ورزش

د کریم بنزیما هاتریک، ریال مدرید پي ایس جي ته تاریخي ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ په شپاړسم پړاو سیالیو کې د ریال مدرید او پاریس سان جرمان لوبډلې مخامخ شوې چې ریال مدرید په خپله خاوره سیال ته تاریخي ماتې ورکړه او کواټر پایلوبې ته یې لار وموندله.

د یادې لوبې ستوری فرانسوی کریم بنزیما و چې د لوبې په دوهمه نیمایي کې د یوه ګول په بدل کې 3 ګولونه په لږ وخت کې راوړل او بریا یې خپله کړه.

پي ایس جي لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې د ځینې فرصتونو ضاعی کولو سربېره یې د کیلیان امباپی په مرسته ګول راوړ.

https://twitter.com/HDGoBo/status/1501659497974185989?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1501659497974185989%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Farabic.rt.com%2Fsport%2F1332571-D8ABD984D8A7D8ABD98AD8A9-D8A8D986D8B2D98AD985D8A7-D8AAD982D988D8AF-D8B1D98AD8A7D984-D985D8AFD8B1D98AD8AF-D8A5D984D989-D8B1D8A8D8B9-D986D987D8A7D8A6D98A-D8AFD988D8B1D98A-D8A7D984D8A3D8A8D8B7D8A7D984-D8B9D984D989-D8ADD8B3D8A7D8A8-D8B3D8A7D986-D8ACD98AD8B1D985D8A7D986-D981D98AD8AFD98AD988%2F

خو په دوهمه نیمایي کې د ریال مدرید کریم بنزیما لومړی ګول د پي ایس جي ګول ساتونکي له تېروتنې څخه په استفادې وواهه، دوهم ګول یې په 76 دقیقه او دریم یې په 78مه دقیقه کې راوړ.

کریم بنزیما د چمپینز لیګ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په 34 کلنۍ کې یې هاتریک راوړ.

https://twitter.com/HDGoBo/status/1501669504526524417?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1501669504526524417%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Farabic.rt.com%2Fsport%2F1332571-D8ABD984D8A7D8ABD98AD8A9-D8A8D986D8B2D98AD985D8A7-D8AAD982D988D8AF-D8B1D98AD8A7D984-D985D8AFD8B1D98AD8AF-D8A5D984D989-D8B1D8A8D8B9-D986D987D8A7D8A6D98A-D8AFD988D8B1D98A-D8A7D984D8A3D8A8D8B7D8A7D984-D8B9D984D989-D8ADD8B3D8A7D8A8-D8B3D8A7D986-D8ACD98AD8B1D985D8A7D986-D981D98AD8AFD98AD988%2F

له دې وړاندې د پاریس په کوربه توب د یادو لوبډلو ترمنځ د شپاړسم پړاو لومړی لیګ ترسره شوی و چې پي ایس جي د یو صفر په بدل کې بریا خپله کړې وه. دغه لوبه کې یوازینی ګول کیلیان امباپی راوړی و.

د دوهم لیګ په لومړۍ نیمایي کې هم پي ایس جي لومړی ګول راوړ او بریا ته نږدې شول، خو په دوهمه نیمایي کې د ریال مدرید حیرانونکي راتګ دوی له ټورنمنټ څخه بهر کړل.

https://twitter.com/HDGoBo/status/1501673175410778118?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1501673175410778118%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Farabic.rt.com%2Fsport%2F1332571-D8ABD984D8A7D8ABD98AD8A9-D8A8D986D8B2D98AD985D8A7-D8AAD982D988D8AF-D8B1D98AD8A7D984-D985D8AFD8B1D98AD8AF-D8A5D984D989-D8B1D8A8D8B9-D986D987D8A7D8A6D98A-D8AFD988D8B1D98A-D8A7D984D8A3D8A8D8B7D8A7D984-D8B9D984D989-D8ADD8B3D8A7D8A8-D8B3D8A7D986-D8ACD98AD8B1D985D8A7D986-D981D98AD8AFD98AD988%2F

پي ایس جي د نړۍ مشهورو ستورو (لیونل میسي، نیمار او کیلیان امباپی) په درلودلو له ماتې سره مخ شول او په حیرانونکي توګه له چمپینز لیګ سیالیو بهر شول.

بل لوري ته بایرن مونشن، لیورپول او مانچسټر سیټي هم خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو د اروپا اتلانو لیګ کواټر پایلوبو ته لار موندلې ده. ددې پړاو نورې لوبې به راتلونکې اونۍ ترسره کیږي.

د یادونې ده چې پي ایس جي لوبډلې په 2020 کې بایرن مونشن ته د چمپینز لیګ پایلوبه کې، او په 2021 کې مانچسټر سیټي ته نیمه پایلوبه کې ماتې منلې وه. په تېرو څو کلونو کې ددوی ریکاډ زړه ماتوونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx