افغانستان

د لوړو زدکړو سرپرست وزير د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره ليدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۹ کب، ۱۴۰۰ل): د لوړو زدکړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني تېره ورځ د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له استازي طارق البخيت سره ليدلي او د افغانستان د لوړو زدکړو په بهير يې ورسره خبرې کړي.

په دغه لیدنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د مالي او اداري چارو سرپرست معین او د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس هم حضور درلود، دواړو اړخونو په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه بحث وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د OIC سازمان استازي سره په دې لومړۍ ناسته کې د وزارت کاري پروګرامونه تشریح کړل او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان نړیوال پوهنتون د دیني او عصري زده کړو، په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړونې د پروژې چټکوالي، د مرکز او ولایاتو د پوهنتونونو استادانو او محصلینو د لېږد لپاره د ترانسپورت ترتیب او تدارک، په اسلامي هېوادونو کې د افغان محصلانو لپاره د بورسونو او همدارنګه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د کتابتونونو د تجهیز مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د OIC استازي طارق البخیت د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې یاد وړاندیزونه به د اسلامي همکاریو سازمان OIC له مقاماتو سره شریک او د مرستو د راجلبولو په برخه کې به هڅه وکړي.

بايد وويل شي چې تېره اوونۍ د اسلامي همکاريو سازمان په کابل کې خپل دفتر پرانیست او له افغانستان سره د اسلامي همکاريو سازمان د ملاتړ ژمنه یې تازه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx