افغانستانورزش

ملي لوبغاړو له امنيتي پروټوکول پرته د کابل په سوله ییز چاپيریال کې خپل عکسونه خپاره کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۰ل): د کرکټ ملي لوبغاړو خپل هغه انځورونه خپاره کړه چې د کابل په کوڅو کې له امنیتي پروټوکول پرته د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس سره یوځای اخیستې دي.

خپاره شوي انځورونو کې لیدل کیږي چې د ملي لوبډلې نړيوال ستوري مجیب الرحمن، ظاهر خان پکتین، لوبډلمشر حشمت شهیدي او شرف الدین اشرف او د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان پرته له امنیتي ساتونکو د کابل له پاکې فضا او سوله ییز چاپیریال خوند اخلي.

اجرائيه رئيس نصیب خان وايي چې لوبغاړي پرته له کومې ويرې د کابل هوا څخه خوند اخلي.

نوموړي نن ټکی اسيا ته په راليږلي پيغام کې ويلي، «دا انځور ددې ښکارندوی دی چې د کابل امن ورځ تر بلې د ښه والي په لور روان دی او لوبغاړي د سکون او امنيت احساس کوي».

د ملي لوبډلې مشر حشمت شهیدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، «د کابل ماښامی»، دغه راز شرف الدین اشرف لیکلي چې «له اوږدې مودې وروسته د کابل له ماښامي څخه خوند اخلي».

بل لوري ته په هېواد کې د کرکټ مينوال د ميرويس اشرف او نصيب خان په مشرۍ د کرکټ بورډ له اوسنۍ ادارې راضي دي، چې لوبډله کې مستحقو لوبغاړو ته ځای ورکوي، او د لوبغاړو او ادارې ترمنځ يې واټن او اختلافات پای ته رسولي دي.

د کرکټ بورډ مشر او اجرائيه رئيس د بنګلديش پر وړاندې له سياليو وروسته کابل ته د لوبغاړو سره يوځای سفر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx