ادبي لیکني

افغان ادبي بهیر په «شعري نثر» کره کتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): پرون د افغان ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې د اتل انګار په «خوب» لیکنه باندې کره کتنه وشوه.
دغه لیکنه چې د شعري نثر یوې نوې نمونه ګڼل کېده، پرې لیکوالو، شاعرانو او په ادب کې د نظر خاوندانو نظرونه ورکړل.

دغه ناسته چې مشر يې استاد اسدالله غضنفر او مېلمه يې ډاکټر محب الله زغم و، په کابل کې د کتاب ښار د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه.
په لیکنه کې هڅه شوې وه چې یو خوب انځوریز کړي او پر لوستونکي يې حس کړي.

د ناستې ګډونوالو لیکنه وستایله او اتل انګار ته يې د لا پرمختګ تمه وکړه.
استاد اسدالله غضنفر په لیکنه کې د بې وخته ګلونو یوځای یادول د لیکوال «له ګلانو سره نه تجربه» یاده کړه.

استاد وویل چې زموږ ډېر لیکوال او شاعران پخپلو لیکنو او شعرونو کې نرګس او ګلاب او کله کله غاټول یوځای یادوي، په داسې حال کې چې دا هم دزمان په لحاظ او هم د موندنې د مکان په لحاظ سره بېل او لرې دي.

له کره کتنې وروسته مشاعره پیل شوه چې لسګونوګډونوالو پکې خپل شعرونه وارول، په پای کې د ناستې مېلمه محب الله زغم ناسته ښه وګڼله او وعده يې وکړه چې په راتلونکې ناسته کې به دوی پخپله د نثر لیکلو د زده کړې لکچر ورکوي.

وروسته استاد غضنفر خبرې وکړي او ويې ویل چې هیڅ پرمختګ له اخلاقي پرمختګه پرته شونی نه دی.ځکه خو باید په ناسته کې اخلاقي ارزښتونه مراعات او په پام کې ونیول شي.

ناسته نږدې مازیګر پای ته ورسیده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x