست او تازه ګي مجموعه او فهرست دی.
نو ځکه د کتلو له امله يي هغو ( ښځو) ته شوق پیدا کیږي چې بیا لویه فتنه ترې جوړیږي، لاندي مفسرینو اقوالو مطالعه کړی.

تفسیر محقق بیضاوي:
چې تفسیر يي ( تفسیر البیضاوي) ستایلو ته اړ نه دی د (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) په تفسیر کې داسي فرمايي:
والأظهر أن هذا في الصلاة لا في النظر فإن كل بدن الحرة عورة لا يحل لغير الزوج والمحرم النظر إلى شيء منها . ( تفسیر بیضاوي مکمل، مصري چاپ جلد ۴، مخ ۷۸)
ژباړه: د مخ ښکاره کول په کتلو کې نه بلکې په لمانځه کې پروا نه کوي ځکه د آزادي ښځې ( حوري) ټول بدن عورت دی.

بل ایت شریف کی الله تعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ (الاية)
مشهور مفسر صحابي حضرت ابن عباس رضي الله عنه ددې ایت په تفسیر کې فرمایلي دي:
أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ” .
ژباړه : د مسلمانانو ښځې په دې امر سوي دي چې له یوې سترګي پرته خپل سرونه او مخونه په لوی څادرنو (چادري) پټ کړي.

تفسیر مدارک نسفي:
فأمرن أن يخالفن بزيهن عن زي الإماء بلبس الملاحف وستر الرؤوس والوجوه فلا يطمع فيهن طامع. (تفسیر مدارک جلد ۳ ،ص ۳۱۳، طبع دارالکتب ایوبي بیروت )
ژباړه : د مسلمانانو ښځې په دې ماموري سوي دي چې د مینځیانو له جامو څخه ډډه وکړي ملاحف واغوندي ، سرونه او مخونه پټ کړي ترڅو څوک بده طمع ورته ونه کړي.
په دې اړه د ۲۴ مشهورو تفاسیرو تفصیل هم سته چې د مخ پټولو په اړه یې همدغه قراني ایتونه ذکر کړي دي.

نبوي احادیث:
د حضرت ابوبکر رضي الله عنه لور حضرت اسماء رضي الله عنها فرمايلي دي: كُنَّا نُغَطِّيَ وُجُوهَنَا مِنَ الرِّجَالِ. (مستدرک للحاکم، صحیح ابن خزیمة)
ژباړه: موږ به د خلګو څخه مخان پټول.
بل ځای حضرت اسماء رضي الله عنها فرمایي: كنا نغطي وجوهنا من الرجال في الاحرام. (رواه الحاکم وابن خزیمه)
ژباړه: موږ په احرام کې لا هم د نارینه وو څخه مخ پټوی.
عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ. (ابوداود، بیهقي، احمد)
ژباړه: حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په احرام کې وو کله چې به سپاره خلګ زموږ طرف ته تیریدل نو په موږ کې به یوې د چادري ټوکر د سر څخه پر مخ را ایله کړی مخ به یې پټ کړی کله چې به دغه خلګ تیر سول نو بیا به مو مخان لڅ کړل (ځکه په احرام کې مخ نه پټیږي خو په يوه طریقه سره به مخ حتماً پټوي).
نو لنډه دا چې په قران او حدیث سره ثابته ده چې ښځه به حتماً مخ پټوي او د مذاهبو هم دا فیصله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

(((ژباړه: ایمان لرونکو ښځو ته ووایه: د پردیو خلکو له کتلو څخه سترګي کښته واچوئ، خپل عورتونه وساتي، او خپل ښایست دي نه ښکاره کوي مګر هغه چې ددغه څخه (د کور د کار په وخت کې) ښکاره کیږي.))) ښاغلی نوید احمد صاحب ستاسو پورته ژباړه ډېره پر ځای ده خو د ښایست د نه ښکاره کولو لپاره د کور او کار مکاني او کیفي قیدونو کې ماته له پښتني دود څخه متاثر اجتهاد په نظر راځي،،، هیله ده په یادو قیدونو لږ رڼا واچوی … ښځه د کور مېرمن (خاونده) بلل شوې ده،، کور کې طبعا د ښځو محارم… نور لوستل »

طاهر ثابت

دلیکونکی لیکنه ښه کامله لیکنه نه ده. ښه تفسیر هغه ده چی په قران او حدیث سوی. نو باید ټول احادیث او ایتونه تربحث لاندی ونیول سی. بیضاوی او نسفی تفسیرونه د متاخرینو تفسیرونه دی. ښه معتمد تفسیرونه لکه الطبری. ابن اثیر، او نور ندی ذکر سوی. هغه تفسیر چی نورو صحابه کرامو کړی هغه هم نه دی ویل سوی. په همدی دلیل دکاتب لیکنه دخپل دماغ او خواهش سره سمه لیکنه مالومیږی. دزینت په هکله دنورو صحابه کرامو نظرونه پریښول زما په نظر دعلم پټول دی. بیضاوی رسول ندی او نه صحابی. چی رسول علیه السلام وایی مخ پټول… نور لوستل »

طاهر ثابت

که لیکونکی زما شاګرد وی نو دناکامی زیری به می ورکړی وو. دالطبری تفسیر دی وګوری او بیا دی فکر وکړی چی دده لیکنه څومره نیمګړتیا لری. مختصرات دخپل علم لپاره ښه دی. خو دفتوا لپاره هغه مضر دی. نو دا ده دلیکونکی دفایدی لپاره دالطبری تفسیر ورته کاپی پیست کوم: يقول تعالى ذكره لنبيه محمد صلى الله عليه وسلم ( وَقُلْ ) يا محمد ( للْمُؤْمِنَاتِ ) من أمتك ( يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ ) عما يكره الله النظر إليه مما نهاكم عن النظر إليه ( وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ ) يقول: ويحفظن فروجهنَّ عن أن يراها من لا يحلّ له رؤيتها، بلبس ما يسترها عن أبصارهم. وقوله: ( وَلا يُبْدِينَ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx