ورزش

کرکټ بورډ سره له لفظې شخړې وروسته؛ شکيب الحسن ته بالاخره د دمې اجازه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغې چې د بنګلديش کرکټ بورډ د شکيب الحسن بیان چې هغه له رواني پلوه لوبو ته جوړ نه دی بايد ارام ورکړل شي، يوه دوه مخي بللې وه.

د بنګلديش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ويلي وو که شکيب الحسن په رښتيا د لوبو کولو جوګه نه وي او په سمه توګه يې ارام کول غوښتل د هند غوره ليګ بولي لپاره به یې نوملیکنه نه وای کړې. باید وویل شي چې شکیب الحسن په بولي کې د هیڅ کومې لوبډلې له لوري ونه پېرل شو.

نوموړي زیاته کړې، «څوک نشي کولی یو لوبغاړی لوبو کولو ته مجبور کړي، په داسې حال کې چې هغه ټینګار کوي له هغه رواني او فزیکي پلوه چمتو نه دی، هغه له بورډ وړاندې رسنیو ته دا خبره وکړه چې دغې ټکي ستونزه رامنځته کړه او داسې باید نه وای شوي».

نظم الحسن وایي، «موږ لوبغاړو ته واضحه کړې چې غواړي د نړیوالو لوبو لپاره کوم پلان لري باید لومړی خپل بورډ ته خبر ورکړي، خو اکثره لوبغاړي داسې نه کوي چې وروسته د بورډ او لوبغاړي ترمنځ ستونزې رامنځته شي».

شکيب الحسن د افغانستان پر وړاندې د پنځوس اوریز او شل اوريزو لوبو کې له ګډون وروسته ويلي وو چې په دغه لوبو کې یې د اضافي بوج احساس کوه او تر فشار لاندې یې لوبه وکړه.

هغه د رسنیو پرمخ ويلي وو؛ «دا نامناسبه ګڼم چې په دغه ډول ذهني او فزیکي ستړیا سره د یوه ځوان لوبغاړي ځای ونیسم، غواړم د یوه څه وخت لپاره دمه وکړم».

که څه هم د بنګلدیش کرکټ بورډ د رسنیو پرمخ د نوموړي بیان ته غبرګون ښودلی و خو اوس وایي چې شکيب الحسن ته يې د يوې نيمې مياشتې لپاره له هر ډول کرکټ څخه د ارام کولو اجازه ورکړې ده.

د بنګلدیش کرکټ عملیاتي مشر جلال یونس وايي چې شکيب الحسن د رواني او فزیکي حالت له امله له کرکټ څخه د وقفې غوښتنه کړې ده چې له مخې به یې هغه د اپريل تر ۳۰ نېټې له هر ډول کرکټ څخه ارام واخلي.

د یادون ېده چې د کرکټ په تاريخ کې داسې ډير پېښې شوي چې لوبغاړي د ذهني ارامتیا لپاره له کرکټ څخه د ټاکلې مودې لپاره رخصتي اخلي.

دوه کاله وړاندې استرالياوي ګلين ميکسويل ويلي وو چې له سخت ذهني فشار سره مخ دی او د يوې مودې لپاره له کرکټ لرې کيږي.

دغه راز تېر کال د انګلستان آلراونډر بين سټوکس هم د ذهني ارامتیا لپاره د کورنۍ سره وخت تېرولو لپاره له کرکټ وقفه کړې وه.

شکیب الحسن به د راتلونکي سیریز لپاره د سویلي افریقا پر وړاندې ونه لوبیږي، چیرې چې بنګلدیش لوبډله د مارچ له ۱۲ د اپریل تر ۸ پورې درې یو ورځنۍ او دوه ټیسټ لوبې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx