
تقدیر پېژندونکی شرافت؛ په اوسپینز عزم د غربت په ناهیلو څپو کې تر ډاکټرۍ!
جمال ایوبي
د الله تعالی نظام داسې دی چې ټول انسانان یې متفاوت خلق کړیدي، د ښایست او بدرنګۍ، غټ او واړه.
او همداسې د غربت او مالدارۍ په تصویر کې یې ځینې دومره مال او ثروت لري چې مالکان یې په ټولولو د ستومانۍ احساس کوي مګر بل به دومره د غربت په ګردابونو کې بند وي چې د غرمې ډوډۍ وخوري د مازدیګر پناه کېدونکی لمر به ورته د عدم رزق په تصور کې ژړونکی تمامېږي.
دا څرګنده ده چې بېوزلي د انسان د سیرت ترڅنګ فکرونه او خیالونه هم اغیزمن او ټکني کوي آن امام ابوحنیفه رحمه الله وایې په کوم کور کې چې خواړه نه وي له هغوی مشوره مه اخلئ.
د همدې فقر او غریبۍ د تداوم او په همدې تورتمونو کې د پاتې کېدلو له لاملونو څخه یو عمده لامل دا دی چې زموږ په جامعه کې د تقدیر جامع او هر اړخیزه تعریف پر ځای؛ په مروجو ماناګانو عوض شوي او د تطبیق برخه ګرځېدلي، په دې مانا چې غربت د تقدیر برخه بولي مګر په وړاندې یې تدبیر او اقدام ځکه نکوي چې مثبت تغیر او تحول ته تقدیر نه وایي.
دوکتور قرضاوي حفظه الله فرمایې:
“له دې به بله لویه سرغړونه څه وي چې الهي تقدیر او د هغه جوړ کړي قسمت ته موږ خپله مفهوم وټاکو او داسې سوچ وکړو چې الله ﷻ کوم مسکین یا غریب ته رزق ورکول وغواړي؛ نو له اسمانه به ورته خواړه، غوړي او شات راووروي، په داسې حال کې که دوی له عقل او انصاف کار اخیستی؛ نو په دې به پوه شوي وو چې د خدای له اړخه د رزق د ویش مانا دا ده چې الله تعالی په همدوی کې ځینې ورکونکي جوړوي او ځینې خوړونکي.”
د حضرت عمر رضي الله عنه د وبا کیسه چې کله نوموړی له هغه ځایه خوندي ځای ته روان شو؛ نو چا ورته وویل چې د خدای له خوښۍ د تیښتې اراده لرئ؟
امیرالمؤمنین ځواب ورکړ: هو! موږ د الله تعالی له یوې خوښۍ وځو بلې خوښۍ ته ځو.
نبي علیه السلام ته چا عرض وکړ: درمل، درملنه او پرهیز کول څنګه دي؟په دې تقدیر بدلېدای شي؟
رسول الله ورته وفرمایل: (ولې نه) هغه به هم د هغه تقدیر وي.
ددې ټولو څخه دا مفهوم او درک اخیستل کېږي که غربت او مریضي تقدیر وي نو په وړاندې یې مبارزه ،معالجه او تدبیر هم د تقدیر برخه دی.
په همدې تسلسل کې شرافت چې د تقدیر له شریعي مفهوم څخه یې ښه درک درلود نو په همدې بستر کې یې د دشوار او ستړي ژوند پړاوونه چې د تقدیر برخه وو په قوي تدبیر سره یې د تقدیر یؤ بل باسکونه انځور ترسیم کړ او ډېر څه یې میسر ثابت کړل.
شرافت صاحب زما د یؤې لسیزې شاوخوا محترم ورور او ملګری دی، هغه وخت چې زه او شرافت صیب د استاد حیران په کورس کې سره د پیوندې عقیدې، اهدافو او مشترکو افکارو له تبادلې وروسته د ملګرۍ مسیر انتخاب کړ هملته مو سره د راز او نیاز ټول تړونونه وکړل.
شرافت؛ هغه وخت د غریبۍ له زاویې په ټولنه کې تجرید او دومره توپاني بادونو په فزیکي لحاظ متضرر کړی و چې د سیما په کتو کې یې د ژوند ټول کړاوونه او دردونه مطالعه کېدل مګر تقدیر پېژندونکی شرافت په معنوي لحاظ دومره هسک او پُورعزم و چې په هماغه سکڼي سکڼي ماښامونو کې یې د جهادي فعالیتونو تر څنګ خپل تعلیمي بهیر متناسق ساتلی و او هېڅکله یې غربت تدبیر ټکنی ،تردد او جامد نکړ او نه یې د اهدافو د تحقق لپاره عدم ثروت تعلل وګاڼه.
شرافت صاحب چې د یؤې متدینې او جهادي کورنۍ ثمره ده د همدې تړون په اساس یې د اشغالګرو او غلامانو د بې رحمه وژونکو ګردابونو په منځ کې د اسلامي امارت لپاره د مکتب له دورې تر ډاکټرۍ پورې یې هره لحظه د مرګ صحنې مشاهده کړیدي خو د انحراف تر عنوان لاندې یې انعطاف او تنازل د فکر په قاموس کې هیڅ ځای نه درلود او نه یې وجدان ددې کردار د تصور تحمل درلود.
خدای خبر چې څومره خلکو به د ناهیلۍ په زړه ماتوونکو جملو مخاطب کړی وي، خو؛ د فقیرۍ او د غربت په ناهیلو او زوموختو پړاوونو کې تر منزله رسیدلی شرافت ؛د یؤ متمدن انسان په څېر په خپل کردار او فعالیت کې د تقدیر اصلي مفهوم افاده کړ او کلک هوډ یې د منزل لپاره مبرم وښوده.
حالاتو سره مبارزه کوونکی ډاکټر شرافت؛ اوس د انساني همدردۍ په انځور کې هومره لوړ ،هسک او بااحساسه دی چې د خپل کلینیک له ادرس څخه یې زرګونو اړمنو خلکو ته وینه ورکړېده.
د شرافت صاحب د ماضي ژوند؛ کږلېچونه او د پېچومو تصویرونه ځانګړی بحث دی مګر په همدې توپانونو کې یې پخپل جوهر سره ځان تر هدف رسول د نورو پیغامونو ترڅنګ دا درس او فکر راکوي که غربت تقدیر دی نو په وړاندې یې مبارزه او ټینګ عزم هم تقدیر دی او ددې جملې ښه تابلو او تثبیت د غربت ځپلي شرافت ژوند دی چې په تدرج سره یې د ډاکترۍ ویاړ تر لاسه کړ.