نړۍ

بانكي مون يو ځل بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه مقرر سو

Ban-Ki-moonنن ټکی اسیا: د ملګرو ملتونو سرمنشي چي سږ کال يې په خپل دنده کي موده په پوره کېدو وه، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د غړو په بشپړه موافقې باندي د نوې دورې لپاره چي څلور کال به نور دوام وکړي، وټاکل سو.

تیره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي مجلس کې ټولو غړو د لاس په پورته کولو سره بان کی مون ته د نوي دورې لپاره رایه ورکړه، د هغه په مقابل کي هیڅ څوک هم دغه دندي ته نه وو کاندید.

د نومړي لومړی دوره به د روان کال ۲۰۱۱ د دیسمبر د میاشتي په ۳۱ نیټه پای ته ورسیږي، او دوهمه دوره به يې د کال ۲۰۱۲ د جنوري د میاشتي د اولي نیټي څخه شروع سي، او تر ۲۰۱۶ به دوام وکړي.

په دغه مناسبت بان کی مون وویل چي ملګري ملتونه په نړی کي د مشرتوب دنده په غاړه لري، او که مشري کول غواړي، نو باید نړی ته څه نتایج وړاندي کړي.. او فقط شمیري وړاندي کول به هیڅ کله داسي نتیجه ور نه کړي چي د نړی ولسونو يې په خپلو سترګو وویني، او په خپل ژوند کې محسوسي کړي، داسي نتایج او پایلی چي په ژوند کي بدلون راولي.

بان کی مون د رواني میاشتي په اوله اونۍ کې د ملګرو ملتونو د غړیو څخه رسما غوښتنه کړې وه چي دی د دوهمي مودې لپاره يې وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x