
ټولنیزه برخه
دولتي چارو کې د خپلوي پالني سزا
حامد افغان
یزید بن ابي سفیان وایي: ابو بکر الصدیق رضي الله عنه چې شام ته د امیر په صفت لیږلم راته ویې ویل: ګوره یزیده! ته شام کې خپلوان لرې، زه ویریږم شاید د امارت چارو کې ته هغوی له نورو مخته کړې، یعني یا به د هغوی کارونه مخته کړې او یا به په وظیفو ورکولو کې هغوی له نورو مخته کړې او ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي، هغه فرمایلي:
چا ته چې د مسلمانانو د واک چارې وسپارل شي او هغه پر مسلمانانو داسې څوک امیر وټاکي چې دی مینه ورسره لري (یعني یا یې خپل یي او یا یې ملګری یي) ؛ نو په هغه دې د الله لعنت یي او الله د هغه نفل او فرض عبادت نه قبلوي، ان تر دې چې جهنم ته به یې داخل کړي. رواه احمد في مسنده، نقلا الزواجر للهیتمي ۱۵۵/۲