افغانستان

بهرنيو چارو وزير د ترکيې په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ١٨ کب، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاویش اوغلو په رسمي بلنه ترکیې ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې د د بهرنیو چارو وزیر به په ترکیه کې د انتالیا په دیپلوماتیک فورم کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته وینا ‏تر څنګ په یوه بحث کې ګډون وکړي.

بهرنیو چارو وزارت زياته کړې چې د بهرنیو چارو وزير به د ترکیې او د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه د راغلیو لوړ رتبه هیئتونو سره ناستي او د افغانستان په اړه خبرې اتري وکړي.

افغان پلاوي په ترکیب کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا هم شتون لري.

د يادونې وړ ده چې د انتالیا فورم د ۱۱ مارچ څخه تر ۱۳ مارچ پوري د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندي جوړیږي.

‏د ياد فورم پرانېسته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردګان په وینا کیږي او وروسته د مختلفو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ رتبه چارواکي وینا او د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونو کې ګډون کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx